تاند ( پنج شنبه، دسرطان ۱۷) د افغانستان د فوټبال له ۱۷کلنو کم عمره لوبدلې په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې له ازبکستان ښځینه لوبډلې ۸-۰ په توپير ماتې وخوړه.
دا لوبه تېره شپه ترسره شوه.
افغانستان له دې وړاندې پر تاجکستان لوبډلې ۲ د ۵ په مقابل کې ماتې خوړلې وه.
او له هغې وړاندې یې په لومړۍ لوبه کې بیا له ایران څخه ۷ ـ ۰ ماتې خوړلې وه.
دا د فوټبال د مرکزي اسیا سیالیو لوبې دي، چې افغان لوبډلې په کې خپلې درې واړه لوبې وبایللې.