پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپه هېواد کې د جګړو له امله ۳۲ زره کورنۍ بېځایه شوې

په هېواد کې د جګړو له امله ۳۲ زره کورنۍ بېځایه شوې

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۷) پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان د روانو جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

د یاد وزارت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تېره یوه نیمه میاشت کې  د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د جګړو له امله ۳۲ زره کورنۍ بېځایه شوې  دي.

د جیلاني په خبره له یاد شمېر بې ځایه شویو کورنیو څخه یې یواځې ۲۰ زره کورنیو ته رسېدنه شوې ده.

نوموړی وایي که څه هم دوی له ۲۰ زره کورنیو سره یوڅه مرسته کړې خو زیاتوي دا بسنه نه کوي او اړتیا ده چې د بېځایه شوو کورنیو لا ډېر لاسنیوی وشي.

سرچینه وایي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اوسمهال ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا لري، چې په دې وروستیو کې د جګړو او نورو لاملونو له امله ټولو بېځایه شوو کورنیو ته مرسته ورسوي.

د یادولو ده چې اوس هم د جګړو له امله په ګڼو سیمو کې کورنۍ د بې ځایه کېدو په حال کې دي او له حکومت نه د لاسنیوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب