Home+وېسټ انډیز ښځینه لوبډلې په لومړۍ ۵۰ اوره لوبه کې پاکستان مات...

وېسټ انډیز ښځینه لوبډلې په لومړۍ ۵۰ اوره لوبه کې پاکستان مات کړ

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۷) د پاکستان او وېسټ انډیز ښځینه لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه تېره ورځ د وېسټ انډيز په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او پاکستان ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان ښځینه لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې په ۴۸ ام اور کې  د ۵ لوبغاړو په سوځولو ټاکل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه به د جولای په نهمه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...