جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهظریف: ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته...

ظریف: ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۱۷ مه)  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ییز او با ثباته هېواد د جوړولو وړتیا لري.

هغه په تهران کې له افغان سیاسیونو او طالب استازو سره تر کتنې وروسته په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی.

د ظریف په خبره د امریکا د ناکامۍ له امله افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي.

ظریف ویلي له دواړو لورو سره یې لیدنه ګټوره وه او ایران هڅه کوي چې د سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

ظریف وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې په تهران کې یې د طالبانو د قطر دفتر له یوه پلاوي او له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره وکتل.

په دې کتنه کې پر افغان سوله او روان وضعیت خبرې شوې دي.

طالبان داسې مهال له ایراني چارواکو سره ګوري چې په افغانستان کې د جګړو شدت اوج ته رسیدلی، خو په قطر کې لا هم د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب