سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکلتورسینماپوهیږئ له دلیپ کومار څومره شتمني پاتې شوه؟

پوهیږئ له دلیپ کومار څومره شتمني پاتې شوه؟

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۱۷ مه)  د بالیووډ سینما پیاوړی او مخکښ اداکار دلیپ کومار چې اصلي نوم یې محمد یوسف خان و، تېره ورځ د ۹۸ کالونو په عمر ومړ.

هغه د بالیووډ یو له مخکښو او پخوانیو اداکارانو شمېرل کېده چې تېره ورځ د ممبۍ په یو روغتون کې مړ شو.

یوې هندي رسنۍ له دلیپ کومار څخه د پاتې شتمنۍ په اړه راپور ورکړی دی.

په راپور کې د مرحوم دلیپ کومار د شتمنۍ په اړه ویل شوي چې له هغه څخه شاوخوا ۸۵ میلیونه امریکایي ډالره شتمني پاتې شوه.

د راپور په حواله که دا پيسې هندي روپيو ته واړول شي، نو ۶ میلیارده او ۳۴۰ میلیونه هندۍ روپۍ ترې جوړیږي.

د معلوماتو له مخې د مرحوم کومار د ګټې وټې لاره یواځې په باليووډ سینما کې کار کول و.

کومار په ۱۹۵۰ لسیزه کې  یواځینی اداکار و چې په یو فلم کې به یې د کار کولو تر ۱۰ زرو زیاتې روپۍ اخیستې.

که څه هم دلیپ کمار ډېره شتمني لرله، خو هغه او مېرمن یې سایره بانو ډېر ساده ژوند کاوه.

دوی دواړه هېڅ اولاد نه لري چې په همدې اساس سایره بانو له دلیپ کمار سره ډېره مینه درلوده.

دلیپ کومار چې لسیزې یې په باليووډ پاچاهي کړې وه، تېره ورځ د ۹۸ کلونو په عمر کې مړ شو.

هغه له څو ورځو راهیسې د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر و.

باید وویل شي چې دلیپ کومار د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډیری هېوادونو کې مینووال درلودل.

د مرحوم کومار پر مړینه د بالیووډ مخکښو اداکارانو خواشیني ښودلې او دا یې د دې سینما لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب