جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهزابل کې د اوبو او برېښنا څلور بندونه جوړېږي

زابل کې د اوبو او برېښنا څلور بندونه جوړېږي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۷) د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې په زابل کې د اوبو او برېښنا د څلورو بندونو د جوړېدو تړونونه د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک شوي دي چې ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې دمګړۍ د دغو بندونو د لومړنۍ سروې کارونه بشپړ شوي او د تخنیکي سروې لپاره سیمې ته تخنیکي انجنیران استول شوي دي.

دا بندونه د میزاني، مرکوک، آجه کلی او علاوالدین۲ په نومونو یادیږي چې د زابل ولایت په مرکز کې موقیعت لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي د دې بندونو په جوړولو سره ۲۱ میلیون متره مکعب اوبه مدیریت کیږي، ۵۳۶۲ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۳.۵۴ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...