سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد امریکا ولسمشر نن د افغانستان په اړه مهمه وینا کوي

د امریکا ولسمشر نن د افغانستان په اړه مهمه وینا کوي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۷) ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن (پنجشنبه) د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ په باب او د خپل هیواد د ملي امنیت له ډلې سره د افغانستان پر حالاتو له غونډې وروسته د ځواکونو د ایستلو په باب مهمه وینا وکړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې جین ساکي پرون ناوخته وویل«سبا سهار به ولسمشر بایډن د خپل ملي امنیت له ډلې سره وویني چې له افغانستانه زموږ د ځواکونو په وتلو کې د پرمختګ په اړه وروستي معلومات ترلاسه کړي.»

دې زیاته کړه«سبا ماسپښین به ولسمشر له افغانستانه زموږ د ځواکونو د پرله پسې وتلو، د افغانستان له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو سره د بشري مرستې او د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړي.»

بایډن په خپله په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې اغلې ساکي خبریالانو ته وویل، ولسمشر جو بایډن په دې خاطر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه چې احساس یې کړه دا جګړه په شلو کلونو کې له پوځي لارې پای ته ونه رسېده.

دې زیاته کړه«ده له ډېر پخوا احساس کاوه چې پوځي حللار نه شته.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب