په پېښور کې دېره جهادي ډلو د ۱۹۸۹کال د مارچ په ۵مه له اوس نه ۳۲ کاله وړاندې د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد برید پیل کړ.
په دغه جنګ کې چې ویل کیږي د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) پلان کړی و د افغان مجاهدینو له لوري د اسلامي حزب (حکمتیار)، اسلامي حزب (خالص)، اسلامي اتحاد (سیاف)، اسلامي جمعیت (رباني) او نورو ډلو جنګیالیو برخه لرله.
تاریخي اسناد ښیي چې په جلال اباد باندې برید ته د تنظیمي ډلو تر څنګ د پاکستان د پوځ د XII قول اردو د ۴۰مې لوا، د ځانګړیو فعالیتونو د لوا (Special Activities Division)، او د اېس اېس ریاست (SS Directorate) پوځي ځواکونه رالېږل شوي وو.
سربېره پر دې، ګڼ شمېر عرب جنګیالي او نور رضاکاران هم د مجاهدینو په ملاتړ په جنګ کې دخیل وو چې د ټولو جنګیالیو شمېر ۱۰ زره کسان ښودل شوی دی.
برید د ۱۹۸۹ د مارچ په ۵مه پیل شو. په پیل کې د حکومت مخالفینو کافي اندازه پرمختګ وکړ، او د حکومت یو شمېر ملاتړي ملکي او نظامي کسان یې مجبور کړل چې د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو ته ور وتښتي او تسلیم شي.
یو شمېر اسناد ښیي چې د اسلامي حزب او اسلامي اتحاد جنګیالیو تسلیم شوي عسکر او ملکي کسان ووژل، خو یو شمېر تحلیلګران وایي چې تسلیم شوي کسان عرب جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو ووژل یا یې حلال کړل او ویل یې چې د هغوی مرګ روا دی.
کله چې د تسلیم شویو کسانو د مرګ خبر د ښار خلکو ته ورسېد د وتلو هیله یې له لاسه ورکړه او د ۱۱مې فرقې سرتېرو کمربندونه د اغزن سیم او پرسونل ضد ماینونو په ښخولو سره داسې کلک کړل چې ښاریانو ته یې د وتلیو لارې بندې کړې څو د جنګیالیو په لاسونو د هغوی د وژل کېدلو مخه ونیسي.
د افغان ملي اردو سرتېرو چې دواړو خواوو ته د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوي وو دا غوره وګڼله چې جنګ ته دوام ورکړي.
د افغان هوایي ځواک الوتکو خپل بمبار د ورځې ۲۰ ځلو ته ورساوه او ویل کیږي چې ټرانسپورټي الوتکې یې هم داسې عیارې کړې چې له لوړې ارتفاع څخه بمباري وکړي. الوتکو خوشه یي بمونه غورځول پیل کړل چې د یاغیانو لوري ته یې سخت تلفات ور واړول.
ویل کیږي چې په کابل کې نصب شوې د سکډ توغندیو دستګاه په جلال اباد کې د ځواکونو د ملاتړ په ترڅ کې له ۴۰۰ څخه ډېر توغندي وورول چې د حکومت ضد جنګیالیو مورال یې ډېر کمزوری کړ.
د افغان حکومت د هغه وخت د استخباراتو یوه چارواکي تاند ته وویل، د یوه نصب شوي سیستم د معلوماتو په اساس په دغه جنګ کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ زره غټې ګولۍ په جلال اباد ښار لګېدلې وې او د ښار نژدې ټولې کوڅې د ښاریانو په مړو ډکې وې.
د اسلامي حزب (خالص ډلې) قوماندان عبدالحق او د اسلامي جمعیت (رباني ډلې) قوماندان مسعود په دغه جنګ کې برخه نه وه اخیستې.
د قوماندان عبدالحق له قوله ویل شوي چې ویې ویل، «څنګه کېدای شي چې مونږ افغانان، چې هېڅکله مو په جنګ کې ماته نه ده خوړلې، له هغو پاکستانیانو څخه پوځي هدایات واخلو چې هېڅکله یې جنګ نه دی ګټلی؟» او مسعود دا جنګ د حکمتیار د واک ته رسولو لپاره د پاکستان یوطرفه اقدام بللی او ویلي یې وه چې هغه د دغه جنګ په هکله له بي بي سي راډېو څخه خبر شو.
یو شمېر تحلیلګران وایي چې پاکستاني مقاماتو غوښتل چې په جلال اباد کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حکومت جوړ کړي، خو پخپله ښاغلي حکمتیار په دې هکله څه نه دي ویلي لاکن د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت سره د سولې له تړون کولو څخه وروسته یې په جلال اباد کې په خپله لومړۍ وینا کې په ۱۹۸۹ کال کې په جلال اباد برید کول اشتباه وبلله.
د جلال اباد جنګ د حکومتي ځواکونو د مقاومت او د جنګیالیو خوا ته د مهماتو په کمېدلو سره ورو شو او حکومتي ځواکونه وتوانېدل چې ډېرې له لاسه وتلې سیمې له مجاهدینو او پاکستاني پوځیانو څخه بېرته ونیسي.
دغه جنګ د ۱۹۸۹ د جولای په ۷مه د افغانستان د حکومت په بریا سره پای ته ورسېد او د وخت شوروي پلوه ولسمشر ډاکتر نجیب الله چې ویل کیږي دغه وخت یې عمر ۴۳ کاله وه دا د خپل حکومت لپاره ستره بریا وبلله او ویې ویل چې هغه وړاندوینې دروغ وختلې چې غربي او پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د شوروي پوځونو له موجودیت پرته د افغانستان اردو نشي کولی چې څو اونۍ هم مقاومت وکړي.
د پاکستان د پوځي استخباراتو یوه چارواکي، برید جنرال محمد یوسف، وویل، «په جلال اباد کې جهاد ته ور اوښتې ماته هېڅکله بیا ونه رغېدله،»
د امریکا د متحده ایالاتو مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوست د ۱۹۸۹ د جولای په ۸مه ولیکل، «په جلال اباد کې حکومتي عسکر خوشحال وو او د بریا د لمانځلو لپاره یې خپل لاسونه پورته نیولي وو،»
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۸۹ د اپریل په ۳۰مه ولیکل، «له جلال اباد څخه له دفاع کولو وروسته د کابل پر ځان باور زیات شو،»
د افغانستان د استخباراتو د ادارې یوه پخواني کارمند خواني خان تاند ته وویل، د جلال اباد د جنګ د قوماندې لپاره پخپله ډاکتر نجیب ورغلی وه، خو لیکلي اسناد ښیي چې د حکومت له خوا د ځواکونو قومانده د محمد فهیم، عبدالرشید دوستم او نورالحق علومي په لاس کې وه او د مجاهدینو او د پاکستان خواته د جنګیالیو قومانده د عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او جنرال حمیدګل په لاس کې وه چې په جنګ کې له ماتې څخه وروسته لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو له خپل مقام څخه لیرې کړ او پر ځای یې شمس الرحمان کالو د آی اېس آی رییس وټاکه.
د افغانستان د حکومت لوري ته په جنګ کې د ننګرهار د ۱۱مې لوا ځواکونو او د سکاډ توغندیو نښه ویشتونکو برخه لرله او د جنګیالیو لوري ته تنظیمي کسانو، د پاکستان د XII قول اردو د ۴۰مې لوا، د ځانګړیو فعالیتونو د لوا (Special Activities Division) او د اېس اېس ریاست (SS Directorate) پوځیانو برخه لرله.
په دغه جنګ کې د افغانستان د ښکېل پوځي ځواک شمېر ۱۵۰۰۰ کسان او د پاکستان له لوري د ښکېلو پوځیانو او مجاهدینو شمېر ۱۰ زره تنه ښودل شوی دی.
د جلال اباد د ۱۹۸۹ کال په جنګ کې د افغانستان د حکومت لوري ته د وژل شویو پوځیانو شمېر نه دی یاد شوی خو د پاکستان خوا ته د وژل شویو پوځیانو او مجاهدینو شمېر ۳۰۰۰ کسان یاد شوی دی.
ویل کیږي چې د جلال اباد ښار او خواوشا سیمو کې له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې ملکي کسان ووژل شول او د ۱۰۰۰۰ په خواوشا کې نور په دې بریالي شول چې ژوندي وتښتي.