جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمان او سراج الحق د چین د کمونست ګوند د...

مولانا فضل الرحمان او سراج الحق د چین د کمونست ګوند د سلمې کالیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه وړاندې کړل

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۷) د جماعت اسلامي پاکستان ګوند مشر مولانا سراج الحق او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د چین د کمونست ګوند د جوړېدا د ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت د چین جمهور رییس او د کمونست ګوند مشر شي جین پینګ ته مبارکي او د احترام مراتب وړاندې کړل.

د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا سراج الحق په خپل ویډیوي پیغام کې وویل، «الحمدلله رب العلمین والصلات والسلام علی رسوله الکریم. د چین د کمونست ګوند محترم عمومي منشي او مشر شي جین پینګ او ډېرو محترمو مشرانو، زه د چین د کمونست ګوند د ۱۰۰مې کلیزې د پوره کېدلو په مناسبت د پاکستان د اسلامي جماعت ګوند له طرفه تاسو ته مبارکي وایم،»

نوموړي زیاته کړه، «د چین کمونست ګوند د نړۍ په دویم لوی اقتصادي قدرت باندې د دغه هېواد په بدلولو کې مرکزي رول لوبولی دی،»

سراج الحق وویل، «جماعت اسلامي او د چین کمونست ګوند د ۲۰۰۹ په فبرورۍ کې د مفاهمې یو یادښت لاسلیک کړی دی چې د هغه په اساس په دواړو هېوادونو کې د پرمختګ لارې چارې ګوري.»

نوموړي د چین له خوا په پاکستان کې د یوه سرک او یوه کمربند جوړولو په پروژه د کار کولو له امله مننه، او په دې برخه کې د چین ستاینه وکړه، او خپل پیغام یې د (ستاسو ورور سراج الحق) په ټکو پای ته ورساوه.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د خپل پیغام د وړاندې کولو پر وخت

دغه راز د جمعیت علمای اسلام (ف) ګروپ مشر مولانا فضل الرحمان هم په خپل وار سره د چین د کمونست ګوند د ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت چینایي کمونستانو ته خپل ویډیوي پیغام او مبارکۍ وړاندې کړل.

ښاغلي فضل الرحمان خپل پیغام داسې پیل کړ، «بسم الله الرحمن الرحیم، نحمده و نصلی علی رسوله الکریم. د چین د کمونست ګوند عمومی منشي جناب شي جین پینګ او د مرکزي کمېټې غړو او مېرمنو، زه د خپل ځان او خپل ګوند په استازیتوب د کمونست ګوند د ۱۰۰مې کلیزې د جوړېدلو په مناسبت په دغه کانفرانس کې په آنلاین ډول شرکت کوم او په دې افتخار کوم،»

نوموړي وویل، «د چین د کمونست ګوند په ۱۰۰ کلن تاریخ کې ډېرو مشرانو د عوامو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کړي او په دې برخه کې یې بریاوې ترلاسه کړي دي،»

مولانا په خپل ویډیوي پیغام کې چې هغه هم د مولانا سراج الحق په څېر د لیکلي کاغذ له مخې ولوست، د چین د کمونست ګوند د جوړښت او هڅو د تاریخ په هکله وغږېد او ویې ویل چې دغه ګوند د صنعت او تجارت په برخه کې ډېرې هڅې وکړې چې چین یې په یوه زبرځواک باندې بدل کړ.

په ټولنیزو رسنیو د پاکستان د دغو مخکښو دوه ګوندونو د مشرانو پیغامونو ته ډول ډول غبرګونونه ښودل شوي او دا ور یاده شوې ده چې هغوی د چین د حکومت له خوا په چین کې د مسلمانانو زورول، او شکنجه کول کاملا له پامه وغورځول او د خوښۍ په میدان ور ګډ شول.

دا لا معلومه نه ده چې مولانا فضل الرحمان او مولانا سراج الحق دا پیغامونه په خپله خوښه وړاندې کړي که لوړو مقاماتو پرې فشار اچولی دی چې داسې کار وکړي.

جماعت اسلامي په افغانستان کې پخواني جهادي تنظیمونه او جمعیت علمای اسلام د طالبانو د تحریک غړي هڅول چې په افغانستان کې خپل هدفونه د جنګ له لارې تعقیب کړي او په دې لړ کې درې ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمان د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ‌ نښتې چې له دواړو خواوو نه مسلمانان په کې وژل کیږي، د طالبانو فتوحات وبلل او د جنګ د لا چټکتیا هیله یې څرګنده کړه.

3 COMMENTS

  1. ده خو دېر ښه ددوستۍ مثالونه وړاندې کړي، خو د ښځو د پلورلو هغه معامله یې نه ده ياده کړی، چې د خوش خدمتۍ لپاره یې پاکستانۍ انجونې او ښځې چینایې اتباعو ته وړندې کولې. ددې د ماچه خرې زوی قواره والله که انسان او مسلمان ته ورته وي. دا خینزیر خپله موردګاوي کوي خو په نورو هېوادو کې خلک د مسلمان په ضد جهاد ته وربولي. په دې مرداره ږېره د سپی متیازې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب