جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته یې د ترانزیت په مقرره کې بدلون راوړی

پاکستان وايي، افغانستان ته یې د ترانزیت په مقرره کې بدلون راوړی

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۷) د امریکا پوځ وايي، له افغانستانه یې خپل په سلو کې ۹۰ سرتېري ایستلي دي.

د این بي سي د راپور له مخې، د امریکا پوځ وویل، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ترڅنګ په لویو کارګو یا باري الوتکو کې ۱۰۰۰ پېرې تجهیزات وړي دي.

پوځ دغه راز وايي، څه باندې ۱۷۰۰۰ وسلې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې نه شوای پرېښودلی، ویجاړې کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر یوولسمه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو وروستۍ نېټه اعلان کړې وه خو اوس عملاً اکثره ځواکونه ایستل شوي او پاتې نور هم په څو ورځو کې وتلی شي.

خو په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان په وتلو دي، طالبان هم خپل وروستی زور ازمويي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خرابې شوې روحیې د سیمو د لاندې کولو لپاره نهايي ګټه واخلي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب