جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهپرهار- لنډه کيسه/ سیدرحمن فقيرزی

پرهار- لنډه کيسه/ سیدرحمن فقيرزی

سړي پاس چت ته وکتل لکه د پوشتلانو ترمنځ چې يې ايښی شی اوس ور په ياد شوی وي، څه شېبه يې سترګې په چت کې خښې کړې وې، لاړې يې قورتې کړې،غاړه يې تازه کړه، پټ يې ځان سره د خوښۍ احساس وکړ چې اوښکې يې سترګو کې ډنډ پاتې شوې او را ونه بهيدې، نه يی غوښتل چې د مېرمنې زړه يې مات شي، په ډډ غږ وويل:
-خدای چې پيدا کړی دی، ساتي يې هم، ډاکټران هرڅه وايي خو خدای خپل کار کوي.
ښځې پزه داسې کش کړه لکه زکام چې وي،‌د‌ ټيکري په پیڅکه يې پزه پاکه کړه، خو اوښکې پرې راماتې شوې،سلګيو پسې واخيسته، پر اننګو يې د‌ اوښکو ليکې جوړې شوې،په ژړا ژړا کې يې وويل:
-هو خدای پوهېږي خو تا ډاکټران وليدل چې ويل يې که يې سږکال غم ونه خورئ، د هلک د مرګ خطر شته.
سړي پر خپلې ږېرې ګوتې راتيرې کړې:
-هو ويې ويل، خو عمليات يې درې لکه افغانۍ غواړي او موږ خو په اوړو او غوړيو پورې حيران يو،کاشکې چې چا د دومره پور اعتبار راباندې کولی، پوله پټی موږ نه لرو چې ورته خرڅ کړي مو وای.
ښځې د سړي خبرې يوازې په پټه خوله ژړا بدرګه کړې، څه شېبه په خونه کې چوپه چوپتيا وه،خو ناڅاپه سړي په داسې انداز لکه پر چا چې د خوښۍ زيری کوي وويل:
-کيږي، که خدای کول کار کيږي،په هرات کې مې يو ډاکټر ملګری دی چې ورشم هرو مرو پور راکوي.
ښځې ورغبرګه کړه:
_تا هرات کې ملګری درلود؟
_هو
ښځې غوښتل څه ووايي خو سړي يې خبره په خوله کې ور وچه کړه:
– سهار ځم
څو مياشتې وروسته ښځه‌او سړی د چوترې پر سر ناست وو،ښکته په انګړ کې يوه ماشوم په چرګې پسې منډې وهلې،ښځې وويل:
-شکر چې هلک خدای ښه کړ، ډېرې بدې ورځې مو وليدې، خدای مهربانه دی ګوندې ته هم ښه شې او ساه لنډي دې نوره ورکه شي.
سړي تر خپل‌کميس لاندې تشې ته لاس تېر کړ او د عملياتو جوړ شوی پرهار يې ورو وګراوه، هلک ته يې وکتل او بيايې وويل:
بډوګی خو اوس بيخي شوخ شوی ان چرګه هم ترې په کراره پاتې نه ده.

پای

سیدرحمن فقيرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب