دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته سفر کوي

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته سفر کوي

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏پاکستاني رسنۍ وایي، چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار یې معید یوسف په نیږدې راتلونکې کې کابل ته په سفر ځي.

دغو رسنیو زیاته کړې، چې د دې سفر د ترسره کیدو پریکړه د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه کې شوې ده.

د دې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا او په افغانستان کې د عاجلو مرستو د برخو د معلومولو په اړه خبرې ښودل شوي.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د دې سفر دقیقه نېټه نه ده معلومه.

د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د پاکستان د استخباراتو مستعفي شوی رئیس فیض حمید دوه ځله او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل کابل ته په سفر راغلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د یوه پلاوي په مشرۍ یو ځل پاکستان ته سفر کړی دی.

افغانان په ټوله کې پاکستان سره حساسیت لري او د طالبانو له ډېر نیږدې والي څخه پرې ناخوښي ښيي.

پرون د پاکستان د صدراعظم هغه اعلان ته هم په خواله رسنیو کې خلکو توند غبرګون ښودلی و، چې ویلي افغانستان ته یې د ۵ میلیارده کلدارو مرسته رسماً تصویب کړې ده.

3 COMMENTS

  1. پنځه میلیارده کلدارې 27 میلیونه دالر کیږي . دوی غواړی افغانستان په 27 میلیونو دالرو په بیع باد قطعي واخلي .
    د پنجاب د ملي امنیت سلا کار به په افغانستان کې له چا سره وګوري ؟ دلته خو لا تراوسه داسې مقام مسوول شخص نشته .
    له بلې خوا په افغانستان کې عاجلې مرستې په پنجاب پورې څه تعلق لري چې دوی یې ځان ته معلوموي ؟ بیا هم له کاسې لاندې نیم کاسه شته .

  2. دغه کلداري د خپلو وږو ته ورکړي او د کرونا واکسين ورته خوسي ولګوي. لعنت په پنجاب ددوۍ په دغو مردارو پيسو که څوک له مرګه راګرزي هم نه مو دي پکار. دغه خو ټول د مرتد غلام موزي طالب له برکته ټولې بدبختۍ په دغه ولس راغلې. دوۍ خو د جناح فرنګي لمسيان دي. د افغان ولس له مرتده کافره ملحده پنجابه الرجي allergy ده. مرګ په فاکستان او ددغه دجال په غلامانو ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب