جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد: امریکا د افغانستان په وروستیو قضیو کې کوم مسوولیت نه...

زلمی خلیلزاد: امریکا د افغانستان په وروستیو قضیو کې کوم مسوولیت نه لري

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مستعفي شوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالب چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي، چې امریکا د افغانستان د وروستیو قضیو په تړاو کوم مسوولیت نه لري.

نوموړي سي این این ټلویزون ته ویلي، چې امریکا د بشرپاله مرستو لپاره پر افغانستان برید نه و کړی.

د ده په خبره، دوی د خپلو خطراتو دفع کولو ته ورغلي وو او له ختمولو وروسته یې بیرته وتي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې دوی له افغان ځواکونو سره خیانت ځکه نه دی کړی، چې هغوی د امریکا لپاره نه د افغانستان لپاره جنګیدل او خپله ماتې سره مخ شول.

څو ورځې مخکې د طالبانو یو شمېر چارواکو وویل، چې دوی له امریکایانو څخه افغانستان ته ازادي وګټله او په دې ډول یې خپل مسوولیت ترسره کړ.

دوی دا هم وویل، چې په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین مسوولیت امریکا او نړیوالې ټولنې ته ورګرځي.

د زلمي خلیلزاد تازه مرکه همدغو څرګندونو ته غبرګون ګڼل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره بشري او اقتصادي ناورین اوج ته رسیدلی او تر ۲۴ میلیونو پورې خلک وږي دي.

وېره ښودل شوې، چې د ژمي د یخنۍ او لوږې له زیاتیدو سره به په خوارځواکۍ ۳ میلیونه افغان ماشومان تر نورو زر ومري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب