Homeخبرونهط: داعش ته به اجازه ورنه کړو، چې ایران ته تاوان ورسوي

ط: داعش ته به اجازه ورنه کړو، چې ایران ته تاوان ورسوي

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندان عبدالغفار اخند زاده یوه ایراني ټلویزوني ته د مرکې پر مهال ډاډ ورکړی، چې دوی به داعش ‌ډلې ته د ایران د زیانمنولو اجازه ورنه کړي.

دغه طالب قومندان پخپله تازه مرکه کې امریکا متحده ایالات تورن کړي، چې له داعش ډلې څخه په افغانستان کې ملاتړ کوي.

هغه په ورته وخت کې ویلي،چې داعش افغانستان ته خطر نه دی او دوی یې مهارولای شي.

مخکې د ایران مذهبي رهبر ایت الله خامنه یي هم پر امریکا تور لګولی و، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو ملاتړ کوي.

ایران په ښکاره نه دي ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ‌ډلې له پراختیا اندیښمن دی، خو ویل کیږي چې طالب مشرانو سره یې د چارواکو په ناستو کې تر ټولو عمده بحث د یادې ډلې د مخنیوي لپاره د هڅو همغږي کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...