سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا: په افغانستان کې د داعش مشر د امرالله صالح پخوانی ګارد...

امریکا: په افغانستان کې د داعش مشر د امرالله صالح پخوانی ګارد دی

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر ثناالله غفاري، چې په شهاب المهاجر مشهور دی، پخوا د مخکیني ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د لومړي معاونیت په چوکاټ کې امنیتي ګارد و.

 

دغې ادارې د نوموړي کس یو کارت هم خپور کړی، چې دی پکې د امرالله صالح د ګارد غړی ښودل شوی.

 

ثناالله غفاري اوړمه ورځ د امریکا متحده ایالاتو له لوري د درېیو نورو افغان داعشیانو په ملتیا د ترهګرۍ په نړیوال نوملړ کې شامل او بندیزونه پرې ولګول شول.

 

امریکا ویلي، چې غفاري په ۲۰۲۰ کې د داعش د افغانستان برخې مشري پر غاړه اخیستې ده.

 

امرالله صالح بیا دې خبر ته په غبرګون کې ویلي، چې غفاري تر ۲۰۱۵ پورې د حقاني شبکې فعال غړی و او د همدې شبکې له لوري یې لارښوونه او ملاتړ کیده.

 

د صالح په خبره، نوموړی له اوږدو کلونو راهیسې تر څار لاندې و.

 

ده زیاته کړې، چې غفاري انجینر دی او کورنۍ یې په پاکستان کې ژوند کوي.

 

د صالح په وینا، ملي امنیت په شکر دره کې د غفاري له ټولې کورنۍ سره مرکه کړې او هغه په افغانستان کې د داعشیانو عمومي مشر نه دی.

 

ځینو نورو سرچینو ویلي، چې غفاري د صالح د ځانګړي ګارد غړی و ، خو د هغه د نیږدې کسانو په وسیله یې د وسلې جواز ترلاسه کړی و.

 

ویل شوي، چې غفاري د کابل له پولي تخنیک پوهنتون څخه فارغ شوی او ۳۱ کاله عمر لري.

 

سي بي ایس ټلویزون بیا ویلي، چې داعش ډلې د طالبانو په منځ کې هم نفوذ کړی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی دا خبره نه مني.

یوې بلې سرچینې ویلي، چې د غفاري په خپور شوي کارت کې تورن جنرال عبدالستار قاسمي د لومړي معاونیت د محافظتي قطعې مشر ښودل شوی، په داسې حال کې چې نوموړی د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د مارشال دوستم د دندې پر مهال په دې دنده کې و.

د سرچینې په حواله، قاسمي په ۱۳۹۸ کې چې صالح د ولسمشر لومړی مرستیال و، په ارګ کې هیڅ مسوولیت نه درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب