سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+په مصنوعي سونګ موادو لومړنۍ الوتنه

په مصنوعي سونګ موادو لومړنۍ الوتنه

تاند- د لومړي ځل لپاره یوه الوتکه له اوبو او کاربون ډای اوکسایډ څخه په جوړشویو سونګ موادو والوته.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا هوايي ځواک په مصنوعي سونګ موادو د الوتکې د لومړني الوت ریکارډ په ګینس کتاب کې ثبت کړ.

زیرو پیترولیم کمپنۍ د اتومسیفیر له کاربون ډای اوکسایډ څخه د استخراج شوي کاربون او اوبو څخه د اخیستل شوي هایدروجن په کارولو UL91 مصنوعي سونګ جوړ کړي دي.

په دې پروسه کې د سونګ د ترکیب لپاره د اړتیا وړ کیمیايي موادو د استخراج لپاره د بشپړ تجدیدکېدونکې انرژۍ له منابعو څخه استفاده شوې ده.

په دې تاریخي الوت کې د بریتانیا د هوايي ځواک د ایکاروس C42 الوتکې پېلوټ کیپتان پیټر هکټ د کاتسولډ هوايي ډګر په شاوخوا کې لنډ الوت وکړ.

دا لوتنه د (MARTIN) په نوم د پروژې برخه ده چې د بریتانیا د هوايي ځواک له لوري په هر الوت کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې د کاربون د کمېدو لپاره په پام کې ده.

د بریتانیا د پوځ ویندوی وايي، د دې تکنیک په مرسته بې له دې چې د الوتکې په انجن کې بدلون راوړل شي، د فوسیلي سونګ (تېل) په ځای چاپېریال ته بې ضرره مصنوعي سونګ مواد کارول کېږي.

که څه هم د بریتانیا هوايي ځواک چاپېریال ته د تاوان د کمېدو لپاره په الوتکو کې له هایدروجن او برښنا (بېټرۍ) څخه هم کار اخلي خو لا هم په الوتکو کې مایع سونګ مواد ډېر اغېزمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب