پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیاپه اوبو کې د لیمو خوند او رنګ

په اوبو کې د لیمو خوند او رنګ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ژوند پایښت پر اوبو دی؛ اوبه هغه ماده ده چې انسان ته ژوند وربښي او په بدن کې مړه شوي سلولونه بیا را ژوندي کوي. اوبه د پوستکي ګونځې له منځه وړي او له ښکلا سره مو مرسته کوي. که څه هم چې اوبه خوند او رنګ نه لري، خو پر دې سربېره موږ کولی شو چې هم  خوند او رنګ ورکړو او هم یې ګټې زیاتې کړو.

دا چې ژوند څه ډول ښکلی کړی او د خدای له نعمتونو څرنګه ښه ګټه واخلی، ستاسو په ذهني خلاقیت پورې تړلې خبره ده. له شک پرته چې اوبه د خدای پاک تر ټولو ستر نعمت دی، خو که تاسو خپل خلاقیت په کار واچوی، دغه نعمت لا ښکلی او خوندور کولای شی.

دا چې ولې ډېری کسان ورځ د لیمو د اوبو پر څښلو پیلوي، ګڼ شمېر دلیلونه لري؛ د لیمو د اوبو څښل نه یوازې دا چې انرژي درکوي، بلکې د تازه والي او خوشالۍ احساس درکوي.

لیمو نه يوازې دا چې د شربت په توګه کارول کېدای شي، که روغ د اوبو په جګونو کې واچول شي د ټول جګ اوبو ته خوند ورکوي. دا څه هم نوښت دی او هم بې خونده اوبو ته د خوند ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...