چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+خونکار (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي

خونکار (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي

  سپوږمۍ وه، سړي  منډې وهلې…ساه يې لنډه لنډه کېده، يو ځای ولوېد، بېرته پورته شو، پښې يې بېسېکه وې، پر وچو  پاڼو وخوت، زړه يې ولړزېد، شا ته يې وکتل، پر اوږه کې يې نری درد تېر شو، لاس يې ورووړ، ګوتې يې په  وينو لندې شوې، څو ګړندي ګامونه يې واخيستل، پښه يې د دوو تيږو تر منځ بنده شوه، پړمخي پرېووت، له خولې يې لاړې وبهېدې، د ولاړېدو سېکه يې نه ليده، يوې ټيټې ونې ته ور وښوېد، د ونې تنې ته يې څنګ ولګاوه، غوږونه يې څک کړل، چوپه چوپتيا وه، چرچرک نارې وهلې….

سړي سړه ساه واخيسته، پورته يې وکتل، يوه ستوري منډه کړه، تر يوه ځايه سپينه رڼا ورپسې وه، وروسته ورک شو.

سړی ښه شېبه غلی ناست و، بيا يې ګېډه توده شوه، لاس يې ورووړ، ټټر يې پر وينو لوند و. ورو ولاړ شو، زړه يې سستي ورکوله…خوا يې راګرځېده…ټوخي واخيست، خو لې ته يې لاس ونيو، ساه يې تر پزې راووته. څو ګامه يې واخيستل، پښې يې درنې وې، وينه يې  ورانه ته ورسېده، وروسته يې ښی بوټ هم لوند شو، ټول بدن يې لړزېده….

ځنګنونه يې پر تيږو ولګېدل، باڼه يې سره ور وستل، د کورنۍ غړي يې سترګو ته ودرېدل، لاسونه يې پر ځمکه ولګول، سترګې يې رڼې کړې، پورته يې وکتل، ستوري د اوښکو له لاسه تت ښکارېدل…

سر يې وځړېد، زړه يې ولړزېد، لاسونو ته نږدې يې تور بوټونه ښکارېدل، د يوچا لمن يې پر مخ ولګېده، پاس يې وکتل، بنيادم و، سپوږمۍ د يوه تبر د څوکې پر سر ولاړه وه، تبر په شدت  ټيټ  شو، د سړي په غاړه کې څړيکه  شوه، پر سترګو يې تياره راغله، کيڼ اړخ ته ړنګ شو، وينو داره وکړه، يوه ليکه لندې تيږې د سپوږمۍ رڼا ته وځلېدې…

*    *    *

يوه پيغله  له کلا ووته، باغ ته ولاړه، يوه سپينه جنت کوکۍ (شب پرکه) پر سره ګل ناسته وه، د نجلۍ ګرده لمن له بوټي سره ولګېده، ګل وښورېد، جنت کوکۍ خپل سپين وزرونه ورپول، والوته، په هوا کې له يوه بل پتنګ سره يو ځای شوه، وروسته په شنو پاڼو کې تر سرو مڼو پټ شول.

نجلۍ د لښتي پر ژۍ کېناسته، پلاستيکي چوټې (چپلکې) يې پر شنه چمن کېښودې، لښتي ته يې پښې وروغځولې، اوبه سړې وې.

يو دم يې د ښۍ پښې بټه (غټه) ګوته وتخنېده، اوبو ته يې وکتل، يوه کوچني خړ کب يې د دوو سپينو ګوتو په مينځ کې خوله وهله….نجلۍ پښې ته ټکان ورکړ، کب په اوبو کې مخ پورته لاړ.

نجلۍ ښي لور ته وکتل، د شنو پاڼو له چولو څخه د تاکونو په مينځ کې خړه کوټه ښکارېدله، چوپه چوپتيا وه، يواځي مرغۍ چوڼيدلې….

نجلۍ مخ ته څو لپې اوبه ورواچولې، اوبه وڅڅېدې، سپينه غاړه يې لنده شوه، خوند يې ورکړ، بيا يې لپه ډکه کړه، اوبو له پاسه د مرغۍ خړ چوچوڼی (بچی) راووړ، نجلۍ  ور پورته کړ،د مرغۍ د چوچوڼي نوې راوتلې بڼکې لندې وي…نجلۍ د مرغۍ چوچوڼۍ پر شنو وښو کېښود، سهارنی لمر ښه پرې ولګېد، وزرې يې پرانيستې، غلی پرېووت.

نجلۍ يوه شېبه کېناسته، لنډه، لنده زنه يې ځليدله…وروسته د کلا په دېوال کې باغ ته پرې شوې وړه لرګينه دروازه پًرانيستل شوه، يوه په عمر پخه ښځه په وره کې ودرېده، يوې، بلې خواته يې وکتل، په زوټه (زوره) يې وويل:

_غوټۍ!

نجلۍ ولاړه شوه، ورغله، ښځې ته يې وکتل، د هغې څيره نيولې وه.

 نجلۍ وويل:

_ولي خپه يې؟!!!

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_پلار دي لا نه دی راغلی.

_څه؟!

_هو لورکۍ! تير ماخستن ستا د تره کره و، له هغه سره يې دکاريزه د اوبو په ويش خبرې کولې، ويل يې چې ناوخته راځي.

نجلۍ يوه شېبه غلې وه، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

 _ما ويل چې په کوټه کې به وي.

ښځې تندی تريو کړ:

_نه!

نجلۍ وويل:

_زړه مه خوره! جانکو د تره کره ور ولېږه، درک به يې مالوم شي.

ښځې وويل:

_ښه ده، زه به ورته ووايم.

نجلۍ د ونو په مينځ کې ولاړې خړې کوټې ته وکتل، په خشکه يې وويل:

_هغه خو لا تر اوسه ويده دی.

*   *       *

د غرمې سيوری ړنګ و، د کلا تر مخ د مېلمنو اوږده کوټه له کليوالو ډکه وه، ټولو لونګۍ تړلې وې، لمر سوځولې خړې څېرې يې درلودې. پر غولي ليکي ليکي ګيلم (ټغر) هوار و، يوه له اوبو ډکه بدنۍ او دوه تُفدانۍ ايښې وې..

نور غلي ول، يواځي په بر سر کې ناستو سپين ږيرو خبرې کولې…دوی په پسونو کې د ټک ناروغی يادوله، يوه شکايت درلود چې په درې شواروزه کې يې يوولس پسونه مردار شول، بل ټک يوه ساري ناروغي بلله، ويل يې چې مړه پسونه بايد تر خاورو لاندې شي، خو درېيم د دې خبرې مخالف و، ده هر څه د خدای له خوا ګڼل….

داوخت په وره کې يو سړی ودرېد، کليوالو ورته وکتل، د سړي څېره نېولې وه، ويل يې چې ملک عطا الدين په خپله خسر ګنۍ کې هم نه و.

کليوال په اندېښنه کې ول، د کلي ملا وټوخل، په زامت يې وويل:

_زړونه غټ ونيسئ، ملک صيب د بدو سړی نه دی، چېرته به تللی وي، په الله يې وسپارﺉ! پيدا به شي.

.له دې سره يې دېوال ته ولاړې لکړې ته لړزانده لاس ور وغځاوه، په زوره يې وويل:

_يا الله! د خدای د يادولو وخت دی.

شېبه وروسته په کوټه کې يواځې يو سړی پاتې شو، ده کږه پزه درلوده، په ږيره کې يې سپين ډکي ډېر ول، چرتي ښکارېده.

سړی يوه شېبه ناست و، بيا ولاړ شو، په تګ کې يې کيڼه پښه درنه پسې اخيسته، له کوټې ووت، د کلا لويه دروازه يې بېرته کړه، غوټۍ منډه ور واخيسته، پيچلي تور ويښته يې پر تندي پراته ول، وړې سترګې يې سرې ښکارېدلې…په زوټه يې وويل:

_کاکا! د پلارجان مې کوم درک ونه لګېد؟!

د سړي سر وځړېد، ورو يې وويل:

_هر ځای مو پسې ولټاوه، خو…

يوه تېره چيغه يې په غوږو کې ننوته:

_په څه بلاه دې وخوړ؟ هه!

د کتار خړو کوټو تر مخ په عمر پخه ښځه ولاړه وه.

 سړي وويل:

_چټياټ مه وايه!!!!

ښځې يودم کوکه کړه، نجلۍ منډه ور واخيسته، ښځه يې تر مټ ونيوله، ورو يې وويل:

_مورې! رسوايي مه جوړوه! رابه شي!

ښځې سړي ته وکتل، چيغه يې کړه!

_ووايه! څه ټکه دې پرې واچوله؟! تر کوم پاڼ دې لاندې کړ، هه؟!

دوه زړې ښځې له کوټې راووتې، په عمر پخه  ښځه يې تر مټ ونيوله، په وره يې ننه ايسته.

غوټۍ بېرته سړي ته ورنږدې شوه، په ژړغوني غږ يې وويل:

_کاکا! پلار مې بيګا له تا سره و؟ نه؟!!!

سړي په خپله پزه لستوڼی تېر کړ، شونډې يې وخوځېدې:

_هو! موږ تر ناوخته ناست وو، د اوبو پر سر نه سره جوړېدو، وروسته مو د ځمکې د ويش کاغذونه رامينځته کړل، ښکاره ليکل شوي وو،  چې پلار دې د کاريز په اوبو کې دوه شواروزه (١) حق لري، خبره له جنجاله پرته خلاصه شوه، دې ماخستن ناوخته زموږ له کوره ووت.

نجلۍ وويل:

_پلارجان به چېرته تللی وي؟

د سړي سر وځړېد:

_نه پوهيږم. کليوالو هرځای پسې ولټاوه، خو…

کړپ شو، د کلا د لويې دروازې دواړه پلې پرانيستل شوې، پر يوې خرې د شوتلې غټ بار تړلی و، د بار پر سر يو لوی لور ټومبلی ښکارېده، د خرې له دواړو خواوو د شوتلې شنه ډکي ځړېدل. په خرې پسې يوه خيرن ځوان ګامونه اخيستل… دی هډور سړی و، مړه ږيره يې درلوده، سترګې يې غټې وې، پر تندي يې د کالدانې لوی داغ ښکارېده.

سړي ورغږ کړ:

_جانکو!

ځوان، بار پرېښود، ورغی، سړي ته مخامخ ځوړند سر ودرېد.

سړي وويل:

_ته د شپې په باغ کې وې؟

ځوان د (( هو )) په نښه سر وخوځاوه.

د سړي شونډې وخوځېدې:

_د باغ د ېوال  ته نږدې عمومي لاره ده، کوم غږ، ټوخی يا د دروازې کړپ دې وانه ورېد؟

ځوان د (( نه))  په بڼه سر وخوځاوه.

سړي خرې ته وکتل، په اخور کې يې خوله وهله…دواړو خواوو ته تړلو غواوو غړۍ ورغځولې وې، په خپلو اوږدو ژبو يې له بار څخه ځړېدلې شوتله ور ټولوله…

 سړی ځوان ته اشاره وکړه، هغه لاړ، له بار سره يوځای کاهدانې ته ننوت.

نجلۍ هم کوټې ته لاړه، سړي شاوخوا وکتل، د دېوال سيوري ته پر اخور کېناست، سترګي يې واړولې، تر يونيم دوه جريبه ځمکې خړ دېوالونه راتاو ول، د کلا هر کونج يو برج درلود، برجونه تر دېوالونودوه_ درې ګزه لوړ ښکارېدل، د کلا مينځ سپيره ډاګ و، يواځي يوه دېوال ته نږدې  د سنځلې زړه ونه ولاړه وه، د سر پاڼې يې د  د يوال پر وروستۍ پخڅې پرتې وې.

داوخت يې د دروازې کړپ واورېد، دوه ښځې کلا ته ور ننوتې، سړي ته يې وکتل، د يوې بې اختياره له خولې  را ووتل::

_خواره سې، غوث الدين دی!

دواړو پر مخونو ټکرې ورکش کړل، ګړندي ګامونه يې واخيستل، پر يوه خونه ننوتې.

 غوث الدين  تر پنځوسو کلونو اوښتی و، په ځوانی کې يې يوې کليوالي ته سترګه ټينګه کړې وه، هغې خپلو وروڼو ته ژړلي ول، وروڼه يې له بيلچو سره د غوث الدين په کور ورغلي ول، هغه يې په خپل کور کې دومره ډبولی و چې په کټ کې يې شکسته بند ته وړی و، د ورانه مات هډوکی يې کوږ جوش شوی و، ځکه يې په تګ کې ستونزه درلوده، دی له هماغه ورځې راهيسې په بدعمله مشهور شو، د کلي تورسرو به لار ورنه کږوله، دی يې په پوست پاک نه باله.

غوث الدين وروسته يو په بل پسې دوه ودونه وکړل، خو اولاد يې نه درلود.

غوث الدين يوه شېبه پر اخور کېناست، وروسته يې ګرمي وشوه، خپل کورته لاړ.

*   *    *

مازدېګر جمعه ولاړه وه چې يو چا غږ کړ:

_يو مړی موندل شوی دی.

غوث الدين سلام وګرځاوه، شا ته يې وکتل، د کلي ګوروان و.

غوث الدين په بيړه وويل:

_څه چټياټ وايې؟!!

ګوروان وارخطا شو:

_زه، زه نه يم خبر، يو کوچی راغلی دی.

غوث الدين په بيړه له جوماته ووت. د باندې يو سړی ولاړ و، لښته يې په لاس کې وه، پر ږيره يې شنه نصوار پراته ول.

غوث الدين ورمخته شو، ويې پوښتل:

_څه خبره ده؟

سړي په ډډ  کوچياني غږ ځواب ورکړ:

_خدايزده، د غونډۍ په لمنه کې مې رمه پېوله چې سپی سره خوله راغی، ما ويل چې کومه مړزګه ( مړ حيوان ) به يې موندلې وي، خو چې ورغلم، له خاورو، د يو چا په وينو لړلی لاس  راوتلی و.

دا وخت دربی شو، ډله کليوال له جوماته راووتل، غوث الدين د غونډۍ خواته روان شو، نور خلک تر کوچي راوګرځېدل.

غوث الدين له کلي ووت، کليوال هم ور ورسېدل، د غونډۍ په لمن کې مېږو او پسونو خولې وهلې…

کوچي څو تيږو ته لاس ونيو، کليوالو منډه کړه، دوی ټول  تر غوث الدين مخکې شول، غوث الدين پښه ورپسې کرښوله….

کليوال پر يوه ځای سره راټول ول، غوث الدين يوې خواته کېناست، سر ته يې لاس ونيو، وروسته يې  يو  ورو غږ واورېد:

_عطاالدين دی.

غوث الدين په زحمت ولاړ شو، خلکولار ورکړه، مړي ته يې وکتل، ځنګنونه يې پر ځمکه ولګېدل، يودم يې کوکه کړه.

 ملا او دوو نورو کليوالو لاسونه ترې راوګرځول، سړی يې له هغه ځايه ليرې کړ، شېبه وروسته کليوالو سلامت جسد راوېست، غاړه يې يواځې پر پوستکي بنده وه، په ښۍ اوږه کې يې هم لوی پرار جوړ شوی و.

جسد د ښورولو نه و، همالته يې پرېيست، يوه سپين ږيري څادر پرې وغوړاوه، بل کليوال په کټ پسې ولاړ.

*   *    *

درې ورځې ووتې، خو د غوټۍ او د هغې د مور کوکې خلاصي نه شوې، کلا به تل له تور سرو ډکه وه، هره نوې ښځه چې به په کلا ننوته، کوکو به زور واخيست، څو شېبې به لوړې وې، خو وروسته به يې غږ ټيټ شو.

جومات ته به هم ډله ډله نارينه راتلل، لاسونه به يې پورته کړل، يوه ډله به ولاړه شوه، بله  به کېناسته. د چايو له پاره په دوو بخاريو پسې اور بل و.

يوه اوونۍ نوره هم ووته، خلک کم شول، وروسته به بيا په ورځ کې يواځي دوو _دريو تنو لاسونه پورته کول.

کله چې غوث الدين د خپل ورور له مرګه وروسته په لومړي ځل کلا ته ورغی، ورېندار يې منډه ور واخيسته، سړی يې تر ګرېوانه ونيو، د هغه پر مخ يې نوکارې ور ولګولې، بيا دوو زړو ښځو په کوټه ننه ايسته…

غوث الدين يوه شېبه په سرای کې ودرېد، له کاهدانې څخه د ساتول غږ اورېدل کېده، وروسته دالان ته ور ننوت.. غوټۍ دېوال ته ناسته وه، د تره په ليدو يې پښې ور ټولې کړې، غوث الدين هغې ته وکتل، د پېژندو نه وه، وچه کلکه ښکارېده، په څپولي ګاړګوتي ويښتو کې يې د بوسو خلي بند ول، په غومبرو يې د اوښکو وچي ليکې ښکاريدلې…

غوث الدين د هغې تر څنګ کېناست، يوه شېبه غلی و، وروسته يې د نجلۍ سر ور ړنګ کړ، هغې خپل تندی د سړي پر کيڼه اوږه ولګاوه، په چيغو چيغو يې وژړل….

ښه شېبه ووته، د نجلۍ اوښکې نه تم کېدې، هماغسې يې ژړل…

سړي ورو وويل:

_غوټۍ لورې !  بس ده!

د نجلۍ ژړا زور ونيو….

سړي د هغې سر په خپل ټتر پسې ټينګ کړ:

_بس ده نور.

نجلۍ ژړل….

ښه شېبه ووته، سړي وويل:

_مور ته دې ووايه چې ځان تيار کي، همدا اوس زموږ کره ځو، نور به هلته  اوسئ!

نجلۍ ورو ورو ژړل…

سړی يوه شېبه کېناست، بيا د باندې ووت، لمر تيزې کوله، د کلا مينځ سپېره ښکارېده، له کاهدانې څخه  لا د ساتول غږ اورېدل کيده…

سړي ګامونه واخيستل، کاهدانې ته ور ننوت،  جانکو رشقه وړوله…

سړی يوې خواته کېناست، کاهدانه سړه وه، د چت په لرګيو کې د مرغۍ چوچوڼي چوڼېدل، په لويه دريڅه کې د بمبرو (سرو غومبسو) ځالې را ځوړندې وې، له کاهدانې څخه د وړې شوې رشقې بوی ته.

غوث الدين ځوان ته وکتل، ورو يې وويل:

_جانکو!

ځوان غټې سرې سترګې ور واړولې.

 سړي وويل:

_ته به له دې هيسته يواځې يې ، په کلا، باغ او غواوو پام کوه!

ځوان د (( هو))  په نښه سر وخوځاوه، بېرته د رشقې په ميده کولو بوخت شو.

ناڅاپه يوه زوروه چيغه تاوراتاو شوه!

_ته خونکار يې! موږ ستا کور ته نه ځو!!!

غوث الدين په بيړه شا ته وکتل، ورېنداره يې وه، ولاړ شو، په خشکه يې وويل:

_چټياټ مه وايه!! که نه نو…

ښځه په خبره کې ور ولوېده:

_که نه نو څه؟ هه! مړه مې که ، هه!

له دې سره يې منډه کړه، د جانکو له لاسه يې ساتول ور واخيست، کړنګ شو، ساتول د سړي پښو ته نږدې د لور د تېرولو پر ډبره ولګېد، ښځې چيغه کړه!

_هه! مړه مې که، غاړه مې را پرې که، ته خو د غاړو په پرې کولو کې ډېر تکړه يې، د خپل ورور غاړه دې څنګه ور پرې کړه؟ هه!  ته پوهېدې چې هغه زوی نه لري، اته شله جريبه ځمکه، باغ، کلا او نورميراث يې  تاته پاتې کيږي….

غوث الدين غلی ولاړ و، څو ښځې ورغلې او د غوټۍ مور يې په کشولو کشولو له کاهدانې ويسته.

غوث الدين خپل سر پر ځنګانه کېښود، يوه شېبه چوپه چوپتيا وه، وروسته يې د ساتول غږ واورېد.

غوث الدين هماغسي ځوړند سر ناست و، کله کله به د ساتول له ټکا سره يو ځاې  د ښځې ښېراوې پورته شوې ((غوث الدينه! ټک له ټکه شې،مېنه دې سپېره شه، خدای دې د ماښام پاستي ته اړ که….))

ښه شېبه ووته، بيا د سړي څنګ ته څوک کيناست، غوث الدين سر پورته کړ، غوټۍ وه، وړې سترګې يې سرې وې، پر سرو شونډو يې تور پتري ښکارېدل.

د سړي ستر ګې له اوښکو ډکې شوې، په غريو کې يې وويل:

_ما به څنګه خپل مشر ورور واژه! هه! ته ووايه؟ !

غلی شو.

جانکو له کاهداني ووت.

سړی يوه شېبه غلی و، وروسته يې سوړ اسويلی ويست، په خوابدي غږ يې وويل:

_د چا چې خپله برخه ميراث وي، د نورو جايداد به څه کوي؟!

نجلۍ څه ونه  ويل، د مرغۍ چوچوڼي بېرته په چوڼېدا راغلي ول، کله کله به د بمبرو د وزرونو بنګا هم پورته شوه…..

*   *    *

مازدېګر و، د کلا د لويديځ دېوال سيوری پر کتار ولاړو خړو کوټو پروت و، مور او لور غلې ناستې وې، مور پر دېوال ځوړند عکس ته کتل،په عکس کې ملک عطاالدين شخه لونګۍ تړلې وه، برېتونه يې پر شونډو پراته ول، سترګې يې ځلېدلې.

ناڅاپه يو درب شو، مور او لور يوبل ته وکتل، نجلۍ په منډه له کوټې ووته.

په چوتره کې غوث الدين ولاړ و، په لاس کې يې چيلم نيولی و، پښو ته يې په بوغبند کې تړلې بستره ښکارېدله، پر غولي د بسترې دلوېدو دوړه لا نه وه ناسته.

د ښځې غږ واورېدل شو:

_څوک دی؟

نجلۍ په وېره خپل تره ته وکتل، غوث الدين وويل:

_زه به نور دلته اوسم.

د دروازې  پله له دېوال سره ولګېده، يوه لويشت کاهګل لاندې ولوېد، ښځه د کوټې په وره کې ودرېده، په خشکه يې وويل:

_څنګه دې دومره زړه وکړ، تا خپل ورور…

د سړي تندی تريو شو، يوه زوروره چيغه يې تر خولې راووته!

_بس که پليتې!

ښځې وژړل،  په منډه کوټې ته ننوته

سړی يوه شېبه غلی و، وروسته يې نجلۍ ته وکتل، ورو يې وويل:

_مور دې پوه که، په دې څلورو دېوالونو کې دوه تور سرې يواځې نه شم پرېښودلای.

نجلۍ په لړزانده غږ وويل:

_ خو ستا دواړه ميرمنې هم يواځې دي، هغوی…

سړی  په خبره کې ور ولوېد:

_زړه مه خوره! ما خپل اوښي ته ويلي دي، دی به تر هغو زموږ په کور کې وي چې ستا د مور غوسه سړه شي، وروسته به تاسو هم له ما سره اوسی!

نجلۍ غلې وه.

سړي سړه سا واخيسته، ورو يې وويل:

_غوټۍ لورې! زه به په کومه کوټه کې اوسم؟
نجلۍ کيڼ لور  ته اشاره وکړه، سړی ګوډ ګوډ روان شو، لرګينه درنه دروازه يې خلاصه کړه، نمجن سوړ بوی يې په سپږمو ننوت،کوټې دريڅه نه درلوده،  په مينځ کې يې  يو پلاستيکې فرش ويړ (هوار) و.

سړی يوه شېبه ځای پر ځای ودرېد، سرای ته يې وکتل، يوه برج کوچنۍ اورسۍ درلوده، په چوکاټ پورې يې څيرې خيرن پلاسټيک با د  رپاوه.

 سړي وويل:

_د برج په کوټه کې څه شی دي؟

د نجلۍ شونډی وخوځېدې.

_هيڅ، يواځي د وړو  زوړ کندو  ايښی دی.

سړی يوه شېبه غلی و، وروسته يې وويل:

_غوټۍ لورې! ما ته هلته ځای جوړ که!

نجلۍ غلې روانه شوه، له کوټې څخه يې پلاستيکې فرش ټول کړ، پر خټينو زينو وخته.

غوث الدين د چوترې پر ژۍ کېناست، کلا ته پرې شوې د باغ دروازه خلاصه شوه، جانکو و، په لاس کې يې سطل ښکارېده، نيغ څاه ته ور روان شو، شېبه وروسته يې ډکه بوکه په سطل کې تشه کړه، بېرته باغ ته ولاړ.

چوپه چوپتيا وه، د جارو غږ راته، د برج له وړې ورسۍ مړې دوړې راوتلې…

 نجلۍ پر زينو راکښته شوه، غوث الدين ورته وکتل، د هغې له وړو سترګو راګرځېدلي اوږده تور باڼه سپېره ول. نجلۍ  بستره ور پورته کړه، بېرته پر زينو وخته.

پاو وروسته د برج کوټه تياره وه، غوث الدين ورغی، له دريڅې نه پر مخامخ دېوال مازدېګرنۍ ژېړه رڼا لوېدلې وه، په رڼا کې لا د خاورو  واړه ذرات په حرکت کې ول… نجلۍ د کوټې د دېوال په يوه کونج کې د غڼو تارونه جارو کول…

د ماښام له اذان سره هر څه سم شول، په وړه تاخڅه کې يوه تُفدانۍ، راډيو، جاينماز او له اوبو ډکه بدنۍ ايښودل شوي وو.

غوث الدين پر هواره توشکه اوږد وغځېد، پورته يې وکتل، پر چت يو لاس ښکلي تراشل شوي لرګي پراته ول. د کندو پر سر چيلم ښکارېده، د چيلم تر سر خانې شنې مرۍ را تاوې وې.

 ملا د ماښام اذان وکړ، غوث الدين کېناست، خو په پښو کې يې د ولاړېدو سيکه نه ليده، شېبه وروسته په زحمت ولاړ شو، همالته يې څادر هوار کړ، د لمانځه نيت يې وتاړه، د سلام له ګرځولو سره تېرې کوکې پورته شوې، ور يې چوله کړ، لاندې يې وکتل، ورېندارې يې د يوه ځوان په غاړه کې لاسونه ور اچولې ول، ښځې په چيغو چيغو ژړل…

غوث الدين بېرته نيت وتاړه، دوه رکعته سنت يې وکړل، لنډه شېبه يې لاسونه لپه نيولي ول، وروسته پر زينو کښته شو، کوټې ته ور ننوت، ورېندار يې په منډه د باندي ووته.

ځوان ولاړ شو،  د غېږې ور کولو لپاره يې خپل ټټر راويست، خو غوث الدين لاس ور وغځاوه، مخامخ پر توشکه ورته کېناست، ورو  يې وويل:

_نه وې!

ځوان تر خپلې زرينې خولۍ لاندې ګوتې تېرې کړې، تور ويښته يې وګرول، شونډې يې وخوځېدې:

_له موټر سره تللی وم! څه وکم، پردۍ موټرواني ده، نن راغلم!

دواړه غلي شول.

غوټۍ کوټې ته ورغله، بل څراغ يې پر غولي کېيښود، بېرته د باندې ووته.

ځوان پورته وکتل،  په سپين ګرد مخ کې يې له اوښکو ډکې غټې تورې سترګې وځلېدې، بېرته يې سر ټيټ شو.

غوث االدين يوه چونډۍ نصوار تر ژبې لاندې کړل، يوه شېبه ناست و، وروسته له کوټې ووت.

د سړي له وتو سره سم ښځه کوټې ته ورغله.

ځوان په ژړغوني غږ وويل:

_ترورې ! کيسه څه وه؟

ښځه غريو واخيسته،  ژړا يې کابو کړه، شونډې يې وخوځېدې:

_د قيامت نښې دي، ماته خو داسي اېسي چې ټول فساد په ګوډ کې دی.

ځوان نيغ ورته وکتل.

ښځې وويل:

_خدای مې دې غاړه نه بندوي، زه په غوثو شکي يم.

د دروازې تر شا د غوټۍ له کاوړه ډک غږ واورېدل شو:

_وشرمېږه! په خپل ليوره پسې داسې خبرې کوې!

د ښځې د مخ ګونځې ژورې شوې، چيغه يې کړه!

“_چوپ که د …

يو دم غلې شوه، خپل وراره ته يې وکتل، سر يې وځړېد.

ځوان سړه ساه واخيسته، ورو يې وويل:

_زماهم  زړه ته نه لويږي.

ښځه غلې وه.

ځوان خپل څادر ور واخيست، ولاړ شو.

ښځې وويل:

_حميده! ناوخته دی.

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ټپ ټپ (موټر سايکل) راسره دی.، سبا به سره وينو.

_مړۍ (ډوډۍ) خو وخوره!

_زړه ته مې نه کيږي.

له دې سره له کوټې ووت.

شېبه وروسته د کلا په مينځ کې د موټر سايکل د چالانېدوغږ تاو راتاو شو….

*   *    *

سهار اته بجې وې، غوث الدين په برج کې ناست و، ټوله کوټه د تنباکو سپين لوګي نيولې وه…ده  د راډيو ستن تاووله، وروسته ولاړ شو، د ورسۍ تر څنګ ودرېد، د کلي کورونه خړ  ښکارېدل، ليرې د غونډۍ په لمنو کې د کوچيانو تورې کېږدۍ ولاړې وې.

د موټر سايکل غږ يې واورېد، وره  ته ورغی، لاندي يې وکتل،  حميد و، پر تورو څڼو پرته زرينه خولۍ يې لمر ته برېښېدله…حميد يوه شېبه له خپلې ترور سره ودرېد، وروسته دواړه کوټې ته ننوتل.

غوث الدين پر زينو کښته شو، غوټۍ د څاه تر څنګ ناسته وه، لوښي يې پريمينځل،  يوې تورې خيرنې پيشو په تال کې اېښو غوړو کاسو ته کتل.

غوث الدين باغ ته لاړ، دوه نازک بدنې مڼې يې ور وشکولې، د لښتي پر ژۍ کېناست.

 چوپه چوپتيا وه، يو دم ټيم وټنګېد، زوروره ناره پورته شوه، له تاکونو  څخه يو سيل خړي مرغۍ والوتې.

غوث الدين کيڼ لور ته وکتل، جانکو کوټې ته نږدې ولاړ و، غوث الدين ورغی، د دېوال سيوري ته په هوار شوي زاړه ليمڅي کېناست، پر مڼې يې غاښونه ولګول، په ډکه خوله يې وويل:

_انګور څنګه دي؟

جانکو په لينده کې ګيټۍ کېښوده، شونډي يې وخوځېدې:

_رنګ يې وهلی، خو لا خوړو ته  برابرنه دي.

له دې سره يې لينده د باغ پر دېوال کتار ناستو مرغيو ته ونيوله، تيږې له لاندنی پخڅې مړه دوړه پورته کړه، مرغۍ والوتې، د مڼو پر ونو ور ټيټې شوې، ښاخو نه  وځړېدل.

له کلا څخه د موټر سايکل د وتو غږ واورېدل شو.

غوث الدين ښه شېبه کېناست، بيا يې انګور راوغوښتل، تروه ول، خوند يې ور نه کړ، همالته پر ليمڅې اوږد وغځېد، وروسته يې له ليرې د موټر سايکل غږ واورېد، غږ ورو، ورو نېږدې کېده، غږ د باغ د دېوال تر څنګ تېر شو، بيا کلا ته ور ننوت.

غوث الدين سر پورته کړ، له ځان سره وبونګېد:

_د غوا زويه!

جانکو په حيرانی ورته وکتل.

 غوث الدين بېرته سر ولګاوه، په خشکه يې وويل:

_د مور ميړه راته پيدا شو، له بيګا راهيسې درې واره  راغی!

شېبه ووته، زړه يې طاقت ونه کړ، کلا ته ورغی، ځوان له خپلې ترور سره پر چوتره ناست و، دوی په ټيت غږ خبرې کولې، دواړه د غوث الدين په ليدو  غلي شول.

سړی د چوترې پر ژۍ کېناست، حميد ولاړ شو، سړي ته يې برګ برګ وکتل، له موټرسايکل سره يو ځای له کلا ووت.

غوټۍ له کوټې راووته، تره ته يې له چايو ډک ګيلاس کېښود، غوث الدين تورې ګوړې ته لاس ور وغځاوه، ورو يې وويل:

_حميد  ته دومره وخت مه ورکوی!

ښځې تندی تريو کړ، په خشکه يې وويل:

_حميد زما  وراره دی!

سړي يوه ټوټه ګوړه خولې ته واچوله، د چايو سور يې پسې وکړ، ترخه موسکا يې پر تورو پلنو شونډو تېره شوه، په ملنډو يې وويل:

_ستا به وراره يې، زما هيڅ نه کيږي!

ښځې اور واخيست:

_دا زما کور دی، ته …

سړی په خبره کې ورولوېد:

_له دې هيسته به زما وي.

ښځې يودم وژړل:

_ګومان مې سم وخوت، تا خپل ورور د جايداد له پاره وواژه.

غوث الدين وخندل، غوټۍ په حيرانۍ ورته کتل، ښځه په منډه کوټې ته ولاړه.

سړی غلی شو، نجلۍ ته يې اشاره وکړه، هغه د ده تر څنګ کېناسته، ټول بدن يې لړزېده… سړي ورو وويل:

_ غوټۍ لورې!  مور دي د اعصابو تکليف لري، پوهه يې که!

نجلۍ په رېږديدلي غږ وويل:

_خو تا او زما ابا پخوا هم سره خوړلي ول.

غوث الدين يوه شېبه غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_منم!  زموږ تر منځ د ځمکي د وېش او اوبو پر سر جنجالونه ول، يو بل ته مو چندان خوند نه ورکاوه، خو دا د دې مانا نه لري چې زه دي خپل ورور ووژنم.

سړی غلی شو، نجلۍ ورته وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې.

سړي وويل:

_مور دې پوه که! حميد به پر دې ګران وي، په نورو نه دی ګران! پر اوږو دې يې نه راسپروي.

نجلۍ په حيرانۍ ورته کتل.

سړي يوه چونډۍ نصوار خولې ته واچول، ولاړ شو،  ورو يې وويل:

_حميد به ستا د مور وراره وي، هغه هم ناسکه وراره، خو ته پېغله يې، تاته پردی دی.

*   *    *

د څراغ پر شيشه خړه شوپرکه راګرځېده، له شيشې سره ولګېده، د ښوروا په لنده ډوډۍ کې ولوېده.

غوث الدين لاس ور وغځاوه، شو پرکه يې له وزره ونيوله، تر چوترې يې لاندي وغورځوله.

پيشو ميو کړل، خپله ملا يې د غوث الدين پر ورانه وسولوله، سړي يو هډوکی پر خړه ځمکه کېښود، پيشو ژبه ورته راويسته.

د کلا دروازه وټکېده، جانکو ورغی، دروازه يې خلاصه کړه، د څراغ رڼا پر حميد ولګېده، ځوان  له څه ويلو پرته ځوړند سر په يوه کوټه ننوت.

غوث الدين لاسونه پريمينځل، له کلا ووت، نيغ جومات ته لاړ، د ماخستن له لمانځه وروسته تر ډېره له کليوالو سره ناست و، کله چې بېرته کلا ته ورغی، د کوټې په ورسۍ کې لا د څراغ ژېړه رڼا ښکارېدله. غوټۍ په چوتره يواځې ناسته وه.

غوث الدين برج ته وخوت، اوږد وغځېد، ښه شېبه ووته، ولاړ شو، په تاخچه کې اېښې تُفدانۍ يې ور واخيسته، نصوار يې تو کړل، ور چوله و، د پوري کولو له پاره ورغی، لاندې يې وکتل، نجلۍ هماغسې ناسته وه، په کوټه کې لا د څراغ ژېړه رڼا ښکارېدله..

غوث الدين ګړۍ ته وکتل، يوولس نيمې وې، تندی يې تريو شو، له برجه ووت، د غوټۍ تر څنګ کېناست، نجلۍ ته يې مخ ور واړاوه، د  مخ پر يوې خوا يې د څراغ ژېړه رڼا لګېدله، سړي ورو وويل:

_خوب درځي؟

نجلۍ د (( نه )) په بڼه سر وخوځاوه.

سړي وويل:

_خوب درځې! سترګې دې پړسېدلې دي.

نجلۍ غلې وه.

ښه شېبه ووته، غوث الدين کيڼ لاس سترګو ته ور نږدې کړ، دولس بجې وې. ولاړ شو، د کوټې په وره کې ودرېد، پر غولي کوټه کاغذونه پراته ول. ځوان د څراغ په رڼا کې يوه کاغذ ته کتل، وروسته يې ورو وويل:

 _د کاريزه د ځمکې قواله نشته!

د ښځې تندی تريو شو، شونډې يې وخوځېدې:

_قواله به له زوی مړي غوثو سره وي، په هماغه شپه يې داوه (دعوه) وه، د غوټۍ پلار څو کاغذونه ور سره يوړل.

غوث الدين وټوخل، دواړو په بيړه ورته وکتل، ښځې پر پرتو کاغذونو د دسترخوان پيڅکه ور کش کړه.

غوث الدين ځوان ته وکتل، ورو يې وويل:

_مړۍ (ډوډۍ) دې وخوړه؟

دواړو په حيرانی ورته کتل

سړي بله پوښتنه وکړه:

_کاغذونه دي وکتل؟

ځوان وارخطا شو:

_نه، هو

_شپه دې دلته ده؟

_نه

_نو بيا څه ته ناست يې، نجلۍ ته خوب ورځي.

ښځې چيغه کړه!

_تاته حاجت نشته!

سړي هماغسي ځوان ته کتل، وروسته يې وويل:

_شپه ده، کلی مو هم لري دی، مور به دې پرېشانه وي.

ځوان خپل څادر ته لاس ور وغځاوه.

غوث الدين د باندي ووت، باغ ته ولاړ، په کوټه کې زړه لمپه بله وه. غوث الدين ورغی، جانکو د باندي په تياره کې ناست و.

غوث الدين غاړه تازه کړه، جانکو ولاړ شو، غوث الدين زاړه بالښت ته ډډه ووهله، جانکو کوټې ته ننوت، شېبه وروسته يې بله لمپه د سړي تر مخ پر زاړه ليمڅې کېښوده.

جانکو وويل:

_مڼې درته راوړم؟!

_نه

جانکو سړي ته وکتل، څېره يې نېولې وه، پر خړ دېوال پروت سيوری يې لړزېده…

دواړه غلي ول، د ونو نږدې ښاخونه تک تور ښکارېدل، تر شا يې تپه تياره وه، پورته راڼه ستوري ولاړ ول،  ليرې يوه سپي غپل….

غوث الدين يوه شېبه کېناست، وروسته ودرېد، حرکت يې وکړ،  تر يوه ځايه د لمپې کمزورې رڼا پرې لګېدله، بيا په تياره کې ورک شو.

*   *    *

غوث الدين وويل:

_ غوټۍ لورې! بيګا په کوټه کې د چيلم سلامته سرخانه رانه ولوېده، فرش اېرو نيولی، يو جارو پرې تېره که!

نجلۍ د (( هو)) په نښه سر وخوځاوه، د غوا له پښو ولاړه شوه، ډک جام شيدې يې دالان ته يو وړې. غوث الدين د سخوندر پړی پرېښود، سخوندر تر غوا لاندي ووت، د غولانځې په رودلو يې پيل وکړ.

غوث الدين پر اخورکېناست، دالان ته يې وکتل، له دريڅو څخه يې تور لوګی راووت…

ښه شېبه ووته، بيا يې سخوندر په  يوه جلا اخور وتاړه، روان شو.

نجلۍ له دالانه را ووته، په لاس کې يې جارو نيولې وه، تر غوث الدين مخکې شوه، په تګ کې يې وويل:

_کاکا! لږ ماتل شه!

سړی بېرته غواوو ته ورنږدې شو، غولي ته يې لاس کړ، په وچو خوشايو کې يوه زړه جارو پرته وه، هغه يې د يوې غوا ورانه ته ونيوله، وچ خوشايي ترې ولوېدل.

يو سونګی يې واورېد، شا ته يې وکتل، نجلۍ په منډه تېره شوه، ټکری يې مازې په غاړه کې بند و، له هر ګام سره به يې پيچلي اوږده ويښته له ملا جلا شول…نجلۍ په يوه وره ننوته.

يودم تېرې کوکې پورته شوې…د سړي له لاسه جارو ولوېده، پر چوتره وخوت، ورېندار يې له کوټې را ووته، چيغه يې کړه!

_ته خوني يې،  زموږ له کوره ووزه !

کړپ شو، غوث الدين لاندې وکتل، يوه لاسي وړه بتۍ ورغړېده، د سړي له بوټ سره ولګېده، ښځې په ژړا کې وويل:

_دا د غوټۍ د پلار لاسي بتۍ ده!

سړي بتۍ ته په حيرانی کتل…

له کوټې څخه د غوټۍ ژړغونی غږ واورېدل شو:

_ستا تر توشکې لاندې وه.

د سړي زړه ولړزېد.

ښځې بغاره کړه!

_ زموږ له کوره لاړ شه!

سړی ځړيدلی سر ولاړ و.

غوټۍ له کوټې راووته، ټول ځان يې لړزېده، په ژړا کې يې وويل:

_دا بتۍ به مې تل له پلار سره وه، تا ولې هغه وواژه؟ څه تاوان يې در رسولی و، هه!

سړی غلی و.

نجلۍ وويل:

_د خدای روی ومنه!  له دې ځايه لاړ شه!

غوث الدين  له چوترې کښته شو، د کلا لويي دروازې ته يې وکتل، په دروازه کې  ولاړو ماشومانو منډه کړه.

سړی برج ته وخوت، اوږد وغځېد، سړه ساه يې واخيسته، فکر په مخه کړ.

ښه شېبه ووته، مور او لور  ژړل…وروسته له برجه کښته شو، جانکو ښځو ته نږدې د چوترې پر ژی ناست و، غوث الدين ورغی، لاسي بتۍ پر خپل ځای پرته وه .

سړي جانکو ته وکتل، ورو يې وويل:

_بيګا دې د کلا دروازه بنده کړې وه؟

جانکو نيغ ورته وکتل، په غټو سترګو کې يې کرکه پرته وه.په کاوړ  يې وويل:

_سهار خو ته لمانځه ته تللی وی، دروازه تا خلاصه کړه!

غوث الدين څه ونه ويل، باغ ته ولاړ، پر دېوالونو راوګرځېد، يو ځای د لارې خواته  د دېوال له سرداو ( د سر پخڅه ) څخه لوټې رالوېدلې وې، نور دېوالونه روغ ول.

سړی بېرته کلا ته ننوت، چيلم د برج په لاندنۍ زينه کې ړنګ پروت و، توشکه، بالښت او بړستنه په خاورو کې اچول شوې وې.

سړی چوترې ته ورنږدې شو، جانکو ته يې وکتل، په سړه سينه يې وويل:

_ لارې ته نږدې  د دېوال  سر داو  را لوېدلی دی.

جانکو يوه شېبه غلی و، وروسته يې وويل:

_خدای خبر! ماشومان دي، هغه بله ورځ مې هم  د نور چرسي زوی د مڼو په غلا ونيو.

غوث الدين په دېوال کې د باغ خواته پرې شوې وړې دروازې ته وکتل، ورو يې وويل:

_دې دروازې ته زولفی ور واچوه، يو کولپ هم ورته راوړه.

ښځې په غريو کې وويل:

_جانکو!

ځوان مخ ور واړاوه.

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_حميد راوغواړه، ورته ووايه چې ترور دې غوښتې!

غوث الدين برګ ورته وکتل، په خاورو کې پرتو بسترو ته ورغی،  يوه يوه يې ور پورته کړه، پر اوږه يې واچوله، چيلم ته يې لاس ور وغځاوه، پر زينو وخوت.

ښځې ښېراوې کولې…

غوث الدين کوټه سمه کړه، اوږد وغځېد، چيلم ته يې وکتل، سرخانه يې ماته وه.

سوړ اسويلی يې ويست،  کېناست، شاوخوا يې وکتل، ولاړ شو، له ورسۍ نه يې زوړ پلاستيک راوشکاوه، د چيلم سرخانه يې پرې وتړله،  د تنباکو خړې کڅوړې ته يې لاس کړ، شېبه وروسته کوټه سپين لوګي ونيوله، ورسره يې د سوځېدلي پلاستيک بوی پر سپږمو ننوت.

غوث الدين ته ټوخی ورغی، ښه شېبه يې وټوخل… ګړۍ ته يې وکتل، د سهار اته بجې وې، چای نه و.

 له کوټې ووت، دالان ته ورغی، غوټۍ په بيړه ولاړه شوه، وره ته ورسېده، سړي تر لاس ونيوله، نجلۍ چيغه کړه!

_ما پرېږده!

غوث الدين ورو وويل:

_ته هم همداسې فکر کوې؟!

نجلۍ لاس کش کړ، له دالانه ووته!

په تناره کې دوه تورې غټې چايجوشې ايښې وې، غوث الدين لاس ور وغځاوه، يوه چايجوشه يې ور پورته کړه، لاندې سور انګار پاتې شو.

غوث الدين شاوخوا وکتل، په يوه خټينه تاخچه کې څو بوتله ښکارېدل، ورغی، يو له بورې ډک و، په بل کې تور چاې پروت و او له دريم څخه هم د دېګ د مثالې بوی ته.

شېبه وروسته يې په يوه وړه چاينکه کې چای دم کړ، په ګيلاس کې يې بوره واچوله، وچه ډوډۍ يې و نه موندله، بېرته پر زينو وخوت.

اوږد وغځېد، پياله يې ډکه کړه، سترګې يې سره ور وستې، يو تور غټ مچ پرې راګرځېد… بيايې پر پزه کېناست، سړي لاس وښوراوه، مچ والوت، بېرته د سړي پر پلنه لاندنۍ شونډه ولګېد. غوث الدين کېناست، مچ يې پر سر راګرځېده، سړي پسې کتل، وروسته يې د دواړو لاسونو ورغوي سره وجنګول، کړس شو،  چختاړي مچ  د چايو په ډک ګيلاس کې ولوېد.

سړي په غوسه وويل:

_د غوا زويه!

ګيلاس يې په دروازه کې تش کړ، بېرته په خپل ځای کېناست، چاينکه يې ور پورته کړه.

 لس بجې شوې، غوث الدين هماغسې پروت و، سترګې يې پټې وې، وروسته يې د موټر سايکل غږ واورېد، ولاړ شو،  له وره يې لاندې وکتل، د حميد زرينه خولۍ لمر برېښوله…

د سړي زړه اور واخيست، پر زينو کښته شو، حميد ته مخامخ ودرېد، په خشکه يې وويل:

_د څه لپاره راغلې؟

ځوان  په ډاډه غږ وويل:

_ګوره غوث الدين کاکا! ما ستا خبره ومنله، يوه اوونۍ رانه غلم، خو نن مې ترور سړی پسې رالېږلی و.

د ښځې غږ واوريدل شو:

_ حميد به نور دلته اوسي.

سړي چيغه کړه!

_نه!

ښځې وويل:

_ته له دې ځايه ورک  شه!

د سړي له خولې لاړې باد شوې!!

_زه دا  مينده ( نر پسه ) په کور کې نه شم پرېښودلای!

حميد په کاوړ ورته وکتل!

ښځې وويل:

_په تا خو دې يې بلا وګرځې!

غوث االدين چيغه کړه:

_وژنم دې!!

ټيټ شو، يو غټ هډوکی په ګوتو ورغی، ښځې سر ټيت کړ، کړنګ شو، شا ته د ورسۍ لويه شيشه دړې وړې راولوېده.

د غوټۍ کوکې پورته شوې…

غوث الدين ځوان له مټه ونيو، چيغه يې کړه!

_ووځه!!!

حميد سړی پورې واهه!  غوث الدين ولوېد، له ځمکې مړه دوړه پورته شوه، بېرته پر پښو ودرېد، د حميد تر ګرېوان يې ګوتې تاوې کړې، ځوان ته يې څپېړه ورکړه، د هغه زرينه خولی له سره ولوېده، د حميد مخ ګونځې پيدا کړې، سړی يې تر ګوډې پښې ونيو، وروسته پرې ور پرېووت، د غوث الدين تشي ته يې ګونډه ورکړه، خولې ته يې سوکان ونيول، ښځو کوکي وهلې…

د باغ دروازه خلاصه شوه، جانکو منډه ور واخيسته، ځوان يې تر وليو ونيو، غوث الدين ولاړ شو، بريتونه يې په وينو سره ول، له خولی يې لاړې بهېدلې، وارخطا يې يوې بلې خواته وکتل، لوڅ سر زانګې وانګې کاهدانې ته ننوت، بېرته را ووت، غټ لور يې په لاس کې و.

جانکو منډه ور واخيسته، تر غوث الدين يې غېږه وګرځوله، د سړي لاړې باد شوې!

_ليرې شه د غوا زويه!

لور د جانکو پر مټ ولګېد، خړ لستوڼی يې سور شو، کلا ته دوه ځوانان ور ننوتل، غوث الدين يې څملاوه، يوه پر لور پښه کيښوده، بل يې موټ ور خلاص کړ.

غوث الدين چيغې وهلې، پوچ، پاش يې تر خولې راوتل، حميد يوې خواته غلی ولاړ و.

شېبه وروسته کلا له کليوالو ډکه شوه.

يو سپين ږيری ور مخته شو، حميديې تر مټ ونيو،  دواړه له کلا ووتل، بل ځوان موټر سايکل پسې ويست. له کوټې د مور او لور  دواړو  ژړا اورېدل کېدله…

غوث الدين ورو روان شو، له خاورو يې خپله لونګۍ ور پورته کړه،  برج ته وخوت، کېناست، ګوډې پښې يې درد کاوه، لاړې يې تو کړې، دروازې ته نږدې پر خړ دېوال  وڅڅېدې،  وينه له ليرې پکې ښکارېدله.

اوږد وغځېد، د کيڼ ځنګانه سترګې يې سوی وکړ، پاېڅه يې ورپورته کړه، زخم و.

کېناست، لونګۍ ته يې لاس ور وغځاوه، مړې دوړې ورنه پورته شوې. ..  له کوټې ووت، په چوتره يې ورېندار، د کلي  ملا او دوه نور سپين ږيري ناست ول.

سړی نېغ د کلا لويي دروازې ته ورغی. د باندي لاړ، نيم ساعت وروسته چې کله بېرته د برج پر زينو خوت، کلاشينکوف ور سره و.

*   *    *

انګور پاخه شول، باغ ته به په ورځ کې تر لسو ډېر خرکاران ورتلل، جانکو به انګور او مڼې تللې، پيسې به يې اخيستې، خر کارانو به تازه مېوه په کليو ګرځوله…

غوث الدين به د ورځې په خپل کور کې و،  خو د ماخستن له ډوډۍ وروسته به له وسلې سره کلا ته ورننوت.  په وريندارې او ورېرې يې کار نه درلود،  د برج کوټه به يې په خپله جارو کوله، د شپې به تر ډېره ويښ و، سهار په خړه به له کلا ووت.

 د حميد درک نه و ور مالوم، کلا ته نه راته، خو کله کله به يې اورېدل چې له خپل کاماز موټر سره بل ولايت ته تلی دی.

غوث الدين يو ماخستن تر ناوخته ويښ و، خوب نه ورته، څو ځله يې د چيلم سرخانې ته اورلګيت ونيو ، کوټه به سپين لوګي ونيوله،  وروسته به لوګی له ورسی ووت ، د څراغ رڼا به بېرته تازه شوه، سړي به تر ډيرو ټوخل…

بيا يې راډيو ور واخيسته، اوږد وغځېد، ستن يې تاو کړه، يو ځای سندره وه، خوښه يې شوه، سترګې يې پټې کړې، دوه نورې سندرې يې هم واورېدې، بيا خوب ورغی.

يو وخت  يوه تېره کوکه پورته شوه، سړی کېناست،  راډيو چالانه وه، غوټۍ بغاري وهلې…

زړه يې ولړزېد،  له څراغ سره لاندي کښته شو.

نجلۍ د څا تر څنګ په خټو کې ناسته وه، چيغې يې وهلې، ويښته يې شکول…

غوث الدين په زوټه وويل:

_څه ټکه راپرېوته؟!

نجلۍ پر خپل مخ نوکارې لګولې…

سړي تر مټ ونيوله، ټکان يې ورکړ، چيغه يې کړه!

_څه شوي؟!

نجلۍ کوکه کړه!

_ مور مې!

_مور دې چېرې ده؟

نجلۍ څا ه ته اشاره وکړه.

د سړي زړه ولوېد، څراغ يې پر ځمکه کېښود، پر بېلر ور ټيټ شو، لاندې په اوبو کې د ستورو تتې رڼا ټال خوړ، نور هيڅ هم نه ښکارېدل.

پر مخامخ دېوال د بتۍ رڼا ولګېده، سړي چيغه کړه!

_جانکو!

ځوان منډه ور واخيسته، بتۍ يې څا ته ور واچوله، د اوبو پر سر يو څه ښورېدل…

جانکو څپلۍ وېستې،  د بېلر تر څنډې يې پښه واړوله، لاندې کوز شو.

غوث الدين له پورته لاسي بتۍ ورته نيولې وه…

غوټۍ په ژړا کې وويل:

_پايڅۀ دې!!

غوث الدين پښو ته وکتل، څراغ نږدې و، ښۍ پايڅه يې سره ښکارېده، پر لمن يې هم څاڅکی څاڅکی وينه پرته وه.

سړي لاس ور ووړ، وينه تازه وه.

په څاه کې د جانکو چيغه تاو راتاو شوه:

_ بتۍ!

غوث الدين پر بېلر ور ټيټ شو، د بتۍ سپينه رڼا پر جانکو ولګېده، پر اوږه يې ښځه پرته وه.

د غوث الدين پښې  مړې وې، ټول بدن يې  لړزېده، شېبه وروسته يې لاس د ښځې مټ ته ور ورسېد، هغه يې راپورته کړه، د څراغ په رڼا کې يې د سرو وينو داره تر سترګو تېره شوه، څاڅکي يې پر غاړه را پريوتل، وينه توده وه.

غوټۍ د مرور ماشوم غوندې  په خټو کې  لغتې وهلې…

ښځه يې لږ لرې پر وچه ځمکه پرېيستله، جانکو څراغ ور نږدې کړ، په غاړه کې يې ارت پرار ( زخم ) جوړ وو، وينو نرۍ دارې وهلې…

غوټۍ پر خپلې مور ورپريوته،  غوث الدين تر مټ ونيوله، د نجلۍ يوه خوا مخ او غاړه تکه سره وه…يو دم يې د سړي ټتر ته سوکان ونيول، پر اوږه يې خوله ور ولګوله، بغارو يې زور ونيو، چيغه يې کړه!

_ولې؟ ولې دې مورکۍ ووژله؟ ولې؟!!

 د نجلۍ غږ يودم ورو شو،  ښی لاس يې د سړي په ګرېوان کې بند کړ، تڼۍ يوه په بلې پسې وشکېدې، سر يې کيڼ لور ته ړنګ شو، سترګې يې سپينې واوختې، خوله يې څو ځله خلاصه کړه، په ټيټ او بې سېکه غږ يې وويل:

_ستا، ستا جامې په، په  وينو ککړې وې، مو،  مورکۍ تا…

ولوېده، سړې دواړه لاسونه ترې تاو کړل، د نجلۍ سر له ځمکې يوه لوېشت پورته پاتې شو، پيچلي ويښته يې پر خاورو پراته ول.

د جانکو غږ يې واورېد:

_ته خونکار يې؟

غوث الدين نېغ ورته وکتل، د جانکو سترګي رډې راختلې وې،  غوث الدين په لړزانده غږ وويل:

_نه!!

جانکو منډه کړه، د لويي دروازې د ځنځير کړنګ شو، له کلا ووت، چيغو يې ټول کلی په سر واخيست!

_ خونکار…خونکار….خون…..

غوث الدين د نجلۍ تر ملا لاسونه لاندې کړل، له خاورو يې پورته کړه، په کوټه کې يې پريېسته، شاوخوا يې سترګې واړولې، يوې خواته بوغبند پروت و، را وايي خيست ، د باندي ووت،  پر ښځې يې واچاوه.

 شور ماشور شو، يوه ډله کليوال کلا ته ور ننوتل، له چا سره بتۍ وې له چا سره هم بل لاټينونه.

  خلک تر بوغبند راتاو شول، يو سپين ږيری کېناست، د بوغبند يوه څنډه يې ورپورته کړه، څو تنو خپلو  غوږونو ته لاسونه ونيول:

_توبه خدايه، توبه!

يوه کليوال د ناست سپين ږيری پر اوږه لاس کېښود، بوډا ور وکتل، کليوال غولي ته اشاره وکړه، د سپين ږيري تر پلاستيکې چوټو  ډنډ وينه را ګرځېدلې وه، سړی په بيړه ولاړ شو.

غوث الدين يوې خواته غلی ولاړ و، څو ځوانانو برګ برګ ورته کتل…

غوث الدين څراغ ته لاس کړ، ورو روان شو، پر زينو وخوت، يوه بوډا چيغه کړه!

_مه يې پريږدﺉ!

ځوانانو منډه ور واخيسته، غوث الدين کوټې ته ننوت، دروازه يې ځنځير کړه، درب شو، له چوکاټ څخه مړه دوړه پورته شوه، دوهمې لغتې د وره زولفی والوزوله.

ګررر شو، د وره له سرداو څخه لوټې راولوېدې، کوټه د سوځېدلو باروتو بوی ونيوله.

غوث الدين د کلاشينکوف نلۍ ټيټه کړه، زوروه چيغه يې تر خولې راووته!

_ووځی! د غوا  زامنو.

کليوالو منډه واخيسته، يو په زينو کې ولوېد، بل پرې وخوت، ټول لاندې کوز شول.

غوث الدين په پورتنۍ زينه کې ودرېد، د څو لاسي بتيو رڼا پرې ولوېده.

  يوه بوډا په غريو کې وويل:

_خدای دې ښه ورځ نه درويني!

بل کليوال چيغه کړه!

_ته خونکار يې!

غوث الدين وويل:

_ما دا کار نه دی کړی!  تاسو…

جانکو په خبره کې ور ولوېد:

_درواغ مه وايه! ما د غوټۍ خبرې واورېدې، ستا جامې په وينو سرې وې، ښځه دې وژلې، بيا دې څاه ته اچولې ده.

يوه په عمر پوخ کليوال چيغه کړه!

_ته ځناور يې!!!

غوث الدين همالته په زينه کې کېناست، کلاشينکوف يې پر زنګانه کېښود، غلی شو.

کلا ته څو زړې ښځې ور ننوتې، دوه بوغبند ته ور نږدې شوې، يوه پر زينو وخته، تو يې کړل، لاړې  د غوث الدين پر کږه پزه  وڅڅېدې.

بوډۍ بېرته پر زينو کښته شوه.

سړي پر خپل مخ لستوڼی تېر کړ، ولاړ شو، کوټې ته ننوت، ور يې پورې کړ، کندو ته يې اوږه ورکړه، وره ته يې ودراوه، اوږد وغځېد، کلا له شور ماشوره ډکه وه، ښځو ژړل، ښېراوې يې کولې… نارينه د ګور کفن او جنازې ته د خلکو د خبرولو په اړه سره غږيدل…

ښه شېبه ووته، د سړي زړه طاقت ونه کړ، ولاړ شو، دريڅې ته ورغی، په کلي کې بل څراغونه ګرځېدل.

 زړه يې سستي وکړه، ځای پر ځاې کېناست، سر يې پر زنګنو ولګاوه.

يو وخت يې يخنې وشوه، سترګې يې رڼې کړې، د څراغ پلته سوځېدلې وه، چرګانو نارې وهلې… غوږ يې ونيو، د لرګو د ماتېدو غږ راته.

ورو ولاړ شو، کندو يې وښوياوه، دروازه يې خلاصه کړه، سپېدې چاودلې وې، په دوو کوټو کې لا څراغونه بل وو،  په چوتره کې سپينې ريتاړې ( نرۍ ټوټې ) ښکارېدلې، له کاهدانې پر لرګي د تبر د لګېدو غږ را ووت…

سړی په احتياط لاندي کښته شو، باغ ته ولاړ، د لښتي پر ژۍکېناست، پايڅې ته يې وکتل، تکه سره وه.

پښه يې لښتي  ته ور وغځوله، رڼې اوبه پر پايڅه ور واوښتې. پايڅه يې وسولوله، ګوتې يې غوړې شوې، شاوخوا يې وکتل، يوځای مېږتنو له ځمکې مړه خاوره  را ايستلې وه، موټ يې ډک کړ، لښتي ته يې ور وغځاوه، پر پايڅه يې خټه و موښله، يوه ژړغوني غږ يې پر بدن لړزه راوسته!

_د خدای ظالمه! ولې؟!!

پورته يې وکتل، مشره مېرمن يې وه.

سړی په بيړه ولاړ شو، ښځې ته مخامخ ودرېد، په خشکه يې وويل:

_ما  نه ده وژلې!!

ښځې د سړي جامو ته وکتل، پر لمن يې څاڅکي څاڅکې وينه پرته وه،  شونډي يې وخوځېدې:

_پوهېږم

سړي تر مټ ونيوله، جټکه يې ورکړه، په کاوړ يې وويل:

_موږ شل کاله ژوند سره کوو، يو بل ته مالوم يو، زه …

ښځې چيغه کړه!

_ته درواغ وايي! د غوټۍ پلار هم تا مړ کو!

کړس شو، د ښځې له خولې لاړې باد شوې، د سړي ګوتو درد وکړ، چيغه يې کړه!

_څه چټياټ وايي!!

ښځې ژړل …

سړی د لښتي پر ژۍ کېناست، سر يې وځړېد،  پايڅه يې اوبو ته ور ټيټه کړه.

ښځې په ژړا کې وويل:

_بې ګناه  وينه ده، خدايکه دې پاکه کړه!

سړي په کاوړ ورته وکتل.

 ښځه په کلا کې د پرې شوي وره خواته روانه شوه، سړي منډه پسې واخيسته، مخې ته يې ودرېد، ورو يې وويل:

_ولې مې خبره نه منې!  لو ( قسم ) درته خورم، ما به څنګه خپله ورېنداره وژله؟!

د ښځې په سرو سترګو کې کرکه پرته وه.

سړي سوړ اسويلی ويست.

ښځې په سونګېدا کې وويل:

_د غوټۍ په ماماګانو پسې سړی لاړ، خدايکه دې ښه ورځ ورنه ولېده.

غوث الدين  په خبره کې ورولوېد:

_مه يې راباندې وژنه!!

ښځې په ملنډو وويل:

_هو!  تاته خو سخته نه ده.

سړي ځمکې ته وکتل، ښځې ته يې لار ورکړه، بېرته د لښتي پر ژۍ کېناست.

ښځې څو ګامه واخيستل، ودرېده،  بېرته راوګرځېده، سړي ته مخامخ کېناسته، په ژړغوني غږ يې وويل:

_د خدای روی ومنه!  له دې ځايه لاړ شه!

سړي نيغ ورته وکتل:

د ښځې شونډې و خوځېدې:

_وينې به تويي شي!

سړي وويل:

_زه له چا څخه  نه ډاريږم! ما څوک نه دي وژلي، که لاړ شم، خبره به رښتيا شي!

ښځې وژړل:

_د کليوالو خولې خو اوس هم نه شې بندولی، ټولو منلې ده چې ښځه تا وژلې، خپله لور يې هم همدا وايي، که نور نه وي، موږ ته وګوره، دوه تور سرې درته ناستې يو.

سړي يوه شېبه  روانو اوبو ته وکتل، وروسته يې سر پورته کړ، ورو يې وويل:

_سمه ده، خو په غوټۍ پام کوه، زه به يو څه وخت کلی پرېږدم، تر هغو به خبره سړه شي.

له دې سره ولاړ شو.

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_چېرته ځې؟

_نه پوهيږم!

غوث الدين حرکت وکړ،  ښځې پسې وکتل، سړي کيڼه پښه  درنه پسې اخيسته، وروسته د باغ تر پخڅې واوښت.

*   *    *

سهار اته بجې د غوټۍ ماما ګان راغلل، جنازه يې خپل کلي ته يووړه، دوی قسم ياد کړ چې غوث الدين به ژوندی نه پريږدي.

 خلک خواشيني ول…ټولو غوث الدين ته ښېراوې کولې، دی يې تر لوند سپي هم بد ايساوه.

ورځې ووتې، باغ ته غواوې ور پرېښودل شوې، څارويو  به پر وچو پاڼو شخوند واهه…
د خلکو مخونه چاودې شول، کله کله به پر کلي خړه دوړه راغله، وچې پاڼې به ورسره لاړې.

هر څه سپېره ښکارېدل….

د غوث الدين درک نه و، څوک نه پوهېدل چې چېرته تللی، خو کليوال په يوه اتفاق د هغه په ورکېدو خوښ ول.

له غوټۍ سره د غوث الدين مشره مېرمن په کور کې وه، دې د کور ټول کارونه په غاړه اخيستي ول، د نجلۍ به ډېر وخت تبې کېدې، له ډېر ډنګروالي يې سترګې غټې ښکارېدلې، دا به تل پرته وه، نه يې خبرې کولې او نه هم له کوټې راوته، يو دوه ځله د حميد سپين ږيري پلار په ټينګه ور ياده کړه، چې ماماخېلو ته ورسره لاړه شي، خو دې يې خبره ونه منله.

جانکو د ژمي لپاره تياری نيوه، د بامونو کاهګل خلاص شوی و، کاه دانه تر دروازې پورې له وچو وښو ډکه وه، ده د ژمي لپاره د ازوغ  (د سونګ موادو) غم خوړ.

جانکو به په برج کې ويدېده.

د حميد درک نه و.

*   *    *

د مني يوه غرمه جانکو غواوو ته واښه ور اچول چې د کلا دروازه خلاصه شوه،  د حميد پلار په پټو کې ځان پيچلی و، نېغ د غوټۍ کوټې ته ور روان شو، نجلۍ ته شوله اېښې وه، خو غاب هماغسې ډک و، مازې له يوې څنډې يې يوه ګوله ور  پورته شوې وه.

بوډا وټوخل، نجلۍ ورته وکتل، ټکری يې پر سر سم کړ.

يوه شېبه دواړه غلي ول، وروسته سړی په خبرو راغی، د وليانو او پيغمبرانو د زغم کيسې يې تېرې کړې، له نجلۍ څخه يې وغوښتل چې دوک  ( غم ) له زړه وباسي او ژوند ته په مينه وګوري.

ده تر ډېرو خبرې وکړې، وروسته غلی شو، نجلۍ ته يې وکتل، هغې غولي ته وچې سترګې نيولې وې….

بوډا وويل:

_غواړم چې يوڅه درته ووايم!

نجلۍ هماغسې غولي ته کتل…

بوډا خپله خبره پسې وغځوله:

_ګوره لورې!  بده يې مه ګڼه!  ته پيغله يې، بايد د ژوند د تېرولو لپاره يو څوک پيدا کې!

نجلۍ په بيړه ورته وکتل.

 سړي وويل:

_زه ستا ماما يم،بل به دې نو څوک غم وخوري!  په شرعه کې شرم نشته، د خير خبره درته کوم!

نجلۍ په حيرانۍ ورته کتل…

بوډا په ډاډه غږ وويل:

_غواړم  چې تا خپل زوی، حميد ته په نامه کم!

 نجلۍ خپل تندي ته لاس ونيو،  له شونډو يې راووتل:

_ما په کراره پرېږده

بوډا ولاړ شو، ورو يې وويل:

_ګوره بچو! ما ستا پلار ته هم ور ياده کړې وه، خدای خبر! ولي يې  دا دوستي ونه منله، خو اوس هغه نشته او زه دا خپل فرض ګڼم چې د خپلې خورزې عزت وساتم،  فکر وکه!  تر حميد ګلالی ځوان نه شې موندلی، تر دولسمه يې سبق ويلی، په اخلاقو کې نوم لري!  تر اخره خو به يواځې په  کلاکې نه يې ناسته.

له دې سره له وره ووت.

نجلۍ يوه شېبه غلې  وه، وروسته کيڼ لورته ړنګه شوه، له خولې يې ځګونه راووتل…

*   *    *

لومړنۍ واورې د غرو سرونه سپين کړل، خو لاندې  دښته او د کلي تر مخ خړ پټي لانده ښکارېدل، هلته يواځې باران شوی و، له ځمکې د خاورو بوی لټېده، په هوا کې به د کارغانو تورې ګلې يوې بلې خوا ته تللې، کله کله به د مهاجرو  هيليو يو يو سيل هم تېر شو، هر ښکاري  خپل پټی درلود، پټي ته به يې د کاريز اوبه ورسمې کړې وې، دوی به د ماښام له اذان سره سم ځانونه مورچو ته رسول، مورچې له خټو جوړې وي، کله کله به د هيليو يوه نيم سېل لنډه دوره وخوړه، له وزرو  به يې شڼهاری پورته شو،  ښکاريانو به وازې خولې ورته نيولې وې، هر يوه به په ټيټ غږ ويل:

_وزر مات، وزر مات، وزر…

مانا دا چې د دوی له خوا په جوړ شوي ډنډ ورټيټې شي ، هر ماښام به  د ښکاري ټوپکو لس_ دولس ډزې اورېدل کېدې.

دورځې له خوا به ټول کليوال په جومات کې ول،  خادم به هره ورځ تاوخانه بلوله، ملا به په تاوده ځای ناست و، ماشومانو به سرونه ټيټ نيولې وو،زنګېدل به،  سېپارو ته به يې کتل، هر يوه به  په لوړ غږ خپل سبقونه تکرارول، کله کله به ټوخی او د پزو د پورته کشېدو غږونه پورته شول، که به چا سر پورته کړ، د دوه ګزۍ لښتې نرۍ څوکه به يې پر وليو ولګېده.

په بل سر کې به کليوال ناست ول، زړو به خيرنو بالښتونو ته ډډې لګولې وې، ترمخې به يې درې څلور تُفدانۍ اېښې وې، دوی  پخواني وختونه  ښه يادول، اوسنۍ زمانه يې په فساد ککړه بلله، ځوانان به هم يوې خوا ته غلي ناست ول، خبرې به يې ورو وې، کله چې به کوم يوه وخندل، سپين ږيرو به بد بد ورته وکتل….

په همداسې يوه ساړه سهار د کلا دروازه وټکېده، جانکو ورغی، حميد و، ځوان پرته له سلامه نېغ د ولاړو کتار کوټو خواته ور روان شو، جانکو د ګلاب تېزه خوشبويي احساس کړه، په ځوان  پسې يې وکتل، دا ځل يې سپينه خولۍ پر سر وه، تر ځان يې پټو تاو کړی و، ګړندي ګامونه يې اخيستل…مخکې تر دې چې کوټې ته ور ننوځي، غوټۍ په بيړه په وره کې ودرېده، د ماما زوی ته يې لاس ورکړ، پرته له دې چې څه ووايي په چوتره کې  يې يو زوړ ليمڅی هوار کړ، بالښت يې کېښود، ځوان ته يې د کېناستو بلنه ورکړه.

حميد بالښت ته ډډه ولګوله، نجلۍ دالان ته ننوته، شېبه وروسته يې د ځوان تر مخ له شيرچايه ډکه پياله کېښوده، ټکری يې د ککرۍ پر جړو ويښتو ورکش کړ، د ليمڅي پر يوه کونج غلې کېناسته.

دواړه غلي ول، کله کله به د نجلۍ غاښونه يخنۍ سره وجنګول، نور هېڅ هم نه اورېدل کېدل.

ځوان پيالې ته وکتل، له خړ چايه مړ ه تاوونه پورته کېدل،  د چايو سور يې وکړ، ورو يې وويل:

_څنګه يې؟

د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې.

کړنګ شو، يوه پيشو د ناولو لوښو په کاسه کې وخته، په عمر پخه ښځه له دالانه راووته، په پيشو پسې يې  لوټه وويشته، بېرته دالان ته ننوته.

حميد وويل:

_زما د پلار په خبره کې څه وايې؟!

د نجلۍ زړه ولړزېد.

حميد سوړ اسويلی وېست ، خبره يې پسې وغځوله:

_ګوره!  موږ ستا پرده کوو.

نجلۍ غلې وه.

ځوان له چايه  غوړپ وکړ، ورو يې وويل:

_بده يې مه ګڼه! پلار ته مې د بلې نږور پيداکول دومره سخت کار نه دی، خو ته يې خورزه يې، په بد حال دې نه شي ليدلی.

د نجلۍ سر ځوړند و.

حميد ورو ولاړ شو، څادر يې ټکواهه، هسکو دېوالونو ته يې وکتل، و يې ويل:

_فکر وکه! د زور خبره نه ده، تر اخره خو به په دې څلورو دېوالو کې ګوښې نه يې ناسته!

حرکت يې وکړ، څاه ته ور وګرځېد، لاندې يې وکتل، د سپينو اوبو پر سر هيڅ هم نه ښکارېدل.

سړه ساه يې واخيسته،  له کلا ووت.

*   *    *

غوټۍ بله چاره نه ليده، کوژدې ته يې تن ورکړ، واوره مخ په ختمېدو وه چې واده هم تيار شو، مراسم ساده ول، نجلۍ د خسر ګنې کورته لاړه، يوه اوونۍ هلته وه، دوی کلا او جايداد يواځې نه شوی پرېښودلای، ځکه نو ناوې او زوم دواړه بېرته کلاه ته راغلل.

کليوال هم خوشاله ول، د يوې ځوانې نجلۍ عزت يې خپله پرده ګڼله، دوی ټولو حميد ته دعاوې کولې، هغه يې د يوې يتيمې نجلۍ  د سر سيوری ګاڼه.

ورځې ووتې، د نجلۍ ژوند ته تمه  پيدا شوه، رنګ يې ورو ورو بېرته راوګرځېد، خو لا به هم کله کله د خواشينۍڅپه پرې راتله، له څاه څخه يې بد راتلل، ډېر يې نه ورته کتل، جانکو به د کور د ضرورت وړ اوبه د کلي له کارېز ه  راوړلې، د څاه په اوبو به يې يواځې مالونه اوبه کول.

حميد هم خوشاله و، موټرواني يې پرېښوده، دی به ډېر وخت د خپل خسر پر ځمکو ګرځېده، د نوی کښت کرلو ته يې تياری نيوه، دهقانانو ته به يې لارښونې کولې، باغ او کرونده يې تر پام لاندي وه.، د کور په کوټو يې ګوتې ووهلې، چوتره يې سمټ کړه،  دېوالونو ته يې سپين ګچ ورکړ.

د غوث الدين درک نه و.

*   *    *

د څوړموني ( پسرلي )  لومړی ورځې وې،  يوه  غرمه غوټۍ غوا  لوشله، جانکو د اخور پر سر ورته ناست و، په لاس کې يې پړی ښکارېده،  کوچني برګ سخوندر زورونه وهل، په وږو سترګويې  د غوا له غولانځې د شيدو راوتونکو دارو  ته کتل،   ناڅاپه د جانکو له لاسه د سخوندر پړی خوشی شو، سخوندر منډه کړه، د غوټۍ له ځنګنو سره ولګېد، هغه  کيڼ لورته کږه شوه، دېګ يې له لاسه وښوېد، پر پلاستيکې چوټو يې سپينې شيدې ور واوښتې….

 جانکو په بيړه دېګ  ور پورته کړ، مټ  يې د ښځې له ټټر سره ولګېد، ولاړ شو، سخوندر  د غوا غولانځه  رودله. .

جانکو د سخوندر  پړی  ونيو، بېرته پر اخور کيناست، چوترې ته يې وکتل، حميد ولاړ و، دوی ته يې وچې سترګې نيولې وې . غوټۍ  د غوا په لوشلو بوخته شوه.

شېبه وروسته  دالان ته ور ننوته، دېګ يې يوې خواته کېښود،  د تنور پر سر پرته تېغنه يې ليرې کړه، د ګرمې مسالې بوی يې پر سپږمو ننوت، يو تور دېګ يې له تناره راوېست، د حميد غږ يې واورېد:

_ بوی خو يې خوږ دی!

غوټۍ وويل:

_يو دوه بڅرې زړې يې  ( د لاندي غوښه ) پاتې وه، ښوروا مې کړه!

حميد کونج ته پر زاړه ليمڅي کېناست، تاخچې ته يې وکتل، د ګيلمي دسترخوان  له يوه کونجه د پاستي ژۍ راوتلې وه، لاس يې ور وغځاوه، شېبه وروسته يې په ډکه خوله وويل:

_کاغذونه چېرته دي؟

غوټۍ په پوښتونکې نظر ور وکتل.

حميد  بله ګوله وکړه، شونډې يې وخوځېدې:

_د ځمکې کاغذونه يادوم، نصرو  د خوړ پټيو ته نږدې پوله وهلې وه،  د سينځلو نيالګي يې اېښودل، يو څه رامخته شوی و، ويل يې چې د ځمکې حدود يې تر هماغه ځايه دي، خو زما زړه ته نه لوېږي،  غواړم چې خبره ورسره سپينه کم.

غوټۍ  خپل ټټر ته لاس کړ، په تور سپڼسي ( تار ) پورې د تړلو کونجيانو ( کيليانو ) شرنګا پورته شوه، وروسته يې سپڼسی تر سر واړاوه، ورو يې وويل:

_مور مې ټول کاغذونه د لرګي په صندوق کې ايښې دي.

حميد کونجيانې ورواخيستې، يوه شېبه غلی و، وروسته يې سوړ اسويلی وېست، په نيولي غږ يې  وويل:

_خپه نه شې، جانکو مې نه خوښيږي!

غوټۍ په بيړه مخ ور واړاوه!

حميد وويل:

_خوا مه بدوه! ځوان جان په کلا کې راته ګرځي ، زما غيرت يې نه مني!

غوټۍ په حيرانۍ ورته کتل…

د حميد شونډې وخوځېدې:

_ جانکو ته حاجت نشته، يو کوچينی مزدور به ونيسو، غواوې خو پيايلی شي،  د باغ په کارونو او د وښو په راوړلو کې به زه  لاس ورسره وړم.

غوټۍ په خواره خوله وويل:

_جانکو بد سړی نه دی،  کوچنی په دې کور کې را لوی شوی، پلار او نيکه يې زموږ خدمتګاران ول!

_خو هر رنګه چې وي، زما نه خوښيږي!   زه به په کلي کې  پوښتنه وکم، کيدای شي چې يو ګلالی کوچنی مزدور ور مالوم وي.

غوټۍ  خوله جينګه کړه:

_جانکو هيڅوک نه لري، دلته يتيم را لوی شو، چېرته لاړ شي، دی…

حميد په خبره کې ورولوېد، په خشکه يې وويل:

_موږ د يتيمانو ذمه نه ده اخيستې، بلا وهلی،  تر اورمېږ يې لاس نه راګرځي، لاړ دې شي، بل ځای دې  مزدوري وکي!

له دې سره ولاړ شو، له دالانه ووت.

د غوټۍ بدن لړزېده، ځای پر ځای ناسته وه، دې په لومړي ځل د حميد خشکه لېده، وروسته يې سترګې له اوښکو ډکې شوې، دېګ يې بېرته تناره ته ور ټيټ کړ، چوپه چوپتيا وه، کله کله به د دالان پر لرګينه  ناوه د ناستو توتکيو غچا پورته شوه… .

*   *    *

په دوهم سهار يوه ډله ماشومان کلا ته ور ننوتل، يوه يې په ستړې ساه چيغه کړه!

_حميد کاکا!

غوټۍ په بيړه له کوټې را ووته، ماشومانو ته مخامخ پر چوتره ودرېده، مخکې تر دې چې څه ووايي، يوه ماشوم وار ړومبی کړ:

_غوث الدين کا کا مو وليد.

د غوټۍ رنګ والوت، حميد د کوټې په وره کې سرتور سر ودرېد، چيغه يې کړه!

_چېرته؟

غواوې مې پېولې، يوه غونجۍ ( سخوندره ) ګڼو بيخچيو ( نيالګيو) ته ورغله، ما ډبره پسې وويشته، پاڼې وښورېدې، يو چا منډه کړه، په  ونو کې ورک شو.

غوټۍ په خبرو کې ور ولوېده:

_تا يې مخ وليد؟

هلک په خپله بهېدلې پزه لستوڼی تېر کړ، په زوټه يې وويل:

_نه، خو تېزه منډه يې نه شوی اخيستی، ګوډ، ګوډ ته.

حميد په بيړه کوټې ته ننوت، کله چې د باندې راووت، په لاس کې يې توپانچه ښکارېده.

غوټۍ يې مخې  ته ودرېده، خو حميد لار کږه کړه او په منډه   د کلا له دروازې ووت.

حميد د کلي په تنګو کوڅو کې تاو راتاو شو، هلکانو منډې پسې وهلې، څو ښځې د کورونو بامونو ته ختلې وې، دوی په حيرانۍ حميد او ډله ماشومانو ته کتل چې له پښو څخه يې مړې دوړې پورته کېدلې… ډله کلي ته نږدې په خوړ کې شنو ونو ته ورکښته شوه، غواوي وترهېدې، يوه ،بل لورته يې منډه کړه، خو شېبه وروسته يې بېرته د ونو په مينځ کې رابوټيدلو شنو وښو ته وربوزونه ور ټيټ کړل.

 ډله ودرېده، يوه ماشوم ګڼو نيالګيو ته اشاره وکړه، حميد ورو ورمخته شو، توپانچه يې تياره ونيوله، غونچه څانګو ته يې لاس ور وغځاوه ، په احتياط يې څنګ ته کړې، يواځې د يوې کوټې په اندازه وچ ځای و.

حميد ور مخته شو، څو نيم سوخته سګرټ پراته ول.

يوه ماشوم څو ګامه ليرې ګڼو ونو ته ګوته ونيوله، په وېره يې وويل:

_هغو ونو ته يې منډه کړه.

حميد ورمېږ کوږ کړ، ورغی، ونې ګڼې وې، بېرته راوګرځېد.

څو کليوال ور ورسېدل، دوی پنځه تنه وو، درې ځوانان او دوه نور هم سپين ږيري. د ځوانانو په لاسونو کې ټوپکې ښکارېدې.

حـميد وويل:

_تښتېدلی دی.

يو بوډا په خبره کې ور ولوېد:
_خون يې زما په غاړه، مردار يې کړﺉ، مرګ يې  د ليوني سپې غوندې روا دی.

يو ځوان کېناست، يو ځای سپېره و، پلونه ښکارېدل.

بوډا په کاوړ وويل:

_پخپله دی ، ورته وګورﺉ! يو پل کوږ ايښود ل شوی.

يوه شېبه چوپه چوپتيا وه، وروسته د بوډا شونډې وځوځېدې:

_څه ته ګورﺉ!  ګوډ دی، ليرې نه شي تلی.

ځوانانو يو بل ته وکتل، بيا په ګڼو ونو کې ننوتل.

 دوی په احتياط مخکې تلل، کله کله به ځای ځای غوټه نيالګيو ته ور وګرځېدل، د ټوپکو په نليو به يې لاره پکې ويسته، بيا به يې ګام کېښود.

يو ځای ګڼ نيالګي وښورېدل، د ټولو رنګونه والوتل، پر ځمکه پريوتل، وسلې يې هماغه لورته ونيولې،  ټک شو، له ګڼو نيالګيو څخه يوې ګيدړې منډه واخيسته، ټولو حميد ته وکتل، د هغه په لاس کې د نيولې توپانچې له خولې څخه مړ لوګی راووت.

  ټولو وخندل، ولاړ شول، مخکې لاړل. دوه_ درې ځايه يې په شګو کې د بنيادم پلونه وليدل، پلونه له يو بل څخه ازاد اېښودل شوي ول،  سړي منډه اخيستې وه.

پاو وروسته له ځنګله ووتل. د غونډيو تر لمنو پورې مړه شګه پرته وه، پلونه نه غلطېدل، خو وروسته وړې تيږې پيدا شوې او چې کله يو څه پورته وختل، پلونه ورک شول. د غونډۍ تر سره لويې وړې تيږې، شنې سپاندې او غرني سپيره بوټي ولاړ ول .

دوی يوه شېبه ودرېدل، شاوخوا يې وکتل، پل نه ښکارېده.

حميد وويل:

_بايد پورته وخيژو، له هغه ځايه د دويمې غونډۍ پيڅکې ښکاري، نه شي رانه ورکېدای.

يو کليوال، چې لونګۍ يې تړلې وه، په خبره کې ور ولوېد:

_سم وايې! غوثو به دومره ليرې نه وي چې د ټوپک ګولۍ يې ونه خوري.

ټول مخ پورته روان شول، پاو وروسته د غونډۍ سر ته وختل، مخامخ ځير شول، سترګو ته يې هسکه غونډۍ ولاړه وه، ژوندی ساری نه ښکارېده.

حميد وويل:

_ګوډ چالاکه دی، د کومې ډبرې شاته به غلی وي.

چا ځواب ورنه کړ، دوی يوه شېبه د غونډی پر سر ودرېدل، باد تېز و، د حميد تور پيکی پر سپينه خولۍ ور اوښت، غټې سترګې يې له کاوړه ډکې وې، ده په ځير مخامخ غونډۍ څارله…
چوپه چوپتيا وه، کله کله به له ليرې د يوې زرکې ناره پورته شوه.

حميد ناڅاپه چيغه کړه!

_هلته يو څه ښکاري!

کليوالو د حميد غزيدلي لاس ته وکتل، يوه وويل:

_چېرته؟

_هلته! د مخامخ غونډۍ سر ته نږدې، ورته وګورﺉ!

ټولو په ځير ځير هغې خواته کتل، يوه وويل:

_زه خو څه نه وينم!
حميد په خبره کې ور ولوېد:

_يو څادر مې وليد، تور رنګ يې و، باد رپاوه.

يوه ځوان وخندل:

_نو څه شو؟ پيريانو يووړ!

حـميد وويل:

_راځئ چې نږدې ورشو!

بل په خبره کې ور ولوېد:

_ځان مه ستړی کوه، هېڅ هم نشته.

_خو غوثو ګوډ دی، ليری نه شي تلی.

هماغه ځوان ځواب ورکړ:

_کومه دی؟ ته يې وينې؟ اوس خو نشته.

نورو کليوالو هم د هغه له خبرې سره د ( هو ) په نښه سرونه وخوځول، درېواړو بېرته مخ لاندې د کلي خواته مخه کړه.

حميد يوه شېبه ولاړ و،وروسته يې مخامخ غونډۍ ته توپانچه ونيوله، ډزو ازانګې خورې کړې، کليوالو ته يې وکتل، دوی په بيړه د کلي خواته مخ کښته روان وو، ده هم منډه پسې واخيسته.

*   *    *

غوټۍ له اوبو ډک ګړی پر چوتره کېښود، سړه ساه يې واخيسته، بېرته يې تر ګړي لاس تاو کړ، پر چوتره وخته، د دالان په وره کې وچه ودرېده، په حيرانۍ يې وويل:
_ګل ميره! ته دلته څه کوې؟

کوچني هلک په بيړه مخ ور وړاوه، وچې شونډې يې وېړې کړې، ويې خندل:

_حميد کاکا را ياده کړه چې دالان پاک که! اوس له ترانه (تناره) اېرې راباسم.

غوټۍ په بيړه ګړی دېوال ته ودراوه، ور مخته شوه، تناره ته يې وکتل، د دېګي پر سر خړې اېرې پرتې وې. په خشکه يې وويل:

_دا دې څه کړي!

هلک وارخطا شو.

غوټۍ ورته وکتل، په لاس کې يې لويه څمڅه نيولې وه.

هغې په بيړه څمڅه ورڅخه واخيسته، له اېرو ډکه وه، څنګ ته په ايښي زنګن ټيم کې يې تشه کړه، ور پوه يې کړل، خړې اېرې هوا ته پورته شوې. هماغسې يې په کاوړ وويل:

_دا د اېرو څمڅۍ نه ده، په دې کتغ اچوم.

هلک دېوال ته ور وښوېد. غوټۍ تناره ته لاس ور وغځاوه، دېګ يې راويست، پر برغولي يې مړې ايرې پرتې وې، برغولی يې ورو  له دېګه ليرې کړ، پر ژېړو کچالو ځای ځای  تور واړه  سکاره  ښکارېدل.

غوټۍ له نږدې تاخچې څخه يوه وړه کاچوغه ور واخيسته، د کچالو له قورمې څخه يې په احتياط سر ټول کړ. د هلک لړزانده غږ يې واورېد:

_پام مې نه و.

غوټۍ مخ ور واړاوه، د هلک چخړنې سترګې له اوښکو ډکې وې.

غوټۍ ورو وويل:

_څه وخت راغلې؟

هلک پزه پورته کش کړه، شونډې يې وخوځېدې:

_يوه ګړۍ مخکې.

يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

_حميد کاکا ر اوستم، راياده يې کړه چې دالان پاک کم.

غوټۍ وخندل:

_پروا نه کوي، خو بيا له تناره څخه اېرې راونه باسې، ته کوچنۍ يې، لاس دې سم نه ور رسيږې، ور ونه لويږې.

له دې سره يې، دېګ بېرته تناره ته ورکښته کړ. ورو يې وويل:

_سړي مې نه و راته ويلي چې تاته يې مزدوري درکړې، هغه…

هلک په خبره کې ور ولوېد:

_حميد کاکا نن سهار زموږ کور ته راغی، له پلار سره مې په شپيتو منو غنمو مزد جوړ شو، زه به تر مني ستاسو مزدوري کوم، د ورځې به دلته يم ، ماښام قضا به خپل کور ته ځم.

غوټۍ خندل:

_ښه  خبره ده، کور دې په کلي کې دی، ماښام ورځه، د مورکۍ به دې هم زړه نه وي درپسې ختلی.

هلک وويل:

_اوس څه وکم؟

_هېڅ، همدومره بس دی، نن خو ميلمه يې!

_نو کور ته لاړ شم؟

د غوټۍ خندا زور ونيو:

_هو، خو سر له سبا به ټوله ورځ دلته يې.

کوچنی په بيړه له دالانه ووت.

غوټۍ يوه شېبه ناسته وه، بيا يې د څا د څرخ د تاوېدو غږ واورېد، له وره يې ور وکتل، جانکو و، د غوټۍ په سترګو کې اوښکې ورغړېدې، جارو ته يې لاس کړ، شېبه وروسته دالان مړو خاورو  ونيو.

پاو ووت، غوټۍ جارو شوې خاورې په ټيم کې واچولې، د باندې راووته، يوې غوا د  اوبو په سطل کې  وربوز ننه ايستی و.

پورته د برج د وره کړپ شو، غوټۍ مخ ور واړاوه، جانکو و، په لاس کې يې په سره دسمال کې تړلې غوټه نيولې وه، شېبه وروسته د غوټۍ تر مخ ودرېد، په نيولي غږ يې وويل:

_زه ځم.

غوټۍ په حيرانۍ ورته کتل…

ځوان د کلا د لويې دروازې خواته روان شو.

د غوټۍ وړې سترګې اوښکو ونيولې، پسې غږ يې کړ:

_چېرته ځې؟

جانکو ودرېد، پرته له دې چې مخ ور واړوې ، په غريو کې يې وويل:

_نه پوهېږم.

د غوټۍ شونډې وخوځېدې:

_لږ ماتله شه!

له دې سره کوټې ته ننوته.

جانکو د چوترې پر ژۍ کېناست، شاوخوايې سترګې وغړولې، په کلا کې يې يواځينی ولاړې سنځلې ته وکتل، ښه ورته ځير شو، په ونه کې يې خپل ځان ولېد، دی ماشوم و، سنځلې يې شکولې، ناڅاپه ښاخ مات شو، ماشوم لاندې راولوېد، پلار يې ور منډه کړه، ماشوم يې په غېږ کې ونيو، د هغه په ټول ځان يې ګوتې وتپولې، وروسته يې په خپله سينه پورې ټينګ کړ، پر بغور ( غومبري )  يې وچې شونډې کېښودې، ښکل يې کړ، د پلار له زيږو لاسونو څخه د شوتلي بوی ته.  پلار په غريو کې وويل:

((  زويه! پام کوه!))

ماشوم ځواب ورکړ:

_ښه ده ابا! بيا ونې ته نه خېژم.

ماشوم دخپل پلار څېرې ته وکتل، له ګونځو ډکه وه، غټې سپږمې يې درلودې، له سپږمو نه يې تور ويښتان راوتلي ول، ناڅاپه ګونځې ورو ورو هوارې شوې، لمر سوځولې څېره په سپين مخ بدله شوه. ښځينه وارخطا غږ يې واورېد:

_جانکو ! څه در باندې وشول، ولې له ځان سره غږېږې، کومه ونه؟

جانکو ټکان وخوړ، مخې ته يې غوټۍ ولاړه وه.

د ځوان  خړې شونډې نرۍ موسکا سره وېړې کړې، سر يې وځړېد، ورو يې وويل:

_خپل ماشومتوب راپه ياد شو.

بېرته يې سر پورته کړ، شاوخوا يې وکتل،څلورو خواوو ته سپېره برجونه ولاړ ول، ترخه يې وخندل:

_پلار مې په همدې کلا کې ساه  ورکړه، ښه مې په ياد دي، زه وړوکی وم، له هغه سره به په باغ کې ويدېدم، پلار به مې ډېر ټوخل، يوه شپه يې ټوخی ډېر شو، تورې وينې يې را وګرځولې، سهار مړ پروت و.

غوټۍ په خپلو سترګو لستوڼی تېر کړ.

جانکو سړه ساه  واخيسته، په غريو کې يې وويل:

_له دې ځايه مې زړه نه ځي، زه دلته را لوی شوی يم، مور مې نه په زړه کيږي، خو د دې کلا  او باغ په هر کونج کې خپل پلار وينم، کله يې بياتي په لاس کې وي، د تاکونو لښتې پرې کوي، کله مڼې شکوي، کله يې د غواوو ځای ته جارو نيولی وي، کله….

د جانکو سر وځړېد،  غلی شو.

د غوټۍ ژړغونی غږ يې واورېد:

_هه! دا واخله، په کار به دې شي.

جانکو په بيړه ورته وکتل، د ښځې په لاس کې څو چرموړل شوي ( تاو شوي ) لوټونه ښکارېدل.

لاس يې ور وغزاوه، پيسې يې د خپلې زړې سدرۍ ( واسکټ ) په جېب کې کېښودې، ورو يې وويل:

_خدای دې جنتي که.

ولاړ شو، څو ګامه يې واخيستل، غواوو ته ور وګرځېد، د يوې ژېړې غوا پرسر يې لاس تېر کړ، بلې غوا ته ورغی، غوا تش سطل ته کتل.

جانکو غوټه د اخور پر سر کېښوده، سطل ته يې لاس کړ، د څاه خوا ته روان شو.

غوټۍ ور مخته شوه، په غريو کې يې وويل:

_غواوې به زه اوبه کم.

د ځوان په شونډو نرۍ موسکا  تېره شوه:

_نه! غواړم چې د وروستي ځل لپاره ټولو غواوو ته اوبه کېدم.

غوټۍ څه ونه ويل.

_د څاه د څرخ غږ پورته شو،  شېبه وروسته له اوبو ډکه بوکه را ووته، اوبه خړې وې.

جانکو وويل:

_څاه ډېر وخت نه ده پاکه شوې، هوا ورځ په ورځ توديږي، که دا حال و، وچه يې بوله.

بوکه يې په سطل کې تشه کړه.

غوټۍ لاس ور وغځاوه، له اوبو  ډک سطل يې يوې غوا ته کېښود.

 د جانکو غږ يې واورېد:

_لکه چې ماتل شوم.

غوټۍ ورمېږ کوږ کړ، جانکو لاندې څاه ته کتل.

ښځه ورمخته شوه.

 سړي وويل:

_بوکه د اوبو پر سر  ولاړه ده، په څاه کې يو زنګون   اوبه هم نشته.

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_ځه خير، سړي ته به ووايم چې څوک ورته راولي.

جانکو وخندل:

_زه د څه لپاره يم. وخت لا ډېر دی، يو ساعت کار غواړي.

غوټۍ وويل:

_نه! ته ځان مه پاذابوه!

جانکو د باغ د وره خواته روان شو، کله چې بېرته راغی، په  لاس کې يې لنډه بېلچه نيولې وه. په خندا يې وويل:

_ اوس به يې دومره چاره وکم چې  غواوې د څو ورځو لپاره تږې پاتې نه شي، وروسته يې بيا سمه پاکه کئ! هو رښتيا، يو څو بوکې خټه را اېستلی شې؟

غوټۍ وخندل:

_ دومره خو هم کمزورې نه يم.

ځوان خپلې پايڅې ور پورته کړې، له بېلچې سره لاندې کوز شو،تياره وه،  اوبه سړې وې، ځنګانه ته نه رسېدې.

جانکو په پسته خټه کې بېلچه ننه ايسته، يوه بېلچه، دوې بېلچې، درې بېلچې… بوکه تر نيمايي ډکه شوه، پړی يې وښوراوه، زوروره چيغه په څاه کې تاو راتاو شوه:

_پورته يې کړه:

د څرخ د تاويدو غږ پورته شو.

جانکو ځان څنګ ته کړ، خو بيا يې هم له بوکې څخه د سړو اوبو رابهېدلې يوه نرۍ داره  غاړې ته سيخه شوه.

له خټو ډکې دوې نورې بوکې هم د ځمکې سر ته وختې، خو په څلورمه بوکه کې څرخ تاو نه شو، جانکو څو ځله پړی وښوځاوه، چيغه يې کړه:

_بوکه ډکه ده.

خو بوکه همداسې په اوبو کې پاتې شوه،  يواځې د موټر سايکل د درېدو غږ يې واورېد، وروسته يې د حميد وارخطا غږونه په غوږو ننوتل… جانکو په بيړه د څاه د دېوال په ژور شوي ځای کې پښه کېښوده، کله چې يې له څا څخه سر پورته کړ، پښې يې بېسېکه شوې، حميد خپله ميرمنه په غېږ کې اخيستې وه،  د کوټو خواته ران و، د غوټۍ سر ځوړند ښکارېده، سترګې يې پټې وې، له خولې څخه يې سپين ځګونه روان ول…

*   *    *

غوټۍ سترګې رڼې کړې، په کوټه کې يواځې وه،  کېناسته، په سر کې يې څړيکه شوه، تندي ته يې لاس ور ووړ، تر سر يې ټوټه تاو وه.

پردې ته يې کونج ورکړ، د ماسپښين سيوری ړنګ و، د څاه تر څنګ دوې، درې بوکې لنده خټه ښکارېدله.

 د دروازې کړپ شو، رنګ يې والوت، په رېږدېدلې غږ يې وويل:

_تا، تا زما مور وژلې، تا هغه په څاه کې اچولې وه، تا…
حـميد د کوټې پرده يوې  خواته کش کړه، رڼا شوه، د ښځې وړې سترګې رډې راختلې  وې، غاړه يې خولې وه، تار تار لانده ويښان يې پر تړلي تندي پراته ول.

غوټۍ ځان په کمپله کې ور ټول کړ، د ېو ال ته ور وښوېده، ځنګنونه يې پر خپل ټتر پورې ونيول، غلې کېناسته. غاښونه يې يو پر بل لګېدل، ټکا ترې خته. ..

حميد په غوسه وويل:

_ليونتوب مه کوه!

کوم غږ يې وانه ورېد:

حميد څنګ ته اېښې له چايو ډکه پياله غوټۍ ته ور  نږدې کړه، له جېبه يې د ګوليو پاکټ راويست، ښځي ته يې ونيو، ورو يې وويل:

_تندی دې زخم دی، د څاه د بيلر پر ژۍ لګېدلی و، هه! دا ګولۍ د درد لپاره ښې دي.

ښځې کوم حرکت ونه کړ:

حميد په سړه سينه وويل:

_ته خو هوښياره يې، ته څنګه …

غوټۍ چيغه کړه!

_له څاه نه په خټو لړلې خولۍ را ووته، زرينه خولۍيواځې تا په سروله، نه دلته پيدا کيږي او نه هم د دې کلي په خلکو کې رواج ده، ووايه! له څاه نه راوتلې خولۍ ستا نه وه؟

د حميد تندی تريو شو:

_زما وه، خو دا د دې مانا نه لري چې ما دې خپله ترور وژلې وي.

_خو خولۍ د څاه په خټو کې راوخته.

حميد په خپلو  تورو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، سپينه خولۍ يې له سره ولوېده، ورو يې وويل:

_ته له ما سره خوشاله يې؟

ښځه رېږدېدله…

حميد چيغه کړه!

_ته په ما ګرانه يې، بد مې نه در باندې لوريږې، تر اوسه مې کومه ترخه خبره نه ده درته کړې، ترور مې هم تر زوی کم نه ګڼلم، ما به ولي وژله؟

حميد يوه شېبه غلی و، بيا يې يودم  وژړل…ده د ماشوم غوندې اوښکې تويولې…

غوټۍ په حيرانی ورته کتل… وروسته يې سترګې له اوښکو ډکې شوې، ور مخته شوه، د سړي سر يې په خپل ټټر پورې ونيو.

شېبه ووته، د حميد د ژړا غږ په سليګو بدل شو، په غريو کې يې وويل:

_دا د جانکو دام دی، زما خولۍ څو مياشتې مخکې په باغ کې ورکه شوه، زه خو وايم چې ده غلې کړې وه، دا دومره وخت نه د څاه پاکېدل و او نه هم زرينه خولۍ، خو نن چې مې له مزدورۍ ځواب کړ، هم د څاه اوبه کمې شوې او هم خولۍ پيدا شوه.

ښځې له ورسۍ د باندې وکتل، د اخور پر سر غوټه نه ښکارېده. ورو يې وويل:

_جانکو څه شو؟

_ومې شاړه، تر څو چې مې  وسه کېده، سپک مې کړ، ور ياده مې کړه چې بيا دې دېخوا ونه ګورم.

ښځې د سړي سر په ټټر پورې ټينګ کړ، د حميد سونګېدا زياته شوه، د کلي له جومات څخه د ماسپښين د اذان غږ اورېدل کېده.

*   *    *

ورځ ووته، ماښام و، غوټۍ له شيدو ډک دېګ په دالان کې کېښود، بېرته د باندې لاړه، غوا خلاصه وه، دې يوې بلې خوا ته وکتل، په زوټه يې وويل:

_ګل ميره!

پيشو ميو کړل، غوټۍ په منډه دالان ته ور ننوته، پيشو د شيدو په ډک دېګ کې خوله وهله، غوټۍ ځمکې ته لاس کړ، پياز په ګوتو ورغی، پياز پر تيغنه ولګېد، کړپ شو، پيشو منډه واخيسته.

غوټۍ د يګ پورته په تاخچه کې کېښود، بېرته د باندې ووته، غوا د سنځلې لاندنيو څانګو ته غړۍ ور اوږده کړې وه.

شاوخوا يې وکتل، مزدور نه و. د سنځلې خواته روانه شوه، غوا منډه کړه، د کلا په دېوال کې د پرې شوې دروازې خواته ور وګرځېده.

غوټۍ ګړندي ګامونه واخيستل، د مڼو ونې تکې سپينې وې، ټول باغ د مڼو د ګل بوی نيولی و، تر ونو ور هاخوا شنه تاکونه ښکارېدل. غوا د تاکونو په يوه جووه کې ولاړه وه، شنې پاڼې يې تر خولې راوتلې وې. غوټۍ ورو ور نږدې شوه، پړي ته يې لاس ور وغځاوه، پړی نيم ګز شا ته لاړ، ښځې ورو خپل لاس ور ټول کړ، غواته يې وکتل، هغې وچې سترګې ورته نيولې وې، ژامه يې يوې ، بلې خواته خوځېدله… غوټۍ يوه شېبه غلې پر خپل ځای کېناسته، غوا بېرته د تاکونو شنو پاڼو ته خوله ور ټيټه کړه، ښځې ټوپ کړل، پړی يې ټينګ ونيو، غوا منډه واخيسته، ښځه پړمخې پرېوته، پړی يې پرېښود،غوا د انګورو پر پشته وخته، له پښو څخه يې  وړې لوټې را ورغړېدې.

 ښځې سترګې پټې کړې، په خوله کې يې خاورې ننوتې، ويې ټوخل، د خپل ټکري پيڅکه يې پر خوله تېره کړه، سترګې يې رڼې کړې، د ولاړېدو لپاره يې لاسونه پر ځمکه کېښودل، د ښې لاس ګوتې يې په مړه خاوره کې ننوتې، ګوتې يې لندې شوې، لاس يې له خاورو راويست، ګوتې يې وسولولې، سرېښناکه وې، لاس يې پزې ته ور ووړ، بوی يې نه ته، د غروب سرخۍ ته يې ونيو، ګوتې يې تورې وې.

 ځمکې ته يې وکتل، کيڼ لاس يې د يوه بنيادم پر سپېره لاس اېښی و، زړه يې ولړزېد، چيغه يې کړه، شاته يې ټوپ کړ، پښه يې وښويده، بېرته پړمخې ولوېده، هماغسې بې حرکته پرېوته، تېزه تېزه سا يې وهله،  ورو يې سترګې وغړولې، ګاړګوتې ويښته يې د يو چا پر سپېره لاس پرا ته ول، سترګې يې رډې راوختې، لاسونه يې پر ځمکه ولګول، د پښود ټولېدو سيکه يې نه لېده، په زحمت کېناسته، ژامې يې يو پر بل لګېدلې، لاندې يې وکتل، د يو چا لاس تر مړونده له خاورو راوتلی و.

 ښی خپل لړزانده لاس خاورو ته ور نږدې کړ، بېرته يې ګوتې په هوا کې راټولې شوې، يوه شېبه يې په رډو سترګو  له خاورو راوتلي لاس ته وکتل، د زړه دربا يې تېزه شوه، ناڅاپه يې دواړه منګولې په خاوره کې ښخې کړې، د ليونو په څېر يې مړه خاوره وتوشپله، لاس تر اوږې لوڅ شو، په لانده لستوڼې پورې خاورې نښتې وې، بيا يې د خاور په توشپلو پيل وکړ، ګوتې يې د کميس په غاړه ولګېدې، ټينګ يې ونيو، کش يې کړ، له خاورو سپېره ويښته راووتل، وروسته تندی ښکاره شو، بيا سترګې، پزه او خوله له خاور راووتل، غوټۍ په ځير ورته وکتل، بې اختياره يې شونډې ورېږدېدې:

_جا، جا، جانکو!

د زړه ضربان يې ډېر شول، له خولې يې لاړې راووتې، لاندې يې وکتل، د سړي غاړه تر نيمايې غوڅه وه،له ورمېږه راوتلې  تازه وينه له خاورو سره ګډه شوه

د ښځې پر زړه ترخې اوبه راپورته شوې، ټوخي واخيسته،کانګو ونيوله، مخ يې کوږ کړ، ويې ګرځول، سړي ته يې وکتل، د ماښام په تته رڼا کې يې پر تندې د کالدانې لوی داغ ښکارېده، د ښځې له خولې ځګونه را ووتل، پر سترګو يې تياره راغله، مخامخ ړنګه شوه.

*   *    *

ښځې سترګې رڼې کړې، پاڼې وې، تر پاڼو پورته سپينه ګرده سپوږمۍ ولاړه وه.

 په سر کې يې نرۍ څړيکه تېره شوه، کيڼ لاس يې پر ځمکه ولګاوه، لوټې وې، په زړه يې وېره ننوته،  فکر په مخه کړه، ورو يې وويل:

_زه، زه چېرته يم.

کوم ځواب يې وانه ورېد.

پر ښي لاس يې زور راووست، لاس يې پوست ولګېد، ورو يې ور وکتل، لاس يې د يوه بنيادم پر لوڅه ببره سينه پروت و. خوله يې وازه کړه، د چيغې غږ راونه ووت، خرهاری يې شو، کيڼ بغور يې لوند ورته واېسېد، ورو يې پورته وکتل، پر تندي يې د يوه بنيادم له مړو ويښتو ډکه زنه اېښې وه. يو دم کېناسته، د سپوږمۍ رڼا د سړي پر لوڅو سپينو سترګو لګېدله… ښځې څو ځله خوله وازه کړه، غږ ترې راونه ووت، دومره پوهېده چې ځان يې رېږدي.

د مڼو د ونو له تورو څانګو څخه د لاسي بتۍ رڼا ښکاره شوه، يو غږ يې واورېد:

_غوټۍ!

ښځه د تاک پاڼو ته ور وښوېده، رڼا د ونو تر څانګو را ووته،  پر مخامخ دېوال ولګېده، يو دم ورکه شوه.

ښځې خپلو پښو ته کتل، پايڅې يې لړزېدلې…

د لاسې بتۍ رڼا د باغ په کونج کې ګرځېدله…ښځه ورو پر سينه وښوېده، لاس يې د يوه تاک په تنه پورې ونيو، په زحمت  ولاړه شوه، زانګې وانګې يې د باغ د وره خواته حرکت وکړ، د کلا په مينځ کې لويې دروازې ته ور وګرځېده، کولپ ور لوېدلی و، خوله يې چيغې ته جوړه کړه، ساه يې په سينه کې سره راټوله شوه،  له مرۍ نه يې يواځې خرهاری راووت.

 د بتۍ رڼا د کلا په دېوال کې له پرې شوې دروازې څخه را ووته، د سنځلی پر ځړېدلو څانګو ولګېده، څانګو اوږده سيوري پيدا کړل، رڼا بېرته ورکه شوه.

ښځه دالان ته ننوته، د پيازو چاړه يې پر ټټر پورې ونيوله، ټکری يې پرې خور کړ، کوټې ته لاړه، څراغ ته يې ور پو کړل، د وره شا ته غلې کېناسته.

چوپه چوپتيا وه، کله کله به څاه ته نږدې، يوې چونګښې کورررړ کړل، نور هيڅ هم نه اورېدل کېدل.

شېبه وروسته د يوه بنيادم د بوټونو ټکا واورېدل شوه، د بتۍ رڼا له ورسۍنه کوټې ته ور ولوېده، رڼا پر يوه عکس ولګېده، ملک عطاالدين شخ برېتونه نيولي ول.

د کوټې د دروازې کړپ شو، د ښځې زړه د پښو تر پوندو منډه کړه، په کوټه کې يو نارينه غږ واورېدل شو:

_ غوټۍ!

غوټۍ په بيړه ولاړه شوه،په لاس کې نېولې چاړه يې پورته کړه،  يو چا اخ کړل، بتۍ يې له لاسه ولوېده، له دروازې سره ولګېد، درب شو، په غولي ولوېد.

ښځې منډه واخيسته، کيڼه پښه يې د  دروازې تر ليخکه ويسته، خو ترښۍ پښې يې د يوه بنيادم ګوتې تاو شوې، د کوټې خواته په زوره کش شوه، د لرګي پر صندوق ورغله، زنګنونه يې پر صندوق ولګېدل، شا په تخته پريوته.

بتۍ وخوځېده، له ځمکې پورته شوه، د ښځې پر مخ سپينه رڼا ولګېده، د هغې يوه خوا مخ په وينو سور و، وړې ، وړې لوټې په وينو کې نښتې وې.

د سړي زګيروی  شو، اورلګيت ولګېد، د حميد په غټو سترګو کې د اورلګيت د دانې لمبه ښکارېدله…

بله دانه لاټين ته ور نږدې شوه، کوټه ژېړې رڼا ونيوله.

حميد خپل مټ ته لاس ور ووړ، د پيازو چاړه پکې بنده وه، چاړه يې له لاستي ونيوله، کش يې کړه،  سرې وينې باد شوې.

ښځه په پښو ودرېده، د کوټې دروازې ته يې منډه ور واخيسته، د سړي پښه ور وغځېده، د ښځې له زنګانه سره  ولګېده، پړمخې پريوته، څڼې يې په شدت شا ته کش شوې، سترګو ته يې د حميد سرې سترګې ودرېدې، د سړي له خولې لاړې باد شوې، د ښځې ژامې ته يې سوک ورکړ، ښځه پر  اړخ ړنګه شوه.

حميد پردې ته لاس ور وغځاوه، کش يې کړه، پرده له ميخونو سره يو ځای لاندې راولوېده. سړي نری تراډه ترې ويسته، تر مټ يې تاو کړه، کلکه غوټه يې ور واچوله.

حميد ښځې ته وکتل، په خاورو سپېره وه، سر يې دېوال ته کوږ و، په راوتلو رډو سترګو يې ده  ته کتل.

حميد په ملنډو وويل:

_جانکو دې ولېد؟

ښځه له حرکته لوېد لې وه.

د سړي لاندنۍ شونډه وځړېده، سپين غاښونه يې ښکاره شول، ښځه يې تر ويښتو ونيوله، د هغې سر پورته شو، سترګو ته يې د چت تور لرګی ودرېدل، سړي په لوړ غږ وخندل، له خولې يې باد شوې لاړې د ښځې پر سپينه غاړه ولګېدې.

سړی يودم غلی شو، په ملنډو يې وويل:

_زه څه ملامت يم، دی په خپله کم عقل و، ما ستا له خولې د راوتليو ځګونو د پاکولو لپاره ټوټه پسې غوښته. ورسۍ ته مې وکتل، جانکو د څاه تر څنګ ولاړ و، له پايڅو نه يې خړې اوبه څڅېدلې، ده په لاس کې نيولې زرينې خولۍ ته کتل.

حميد غلی شو، يودم يې وخندل، څنګ يې بدل کړ، د سدرۍ له جېبه يې ګڼې کونجياني ( کلياني ) راوېستې، د لرګې صندوق يې خلاص کړ، په غولي يې څو کاغذونه کېښودل شول، وروسته يې يودم وخندل:

_ دا وينې؟

ښځې په حيرانۍ ور وکتل، د سړي په لاس کې يو کوچنی تبر ښکارېده.

سړي تبر لاټين ته ور نږدې کړ، ورو يې وويل:

_ورته وګوره!  د جانکو غاړه مې په همدې تبر پرې کړه، دی ساده سړی و، له خولۍ نه يې خټې پاکولې، زه هم د شا له خوا غلی ورغلم، تبر مې د هغه په غاړه راټيټ کړ.

د ښځې خرهاری شو.

سړي پرته له دې چې هغې ته وګورې په خندا يې وويل:

_دې تبر د ډېرو غړۍ خوړلې دي، ته ورته وګوره، خوله يې سره ده، په دغو وچو وينو کې دې د مور د غاړې وينه هم ګډه شوېده.

د ښځې خرهاری ډېر شو، يودم يې ټوپ کړل، پر سړي ور پرېوته، د دواړو لاسونو تېره نوکان يې د هغه مخ ته برابر شول. سړي تر ستوني ونيوله، پورته شو، د ښځې ژامې ته يې سوک ورکړ، د هغې له خولې وينو داره وکړه ، څو څاڅکې د څراغ په ښيښه وبهېدل، ښځه يوې خواته ړنګه شوه، په لنډ وخت کې د هغې له خولې نه راوتلې وينې يوه لويشت غولی سور کړ. د ښځې راوتلی ټټر په تېزۍ کښته پورته کېده….

سړی ولاړ شو، د ښځې ګېډې ته يې درنه لغته ورکړه، ښځې وټوخل، تاو را تاو شوه، بېرته بې حرکته پريوته.

سړي چيغه کړه!

_ستا پلار هم ما وواژه، د سپې زوی ته سلامت دوه ساعته ماتله وم، کله چې د غوثو له کوره راووت، په خوړ کې مې د تبر وار پرې وکړ، شپه وه، تبر سم ځای ونه لګېد، ده منډه واخيسته، په تياره کې رانه ورک شو، خو وروسته مې پيدا کړ، په همدې تبر مې پر  غاړه  وواهه.

سړی غلی شو، يو دم يې شونډې وېړې کړې، ښځې ته يې وکتل، په ملنډو يې وويل:

_خو ودې نه پوښتل چې ولي؟

ښځې تېزه ساه وهله…

د سړي تندی تريو شو، چيغه يې کړه:

_پلار ته مې دې مرکه ور ولېږله، ته مې ورنه وغوښتې، خو ده غاړې کولې، ويل يې چې ملک سړی يم، څنګه خپله لور يوه موټروان ته ورکم.

سړی غلی شو، ښځې ته يې وکتل، هماغسې يې تېزه تېزه ساه وهله.

سړي وخندل، په ملنډو يې وويل:

_پوهيږې چې ته مې ولې کولې؟

ښځې رډې سترګې ورته نيولې وې…

د سړي تندی تريو شو، په خشکه يې وويل:

_زه ستا پر خيرن مخ نه وم مين، خبره د اتو شلو جريبو ځمکې، باغ، کلا او ګاڼو وه، ستا پلار نه خپل درلود او نه هم تربور، له غوثو هم ميراث وه، نو دا جايداد، ما د ځان لپاره تياره ګوله ګڼله، بس ! ملک بايد مړ شوی وای. ما همدا کار وکړ، خو ګوډ غوثو په څټ کې راشين شو، هيڅ مې نه وو ورته ويلې، هسې يې راسره بده شوه، که ګوډ په کلا کې نه وای اړولې، مور دې په خپله راضي کېده چې تا زما په نامه کړي، پر هغې خو هسي هم ګران وم، ترور مې وه، غوثو يې د خپل خاوند قاتل ګاڼه، ته ووايه! له ما پرته به يې په بل چا باور کاوه؟ هه!

ښځې د توشکي ژۍ د خپل ښي لاس په موټ کې ټينګه کړه.

سړي خبره پسې وغزوله:

_ پوهېدم چې غوثو په جومات کې دی،  ګوډ به د ماخستن له لمانځه وروسته کلا ته راته، تر هغو به دروازه خلاصه وه، زه هم د ماښام په تته رڼا کې کلا ته ورننوتم، په دالان کې مې ستا د مور ټوخی واورېد، په احتياط برج ته وختم، ستا د پلار لاسي بتۍ مې د ګوډ تر توشکې لاندې کړه.

سړي وخندل، خبرې يې پرې شوې، بېرته يې وويل:

_پوهېږې چې لاسې بتۍ مې له کومه کړه؟!

ځواب يې وانه ورېد.

_ستا د پلار له جېبه مې راوېسته، لومړۍ مې مړ کړ، بيا مې د هغه  جېبونه ولټول، بس! سرکوزی ډېر سخت سړی و، په جېب کې يې يوه روپۍ هم نه وه، يواځې يوه قواله ترې راوخته او يوه هم هماغه لاسي بتۍ چې ما د ګوډ تر توشکې لاندې کړه.

د ښځې رېږدېدلي لاس حرکت وکړ، سړي ور وکتل، يو ګز ليرې د پيازو چاړه پرته وه، سړي په ملنډو وويل:

_چاړه غواړې؟

خپله پښه يې چاړې ته ور وغځوله، چاړه يې پر پونده  ووهله، چاړه د ښځې له لاس سره ولګېده، سړي هماغسې په ملنډو وويل:

_هه! دا يې هم چاړه!

ښځې بېرته لاس ور ټول کړ، د پخوا په څېر ستونې ستغ پرېوته، چت ته يې وکتل،  له ښۍ سترګې راوتلې اوښکه يې ورغړېده، د غوږ تر څنګ يې په ګڼو ګاړګوتې تورو ويښتو کې پټه شوه.

سړي وخندل:

_مور مې دې هم همداسې ووژله، ماښام قضا کاهدانې ته ننوتم، تر ماخستنه ماتله وم، مور دې له څراغ سره د باندې راووته، د خوارکۍ سړو اوبو ته زړه شوی و، په لاس کې يې چايجوشه ښکارېدله، نيغه د څاه خواته ور روانه شوه، خو بوکه يې لا نيمايي ته نه وه را پورته کړې  چې د تبر وار مې پرې وکړ. اخ يې هم تر خولې  راونه  ووت، په غېږ کې مې را ړنګه شوه، لاسونه مې سرو وينو ونيول. د هغې سر مې څاه ته ور وغځاوه، په خپله پورته برج ته وختم، د ګوډ خر هاری خوت، غاړه يې د تبر خولې ته ښه جوړه وه، خو ومې نه واژه، که مې داسې کړې وای، نو ستا د مور او پلار قاتل به څوک وای؟  ته به څنګه زما کېدې؟ ګوډ خو مې د بدۍ په پلمه په رڼا ورځ هم وژلی شو، ما يې يواځې پر سپينو پايڅو خپل له وينو ډک لاسونه څنډ وهل.

له برجه را کښته شوم، ترور مې له پښو ونيوله، څاه ته مې ور خوشې کړه، پام مې نه و، زرينه خولۍ هم ورسره ولوېده، زه بېرته کاهدانې ته ننوتم، شېبه وروسته ته له کوټې راووتې، چيغې دې کړې، ګوډ له برجه راکښته شو.

سړی غلی شو، بېرته يې شونډې وخوځېدې:

په نورو خبرو خو ته هم پوهېږې، ما د کاهدانې له وره نه هر څه ليدل، کله چې جانکو د خلکو د خبرولو لپاره د کلادروازه خلاصه کړه، په کلي کې د هغه له چيغو سره سم،  زه هم له کلا ووتم.

سړي څراغ ته لاس ور وغځاوه، د ښځې مخ ته يې ورنږدې کړ، خوله يې په وينو سره وه، په  سرو شونډو کې يې د لاټين ژيړه رڼا ښکارېدله.

سړي په خندا وويل:

_اوس يواځې ته پاتې يې، غم مه کوه، ستا غم مې هم خوړلی، اوس دې باغ ته بيايم، هلته جامې درنه باسم، بيا دې پر تبر غاړه غوڅوم او لوڅه لغړه دې د جانکو پر ټټر پرېباسم.

د ښځې خرهاری ډېر شو.

د سړي خندا زور ونيو، له خولې يې لاړې باد شوې، هماغسې يې په خندا کې وويل:

_ په جانکو دومره وخت نه دی وتلی، يو دوه تازه زخمونه به يې په غاړه کې جوړ کم، په خپله وينه راباسي، بس! يواځې  مخ او ځان يې لږ پاکوالی رانه غواړې. ته ووايه! څوک به ما ملامت کړي، ساده خلک دي،  ورته وبه وايم چې دواړه سره جوړ ول، يو ځای مې سره ونيول.

د ښځې له خولې ځګونه راووتل، يو دم يې ټکان وخوړ، سړی يې پورې واهه،لاټين ولوېد، ښځه ولاړه شوه، سړي تر پښې ونيوله، ښځې لاټين پورته کړ، کړنګ شو،  سړي خپل سر ته غبرګ لاسونه ونيول، په ويښتو کې يې د څراغ ماتې نازکې ښيښې بندې وې،  مخ يې لوند شو، د خاورو د تېلو بوی يې پر سپږمو ننوت.

ښځه زانګې وانګې له کوټې ووته، سپوږمې د کلاه د ختيځ برج پر سر ولاړه وه.

ښځې څو ځله چيغې ته خوله جوړه کړه، خو غږ به يې په مرۍ کې تاو راتاو شو، له خولې  به يې يواځې خرهاری را ووت.

باغ ته ننوته، د مڼو د ونو خواته ور وګرځېده، څو ګامه يې واخيستل، پښه يې لښتي ته ور وښوېده، پر لوڅو پښو يې سړې اوبه ور واوښتې، بېرته پورته وخته، له اوږې سره يې يو څه ولګېدل، په وارخطايې يې ور وکتل، له ټيټ ښاخ څخه د مڼو سپين ګلان توی شول.

ښځې پر مخامخ دېوال منډه ور واخيسته، ټوپ يې کړل، لاسونه يې د سرداو  سر ته ور ورسېدل، له نوکانو سره يې د دېوال کاهګل جلا شو، بېرته شاپر تخته پرېوته.

  دېوال ته يې وکتل، هسک و، يوه تاک ته ور وښوېده، ځان يې د تاک په ګڼو څانګو کې ننه ايست.

ښه شېبه ووته، د بتۍ سپينه رڼا د مڼو په ونو کې ګرځېده…وروسته ورکه شوه.

ښځې تېزه تېزه ساه وهله… بيا يې نږدې غږ واورېد:

_غوټۍ!

ښځه په خپل ځای کې غلې ناسته وه.

ناڅاپه يو سيوری ور باندې راغی، نږدې پاڼې وښورېدې، ښځې خپله ساه ودروله، پر پښه يې يو څوک ور وختل، ښځې خپله لاندنۍ شونډه په غاښونو کې ټينګه کړه، سړی مخکې لاړ.

ښځې سړه ساه ويسته، چوپه چوپتيا وه، چرچرک نارې وهلې…

ښځې سترګې پټې کړې، دې په تيزی سره ساه وهله… يودم يې تر ښۍ پښې د يوچا ګوتې تاو شوې، کش شوه، د تاک پاڼې يې له مخ سره ولګېدې، ټکری يې په يوه څانګه کې پاتې شو،  پر هوار ميدان ستوني ستغ، سرتوره  پرېوته.

ښځې په بيړه پورته وکتل، حميد و، د سپوږمۍ رڼا يې پر ببرو ويښتو پرته وه.

حميد د هغې پر ټټر پښه کېښوده، په لاس کې يې تبر ښکارېده.

ښځې د هغه تر پښې ګوتې تاو کړې، سړي د  ښځې پر ټټر زور راووست، تبر يې پورته کړ، ښځې وټوخل، تبر ته يې وکتل،  په ستورو کې ولاړ و.

ښځې سترګې پټې کړې، شېبه ووته، د ښځې پر مخ او غاړه تاوده څاڅکې ولګېدل. خرهاری يې تر غوږ شو،  سترګې يې رڼې کړې، تبر هماغسې پورته ولاړ و.

ښځې حميد ته وکتل،د هغه له ستوني وينو دارې وهلې…تبر يې له لاسه جلا شو، ولوېد، تېره څوکه يې د ښځې غوږ ته نږدې په ځمکه کې ننوته،  دی هم مخامخ  پر يوه تاک ورغی، لښتې ماتې شوې، درب شو، پړمخې پريووت، له ورمېږه يې  د چاړې لاستی راوتلی و.

ښځې ټکان وخوړ، د حميد ځنګنو ته نږدې غبرګ بوټونه ښکارېدل، ښځې په راوتلو رډو سترګو پورته وکتل، يو څوک ولاړ و، څېره يې نه ښکارېده، د سپوږمۍ رڼا يې پر  اوږو لګېدله.

ښځه کېناسته، نيم ګز شا ته شوه.

سړی ورمخته شو، ګونډې يې پر ځمکه ولګېدې، څېره يې د سپوږمۍ رڼا ته برابره شوه، ده کږه پزه درلوده، په سترګو کې يې اوښکې ځلېدلې، په غريو کې يې وويل:

_غوټۍ زويه!

ښځې په حيرانی ورته کتل…

سړي د هغې اوږو ته څنډ ورکړ، چيغه يې کړه!

زه يم، غوث الدين!

د ښځې په ستونې کې خرهاری شو، زوروره چيغه يې تر خولې راووته!

_ لا لا!

ځان يې د تره غيږې ته ور واچاوه، کوکه يې کړه، د ژړا غږ  په ټول باغ کې تاو راتاو شو…

سړي د غوټۍ د ککرۍ په ګڼو پېچلو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، د هغې سر يې پر خپل ټټر پورې ټينګ کړ، د ښځې کوکو زور واخيست. سړي په غريو  کې وويل:

_هر څه به سم شي، هرڅه!

ښځې هماغسې ژړل…

ښه شېبه ووته،د ښځې اوښکې نه تم کېدې، وروسته يې په نيولي جړ غږ وويل:

لا لا! ما دې خپل کور ته بوځه!

سړي د ښځې پر ککرۍ شونډې کيښودې، ښکل يې کړه.

پاو  وروسته د سپوږمۍ رڼا په دوو تنو لګېدله، دواړه د مڼو په ګڼو ونو کې کلا ته د پرې شوي وره خواته روان ول، ښځې خپل سر د سړي پر اوږه ايښی و، سړي په تګ کې ستونزه درلوده، کيڼه پښه يې درنه پسې اخيسته.

پای

1 COMMENT

  1. ژوند ژوند دا او دې ته ورته لېکنې چې څومره د خلکو مخې ته وړاندې کېږي ټولنه د اصلاح په طرف بیايي د احمدي روح د ښاد وي کمساري اثار يې ټولنې ته وړاندې کړي دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب