پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکلتوراکوړه کې د اجمل خټک پر مزار د هغه د ۱۳ تلين...

اکوړه کې د اجمل خټک پر مزار د هغه د ۱۳ تلين غونډه وشوه

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏د پښتونخوا په اکوړه کي د پښتنو د مشهور سياستوال او انقلابي شاعر اجمل خټک پر مزار د نوموړي د ۱۳ تلين په مناسبت يادغونډه او مشاعره جوړه شوه .

 په دې غونډه کې سلګونه شاعرانو او سياسي څېرو ګډون کړی و.

غوندې او مشاعرې ته مشهور ملتپال سياستوال غلام احمد بلور، ډاکټر صادق ژړک، شمس بونېري او د اجمل خټک زوی ايمل خټک ويناوې او لسګونه شاعرانو د مرحوم خټک په ياد شعرونه واورول.

په اسلام اباد کې هم د ښاغلي خټک په ياد ورته غونډه شوې وه، چې خان زمان کاکړ او نورو سياسي او فرهنګي څېرو پکې د ارواښاد خټک په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب