پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمالېې وزارت: بشري مرستو نه ماليه نه اخلو

مالېې وزارت: بشري مرستو نه ماليه نه اخلو

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏د طالبانو د مالیې وزارت وايي؛ د هېواد په ټولو ګمرکونو کې یې هغو بنسټونو ته، چې د بشر پاله مرستو په برخه کې فعالیت کوي ګمرکي تعرفه صفر کړې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ تر دې دمه افغانستان ته ۴۱زره او ۳۰۶ محمولې توکي وارد شوي، چې د ګمرکي تعرفې له معافیت سره یې ۳۲،۳میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي.

په وروستيو کې د طالبانو اداره له بشري مرستو څخه د ماليې اخیستو له امله نیوکو سره مخ ده او د دوی ځینې منتقدین په دې پلمه، چې طالبانو ته له يادو مرستو مالیه په لاس ورځي، د دغو مرستو د ځنډولو غوښتې کوي.

د طالبانو ياد شوي اعلان د بشري مرستو د زیاتیدو د پلويانو له هرکلي سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...