Homeخبرونهکندهار کې د ۳۵۰ ملایانو او قاریانو د فراغت لویه غونډه وشوه

کندهار کې د ۳۵۰ ملایانو او قاریانو د فراغت لویه غونډه وشوه

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏‏د کندهار له حکیمیه مدرسې څخه د ۳۵۰ ملايانو، قاریانو او حافظانو د فراغت لپاره پرون په مرکزي عیدګاه‌ کې د زرګونو تنو او طالب چارواکو په ګډون د دستاربندۍ غونډه وشوه.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې مراسمو کې د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله آغا، د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ‌مولوي ندامحمد ندیم ، کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او نورو مسئولینو ګډون کړی و.

‏طالب چارواکو په خپلو خبرو کې له خلکو او خاصتاً ملايانو څخه غوښتي، چې د دوی د حاکمې ادارې ساتنه وکړي.

د طالبانو له واکمنيدو سره عصري زده کړې څنډې ته شوي او ټول تمرکز د دیني زده کړو پر هغې بڼې شوی، چې طالباني مفکورې ته پراختيا ورکوي.

د ديني چارو شنونکي باور لري، چې د دیني زده کړو غیر عصري کول او د مدرسو پاکستاني بڼې ته پراختيا به افغانستان کې د افراطيت لمنه نوره هم پراخه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...