جمعه, مارچ 29, 2024
Home+کلک او ډیر کاربون جذبوونکی لرګی جوړ شو

کلک او ډیر کاربون جذبوونکی لرګی جوړ شو

تاند- په امریکا کې ساینسپوهانو د لرګي د ځانګړتیا د بدلولو لپاره یوه نوې طریقه کشف کړې چې پر اساس یې د لرګي مقاومت زیاتیږي او له هوا څخه کاربون ډای اوکسایډ جذبوي.

د امریکا په شمول په ګڼو هیوادونو کې له لرګیو کورونه جوړیږي نو د لرګي مقاومت زیات اهمیت لري.

کاربون ډای اوکسایډ د هوا او اقلیم په بدلون کې اساسي عامل بلل کېږي. له دې ګاز سره د مقابلې یوه ښه لار دا ده چې هغه جذب شي او عموماً یې ونې جذبوي.

د متحدو ایالتونو د ټکساس ایالت د رایس پوهنتون ساینسپوهانو د کاربون ډای اوکسایډ د جذبولو لپاره د لرګي له طبیعي خاصیته د هغه د جذب د وړتیا د زیاتولو لپاره کار واخیست.

دوی لرګي ته یو شمېر مواد ورزیاتوي چې د لرګي د کاربون جذبولو خاصیت ورسره ډیریږي.

له بلې خوا دا ډول مصنوعي لرګي، چې پروفیسر جورج شیمیزو او همکارانو یې جوړ کړي دي، په هرراز اقلیمي شرایطو کې زیات دوام کوي. لندبل یا رطوبت پرې اغیز نه کوي.

ساینسپوهان هیله لري چې دا لرګی به له یوې خوا د کورونو عمر اوږد کړي او له بلې خوا به د هوا له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب