لنډه کیسه :
زموږ ټولګی ځکه زموږ د کالج د ټولو یارانو په خولو کې لویدیلی ، چې زموږ ړوند ټولګیوال تل خپل سپي له ځان سره د ټولګي تر دروازې پورې راولي، دي ټولګي ته را ننباسي، پرڅوکۍ یې کینوي او بیا بیرته لکه یوښه سرپرست او لارښود خپله له ټولګی څخه وزې، هلته د ټولګي دروازې ته مخامخ ځان سره وپیچې، ترهغو چې یې خاوند له درسه خلاصیږي، هم هلته آرام پروت وي، اویوازې زموږ ټولورفتار او زموږ قدموته، په خپلو نیم کښو سترګوپه حیرانتیا دریانتیا سره ګوري اوګوري …
زما او زما د ړانده ملګري کورونه هم سره نژدې دي ، کله کله چې سهارمهال کالج ته راځو، په لاره کې سره یوځای کیږو، سپي یي ترمخ دی ورپسې وي ، ټول فکر او پام یې دې ته وي چې څنګه ښه درس ووایي او څنګه ښې نمرې ترلاسه کړي، دی تل دزړه په سترګو پرهمدغه ورکه پسې څارو وي … دی نصرت نومیږي خو موږ یې له ډیرې مینې نصرت جان بولو، زموږ یوشمیر چې ټوکي ورسره لري ، دهغوحساب بیا بیل دی ، څوک نصرتی بولي او څوک يی په دې خاطر چې هرڅه دده له خوا ډیرزر نشریږي بیا نشرتي بولي، ښه هلک دی ، زحمت وباسي، او د زړه روښانتیا یی دومره ده چې په هرڅه پوهیږي اودهرڅه په باره کې نا لیدلی خو مناسب قضاوت کولای شي… زموږ یوه ټولګیواله یې ښه ایسده ، تل به یي غږ پرهغې و، له هغې سره یې هم اړیکي پردې خراب شول چې ده یوه ورځ ورته ویلي وو ، راته ګرانه یې … هغې ورته ویلي وو چې څومره … ده بیا په ځواب کې ورته ویلي وو چې : ډیره راباندې ګرانه یې خو ترسپي مې نه …
له هغه وروسته به یې چې نصرتی لیده ځان به یی تر پربله کاوه ، داسې چې نوریي هغه نژدې اړیکي سره پرې شول چې تراوسه پورې بیا یو پربل ورنه غلل … که رښتیا ووایم دغه نشرتی ، شرارتي نوم هم د لومړي ځل لپاره د هغې له خولې راووت چې ورو ورو دنورو په خولو کې هم پریوت … دده یوه ښه یا بده ځانګړنه داوه چې دزړه روغې خبرې کله کله داسې، لکه چې نه پوهیږي په کوم ځای اوڅنګه یې وکړي لکه د ناپوه سترګور هغه ړندې او برندې ترې راوځي …خو دی داسې نه دی، زموږ ټولګیوال کله کله دده په اړه دا خبره هم کوي چې ، نصرت که ړوند هم دی خو خبرې یې هره یوه لکه دهندوانو شیو ا دری سترګې لري …
زه یوازنۍ خارجي وم چې له دوی سره مې په یوه ټولګي کې درس وایه ، ټولو مې ډیردرناوی کاوه ، په تیره بیا نصرت… ده به تل له ما زما د وطن په باره کې پوښتنې کولې، په دغه اړه یې ځانګړې لیوالتیا وه، هڅه یۍ کوله چې په ډیرو خبره باندې ځان پوه کړي ، ځکه چې زموږ ټولګی په خپله د سیاست پوهنې ټولګی و، استادانو به هم چې لکچرونه راکول نو یومثال خو به که په ورځ کې نه و ، خو په اوونۍ کې خوخامخا افغانستان و: داسې لکه په افغانستان … لکه امریکا چې په افغانستان کې اوس …. لکه امریکایی پالسي د افغانستان په باره کې … دا ډول مثالونه به تل په ورځ، اوونۍ او میاشت کې سره کار ته پورته کیدل …
نه پوهیږم چې په هغه ورخ پرکوم اړخ را پورته شوي و، کله چې زه له کوره راووتم ، دی هم د کالج پرلور له خپل سپی سره ټک ټک نری نری روان و، په هغه سهار سخت باران شوي و، لاره خټو اوچکړو پرسرا خستي وه ، په سرګ به چې موټر تیره ډند اوبه به یي په بې دریغه توګه د سړک دغاړې خلکو ته ورپاشلي ، ما ترلاس ونیو او دواړه ګډ سره روان شوو، ما لا دده لاس سم په لاس کې نه و نیولی چې خپل لاس یې زما له لاسه یوډول ورکش کړ چې زه یې په ځان کې ولګولم … زرمې پوښتنه ترې وکړه : انشاالله خیرت خو به وې ؟ ده را غبرګه کړه : ـ اړینه نه ده ، پرې مې ږده چې په خپل سپي پسې ځم ، که ما له انسانه دخیرتمه درلوای نو بیا مې سپی څه کاوه، … ځه خپله لار دې وهه … ما پریږده او سپی مې …
زه حیران شوم ، نصرت خو کله هم ماته داسې کم نظري نه وه کړې … پرې مې ښود ، له خپل سپی سره روان و، لږ وړاندې چې ولاړ سپي یې مخکې روان و، ناڅاپه دکوڅې دسر کوم سپي حمله پرې وکړه ، دده سپي غوښتل ځان نصرت ته رانژدې کړي ، خوهغه یی له نصرت سره یوځای دواټ څنګ نالۍ ته ورټیل وهل او دواړه په خټو او چکړو کې سره لیت پیت شول . ما زر ځان ورورساوه ، را پورته مې کړ، خو دومره چټل شوی و چې ناچاربیرته دکورپرخوا روان شو، هیڅ یی هم ونه ویل ، ان چې یه ساده مننه یی هم ونه کړه … په همدغه شیبه کې زما هماغه ټولګیواله هم را پیداشوه ، چې هغې هم دا صحنه ټوله لیدلې وه ، ځکه خویي ماته په تانه ییزه ژبه وویل :
ـ ودې لید ، نشرتي … شرارتی ، هغه په خپل سپي دومره نازیږي چې بس هغه ده ته هرڅه کوي ، خودکوڅه یی لنډغرو خرپ او ترپ یي نه لیدلی … ښه شو، ډیرښه شو، ماته یې ویلی وو چې راته ګرانه خو تر سپي مې نه …
ددې خبرې خدای شته زه یوڅه سره سوچې غوندې کړم : دکوڅه یي لنډغرو خرپ او ترپ …. زرمې پوښتنه ترې وکړه :
ـ داڅه ډول سپي دي ؟
زر یی ځواب راکړ :
ـ داهم هغه سپي دي ، هغه چې هرچا هرې خوا ته وشکارل ، بیا نو مخ څټ نه لري … ولي ستاسې په ملک کې داسې نشته ؟
ـ کیدای شي ، خو زه ډیرنه یم ورته متوجه شوې …
ـ شته ، شته ، ولی هغوی چې امریکایان کارترې اخلي او هغوی چې ستاسې په کوڅو اوبازارو کې په خرپ او ترپ سره ژوند کوي ـ هو، داخوشته ، دا دواړه ډوله شته …
ما بیا پوښتنه ترې وکړه :
– کوم ډول ښه دي اوکوم بد ؟
هغه راته موسکۍ شوه :
ـ سپي خو دواړه سپي دي، دالومړی یي تعلیمی دي، هرڅه دیوه ورکړه شوې درس له مخې ، ترسره کوي او دابله ډله بس شکارل شوی او دخرپ او ترپ دي… لکه چې دنصرت پرهغه یی نن حمله وکړه او د سترګو په رپ کې ورک شو …
خو زه لاهم ددې ددغې پوښتنې په سوچ کې وم چې: ولی تاسې یې نه لرئ ؟ چې موږ دواړه ټولګی ته راورسیدو ، لامو ښوونکي نه و راغلی چې نصرت یي هم سپي ټک ټک را ورساوه او پرمايی غږ وکړ چې چیرې یم ؟ ماهم په مات زړه غږ ورته وکړ چې کواکي ، شته یم ، شته … له لنډې دمه وروسته یې زه ځانته وروبللم ، او دننۍ پیښې له امله یې بښنه رانه وغوښته …خو لامل یې راته ونه وایه … په عین حال کې یې سرټکونه له دې وه چې ګوره زما سپي څومره شریفه دنده ترسره کوي اولنډغر کوڅه یی سپي بیا څومره بدغوني دي … په څومره بد غونۍ یې پرموږ را وترپل …
ما څه ورته ونه ویل خوده له خپلې بښنې سره سره زموږ دهم ټولګیوالې هم هغه پوښتنه راڅخه وکړه ، تاسې هم په خپل وطن کې داسې کوڅه ډوب لنډغرلرئ …
ما ده ته هم په لنډو ځواب ورکړ :
ـ کیدای شي ….
ده را غبرګه کړه :
– کیدای څه چې خامخا یې لرئ … ستاسې هغه ترموږ هم خطرناک پردې دي چې هغوی یومهال تعلیمی وو ،هغوی امریکایانو ډیرنازول، خوکله یې چې سریله پریښودل ، بیا ترې کوڅه ډب هغوی جوړشول … هغه ډیرخطرناک نسل دي، هو، ډیر … مادهغوی په باره کې ډیرڅه اوریدلي دي …
ـ نصرت جی، نه پوهیږم … زه ډیرماشوم وم چې له وطنه راوتلی یم …
ـ هو ، دادرسره منم، خو داسې مه وایه چې : کیدای شي اویا وي به …
زموږ دغه خبرې زما ټولګیوالې نجلۍ هم اوریدلې ، داسې ښکاریده چې نصرتی هم له هغې داخبره اوریدلی وه ، ځکه یې دخپلو خبره په ترڅ کې داهم وویل چې ده له سلما څخه هم دغه خبره اوریدلې چې :
ــ سپي خو دواړه سپي دي ، دالومړي یي روزل شوي دي ،هرڅه دیوه ورکړه شوې درس له مخې ،ترسره کوي او دابله ډله بس شکارل شوي او دخرپ او ترپ دي اوبس …
رښتیا ما نورڅه ورسره ونه ویل ، زموږ دسیاسي اړیکو ښوونکې راغله اوپه خپل لکچریي پیل وکړ، هغې هم نن بیا دخپل لکچر په ترڅ کې څوڅو ځلې د افغانستان نوم یاد کړ: … لکه په افغانستان کې دامریکا شته والی… لکه امریکا چې پرته له کوم لرلیده افغانستان ته دعراق جګړه را ولیږدوله … لکه امریکا چې په اتیایمه لسیږه کې افغانان دروس پرضد وسلوال او دهغه پرضد وکارول او بیا یي خپل افغانستان هم پر دوې وران کړ …
په هغه ورځ دا زموږ وروستي لکچرو، ما زدیګرناوخت ستړی ستومانه کورته را ورسیدم ، دخپلې ورځې اوږدو ته مې یولنډ سوچ وکړ، زما دټولګیوال سپې را یاد شو، دخپلې هم ټولګۍ خبره را یاده شوه، په همدغه سوچ کې مې ډوب وم چې د پلار تلیفون مې وشرنګیده … ، له کومې جنازې راغلی و، سخته په قهرو ، دایي لومړۍ خبره وه چې :
ـ بچیه سلام ، شکر چې جوړ یې موږ خونور له جنازو ترپزې راغلي یو ، هره ورځ ، هره شیبه ، او هرګړئ یوه څه چې جنازې پرخاورو سپارو ، وطن نور سپیو په سراخستي ،هغوی سپیوچې نورنو د انسانانو په وینو هم ماړه شوي …
ما هیڅ هم ورته ونه ویل یوه شیبه مې ښه ورسره وژړل ، بیامې زر خدای پاماني ورسره وکړ، د تلیفون له ټنۍ وهلو سره سم مې فکر ته راغله چې کاشکي مې هغه دخپلې ټولګیوالې نجلۍ جمله د پوښتنې په توګه ترې کړې وای چې :
ـ پلاره ، له کومو سپیو ؟ د امریکایانو له روزل شویو بګیلو او که له شکارل شویو خرپ ترپ والو …. ؟؟؟
خالق رشید
دوه زره اتلسم کال، جنوری ۳
Very nice !!! Excellent story …love itttttt
سلامونه رشید صاحب!
ډېره ښایسته کیسه ده. هیله من یم چې په راتلونکې کې هم همداسې په زړه پورې کیسې له مونږ سره شريکې کړئ. بس یوه هیله در نه لرم د “کوڅه یی” سپی پر ځای کوڅه ډب سپی سم راځي او په بل ځای کې مو لیکلی دی “کوڅه ډوب” چې دا سمه املا نه ده. .
هیله من یم چې را نه خفه نه شئ. ستاسو د لا نورو لیکنو په تمه. په درنښت
ډیر ژور مطلب وو.