Home+د تذکرة الاولیا ډیجیټل نسخه | حبیب الله حبیبي 

د تذکرة الاولیا ډیجیټل نسخه | حبیب الله حبیبي 

د کتاب نوم: تذکرة الاولیأ.

لیکونکی: سلیمان ماکو صابزی

د کتاب د لیکلو کال ۶۱۲ هجری قمری، ۱۲۱۵ میلادی، اته سوه دوه دیرش قمری او اته سوه اته شمسي کاله پخوا.

د لیکلو ځای د ارغسان ویاله جنوبي افغانستان. د ارغسان ویاله یا سین چي ۲۸۰ کیلومتره اوږد دی د کلات او کندهار په جنوب کي تېرېږي او په دوری رود او د ارغنداب په سین ورګډېږي Google Earth  دلته د ګوګل ارت  لینک کلیک کړئ چې د ماکو کلي او د ارغسان د سین جغرافي موقعیت وګورئ. ماکو له کندهارښارڅخه تقریباً دېرش کیلومتره لېري دس او د کندهار په جنوب شرق کي د ارغسان سین پر جنوبي غاړه پروت دئ.

د دې قلمي نسخې د لیکلو تاریخ او د کاتب نوم نه دی معلوم.

دغه ډیجیټل نسخه کټ مټ د قلمي نسخې څخه را نقل سوه او هیڅ ډول لاس نه دس پکښي وهل سوی. د دې کار هدف دا و چی د پښتو یوه زړه املا او یو زوړ رسم الخط په ډیجیټل دنیا کي معرفي سي او نوی نسل وویني چي لرغونو پښتنو پښتو څنګه لیکله. د متن او املا امانت ساتل سوی دئ او د کاتب تېروتنې نه دي اصلاح سوي او پخپله اصلي بڼه پرېښوول سوي دي.

ورډ پراسسنګ په ګوګل Docs کي سوی دئ.

د تفصیل د پاره تذکرة الاولیأ په alamahabibi.net کي وګورئ.

قلمي او ډیجیټل نسخې لاندي ښوول سوي دي.

د تذکرة الاولیا ډیجیټل نسخه
 بسم الله الرحمن الرحیم

وایم حمد و سپاس د لوی خاوند او درود پر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم چی دی بادار د کونینو او رحمت د ثقلینو لوی لوی رحمتون د وی د ىىغه استازی پر آل او یارانو چی دواړه جہان پ دوی د روښان اما بعد زه غریب خاوری سلیمان جٔوی د بارک خان ماکو صابزی چی پ ویالہ

د ارغسان ىىوسىږم او پ د مزکو پایىږم پ سن دوه لس شپږ صوه د ىىجری تللی وم او د پښتنخا پ راغو او کلیوګرځیدم او مراقد د اولیا او واصلینو م پلټل او پر ىىر لوری م کاملان موندل او د دوی پ خدمت خاکپای وم او ىىر کله پ سلام ورته ولاړ چی ل د سفره پ کور کښ کښنستم او تڼاک م وچاود د پښوبیا پا څیدولم او لہ څښتنه م مرستون شوم چی احوال د ىىغو کاملانو وکاږم او دوی چی ىىغه ویناو پات کړد او پښتانہ پ لولی اوس ذکر قدوة الواصلین شیخ مشایخ ببټنى چی د خدای پ پىز ندګلوی تر ټولو لوی و او بزرګ نقل کاندی چی شیخ ببټنی ىىوسید پ غره د کسی باندی او ىىلتہ دیره او د ب ىىر کلہ څښتن باله او روزه ب و پ شپو بہ د خدای پہ عبادت بخت ب و

۲

نقل ىىسی کاندی یارانوچی پ روزګار د شیح بىټنی کښ دده ورور چی سړبن نومید او پر شیخ ىىم خورا ګران و سړبن ندرلو زامن او ىىر کلہ ب ویل خپل ورور ت بىټنی خپل جٔوی اسماعیل ورکاوه او لوی سىو د سړبن پ کالہ خدای مهربان د اسماعیل پ برکت سړبن ت نصیب کړ دونی زامن چی اوس تر وس تیر سو ګڼون د ىىغو د اسماعیل مرقد مبارک واقع دی د کسی پر غر چی زه ىىلتہ تللی وم نقل کاندی چی بىټنی سپین ږیری سو نو ده ب ىر کلہ څښتن ستایہ او رب ت ب درخواست کاوه چی زما پہ کال او د سړبن او غرغښتی پ کول کښ برکت کښسږده بادار قبول کړ د د درخواست او ډکہ سوه مزکہ د پښتنخا د دوی

۳

پ کول نقل کاوه شی چی شیىخ بىټنی ب ډیر تر ډیر دا سندری لولولی او د کسی غر کښ ب ګرجٔید پ شپی لوی خدای لوی خدای ستا پ مین پ ىر جٔای غر ولاړ دی درناوی کښ ټول ژوی پ جٔاری کښ دلتہ د د غرو لمنی زمږ کږدیْ د پکښ پلنی دا وګړیہ ډیر کړی خدای لوی لوی خدای دلتہ لږ زمږ اور بل دی ووړ کورګی د ووړ بورجل دی مین ستا کی مږ میشتہ یو بل د چا پ ملہ تلہ نہ یو ىسک و مزکہ نغښتہ ستا د د مړو وده لہ تا د دا پالنہ ستا د خدای  لوی خدای لوی

۴

نقل کاوه شی چی پ روزګار د غازی شہاب الدین چی پر کفر یرغل و شیخ ملکیار چی غرشین ستان و ىىم ملګری و د شہاب الدین چی پ دیلی کښ ىىغه ستر واکمن ټاټوبی وروښانده او ىم ىىوری مړ شو نقل کاوه شی چی پ جوبلہ کښ مسلمانان تر شا ولاړه او کفارو بری وکړ لر ن و چی مسلمانان شی د کفارو پ کټارو پنا او دښنہ بری وکړ چی نا څاپ شیخ ملکیار راغی او پر دښن یرغل وکاوه او ډیر رښت ووژل نورو مسلمانانو ىىم د ملکیار تر اړخ توری وکښی او سره ومړوړل دښنہ ستر څښتن  دوی ت پ مړان د شیخ ورکړ لو سوب او بری چی پخوا ىىم نہ و پ برخہ شوی د چا ىىیڅكلہ پ ىىىڅ ځای کښ پ جوبلہ کښ ملکیار دا پاړکی وویل چی غازیان وپاریدل او پ څىر د زمریو ورتوی شول څښتن مو مل دی اوس مو یرغل دی

۵

اىىواد د بل دی غازیانو ګوری څښتن مو مل دی توری تىری کړی دښن مو پرکړی منګلی سری کړی څلہ ب تښتو څښتن مو مل دی ک ټینګ کړو زړون پر بری یون چی زمری یون اسلام را څخہ دی څښتن مو مل دی غازیانو راشی ټول شاوخوا شی د شہاب پہ ملا شی څښتن مو مل دی نقل کاوه شی چی شیخ ملکیار ستان بہ تل  تتلہ د شیخ اسماعیل ستر ستان پاړکی ویل او ږغ ب کاوه دا شیخ د سړبن جٔوی و تښتہ وکړ لہ ابلیسہ چی ابلیس لعین ښکاره شی ىلتہ ورکہ پلوشہ شی ټول نړی توره تیاره شی سړی وران شی لہ ابلیسہ غوڅ د پس پ کټاره شی کہ ىر چا ابلیس خرجٔ کی نو ىی ىلہ ننداره شی ک سړی ابلیس ت پړ شو نو پر کور د ویر ناره شی  او

۶

نقل ىسی کاوه شی چی بىختیاری ستر ستانه و لد نہ سرګند شوی دی ىىغہ کرامات چی مو وکښل او وویل موسی چی ستر پلار و د قطب تللی و لہ بىختیارانو څخہ او میشت و پر ایواد چی سیند بالہ شی لرغونی برتہ  جٔوی د موسی شیخ  احمد ت لوی ستان ورکړ شوی د سننرر لاس ده ونیو وګروىىید او پر نړی د ستن ږغو واه د خدای وګریہ ب رابلل پ سمی څو چی بىمیا شو د وګړیہ بىختیار پ پښتو سندری کړینہ اوښي

۷

توىیویىنہ خدای ت نار کړغبلی کړ پاړکی لرینہ چی یو دا دی ویر م زړه سوری سوری کړ را ت وګوره ملوکی پ بیلتون کی د وباسم لہ خوږمن زړګی کوکی را ت وګوره ملوکی را ت وګوره ملوکی د بیلتون اورون بل دی ىر ګړی می زړګی څوجٔی لیونی یم د مین څوجٔم زه لکہ پيلوڅی را ت وګوره ملوکی را ت وګوره ملوکی رات وګوره ملوکی غوړولی دی اوربل دی اور زما پ زړګی بل دی زه بىختیار خاوری ایری شوم پ اور څوی م کوګل دی را ت وګوره ملوکی را ت

1 COMMENT

  1. په دې مضمون کي لېري دس لېري دئ، لاس نه دس لاس نه دئ، هدف دا و هدف دا وو اصلاح غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...