سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهد سعودي د سفارت د بندېدو د علت په اړه بیلابیلې ادعاوې...

د سعودي د سفارت د بندېدو د علت په اړه بیلابیلې ادعاوې کېږي

تاند (دوشنبه، د دلوې۱۸) راپورونه وايي چې له عربستان وروسته متحده عربي اماراتو هم په کابل کې خپل سفارت بند کړی او خپل دیپلوماتان یې وربللي دي.

سعودي په کابل کې د خپل سفارت له بندولو سره همهاله ۱۹ دیپلوماتان او کارکوونکي په الوتکه کې پاکستان ته بیولي دي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې سعودي په کابل کې له دې کبله خپل سفارت تړلی، چې د طالبانو ادارې یې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوله.

د‌ سعودي د سفارت څو ښځینه کارکوونکو ویلي، چې طالبانو دندې ته د دوی د ورتلو مخنيوی کړی وو.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د سعودي دیپلوماتان د یوې اوونۍ لپاره په دې خاطر وتلي چې د سفارت په ودانۍ کې یې تعمیراتي کارونه روان دي.

د مجاهد په قول دا هم ویل شوي چې سعودي دیپلوماتان د یوه روزنیز کورس لپاره له افغانستانه موقتاً وتلي دي.

په همدې حال کې یوې دیپلوماتیکې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې په کابل کې د حملو د خطر د زیاتېدو په اړه د خبرداریو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه چې خپل دیپلوماتان پاکستان ته ولېږدوي.

سعودي د تېر کال په دسمبر میاشت کې د طالبانو د ادارې له لوري، پوهنتونونو ته د ښځو د نه ورتلو پرېکړه غندلې وه.

سعودي عربستان له محدودو هېوادونو څخه و چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته یې په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور ساتلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب