سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته فعاله شوي

کندهار کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته فعاله شوي

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ په کندهار کې د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په دې ولايت کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي فعال شوي دي.

د کندهار د پوهني ریاست ویاند مولوي وکیل احمد متوکل وايي د دې ښوونځيو ۳۳ په معروف ، نهه په خاکرېز، یو په میانشین، شپږ په نېش او درې په غورک ولسوالۍ کې فعال شوي دي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د جمهوري نظام پر مهال په کندهار او نورو يو شمېر پښتنو ولایتونو کې سلګونه ښوونځي تړل شوي او سوزول شوي وو.

دا ښوونځي تر ډېره په هغو سيمو کې تړل شوي او سوزول شوي وو، چې طالبان پرې واکمن وو.

طالبانو په يادو پېښو کې لاس لرل ردول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب