سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچارواکي: د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات ډېر...

چارواکي: د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات ډېر شوي

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې د شمېرو پر بنسټ، په دې وروستیو کې د خوراکي توکو پنځوس واګونونه د دې پټلۍ له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د دې ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي: په دې وروستیو کې د تورغونډۍ بند له لارې پنځوس واګونه تجارتي توکي هېواد ته وارد شوي دي چې مجموعي وزن یې ۳۳۶۰ مټرک ټنه دی او لویه برخه یې خوراکي مواد دي.

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغان سوداګر د هېواد د څلورو بندرونو له لارې له منځنۍ اسیا او روسیې سره راکړه ورکړه لري او په وینا یې دغه بندرونه د ټرانزیت پر مخ هم فعال دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: ګمرکي ستونزې چې پخوا وې، اوس نه‌شته، هم مرکزي اسیا کولای شي سویلي اسیا ته ټرانزیټ وکړي او هم د سویلي اسیا هېوادونه کولای شي له کومې ستونزې پرته نېغ په نېغه ټرانیزيټ وکړي.

له بل لوري د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزارت له روسیې سره له داسې یوې هوکړۍ خبر ورکړی چې له مخې به یې د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یو نوی دهلیز جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب