پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهد پاکستان محکمې د ۴۰ افغان کډوالو د خوشې کیدو امر کړی

د پاکستان محکمې د ۴۰ افغان کډوالو د خوشې کیدو امر کړی

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ د پاکستان په سند ایالت کې د پنځو کورنیو په ګډون څلویښت افغانان د کراچۍ د استیناف محکمې په حکم له یوه زندانه خوشې شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به دغه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې ۱۶۰ نور افغانان هم د پاکستان له زندانونو خوشې شي.

د پاکستاني چارواکو په وينا، دغه کډوال به د سپين بولدک له لارې لېږدول کېږي او د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ته به سپارل کېږي.

پاکستان په وروستيو کې سلګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو د لرلو باوجود نيولي، چې د دغه هېواد د بشري حقونو د کمیسیون په وینا، په ناوړه زندانونو کې بې برخليکه ساتل کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، د افغان کډوالو لپاره مدافع وکيلان نیولي او تر څنګ ېې د طالبانو اداره د يادو کډوالو د خوشې کیدو لپاره د خپلو ديپلوماتيکو نمايندګيو د هڅو خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. تف لعنت طالبه اشراره رذیله سوډره ستا په طاغوتي جهاد 🤮. لعنتیانو د پرتوګ په ځای تر کونه تاو کړۍ تورغری پنجابی څه نخرې نه درباندي کوي لعنت ستاسي په تور اسلام او ستاسي په نسل 🤮😡🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب