جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبپروین لاهوتي سرودګره پوهاند فضل ولي ناګار

پروین لاهوتي سرودګره پوهاند فضل ولي ناګار

هغه شاعره چې د پښتو ادب تاریخ به یې هیڅکله هېره نه کړي، ما یې چې کلونه کلونه پخوا دا شعر:

کنعاني مينې کچکول په لاس کې راکړ
زلېخا شومه د مصـر په کـوڅـو کې

اورېدلی، اوس مې هم په غوږ کې د خپل ټول جمالي جلال سره په سندریزو ازانګو دی.

د کنعاني مینې کچکول په لاس دا ځار ځپلې زلېخا د مصر په کوڅو کې د خپل خیال، رومان او تصور سره ګرځي.

د دردمن زړه دا لطیف هنر چې څوک لولي، ګام پر ګام د احساس او جذبې شدت د انفلاق وېره ورکوي، خو دا هنر او فن
دی، دلته د جمال د شدت ظهور، جلال وي.

د پروین ټوله شاعري د درد بشپړ اظهار دی، چې د ښکلو الفاظو او توریو جنتي جامې یې اغوستي دي. علامه اقبال وایي: د روح اصلي کیفیت غم دی او حمزه بابا خو وایي، چې په نړۍ کې خوشحالي بېخي نشته، کله چې غم لږ کم شي، موږ ورته خوښي وایوو.

د قدرمنې شاعرې زړه د دې پخپلې اصطلاح د مینې او مېنې درد ځپلی، هغه د خپل زړه معبد ته ننوتی او داسې هنري تزکیه یې موندلې، چې د مولانا غوندې هر څه ورته شمس او د مجنون غوندې ځان ورته “” مطلوب”” ښکاري.

شعر، تصوف او فلسفه د تخیل پر وزرونو تر ډېره د یوې لارې ملګري وي. عظیم الشان قران هم وایي، چې خدای ج دومره یاد کړه، چې یقین دې راشي. “” تصور شیخ”” په عرفاني طریقو کې یو اصل دی او په دې د یوه سالک “” برزخ “” جوړېږي او له خپل مرشده پرې الهامي واردات ورېږي. حمزه بابا رح وایي:
اوس په خاورو بادولو کې هم خوند دی
که هر څو دې تصور راته یو ګام شو

د اغلې پروین ګرده شاعري په تصور او تخیل هنري او تصویري ده، هغې خپل لوړ خیال او ژور فکر روح ته رسولی، روح غیر مادي دی او د غیر مادي شیانو لپاره د زمان او مکان قید نه وي. نو ځکه به یې  زماني او جغرافیایي حدود مخه و نه نیولی شي. زما وړاندیز دا دی، چې د پي ایچ ډي او ماسټرۍ په څانګو کې دې د دې بې بېلګې هنرمنې پر شاعرۍ د ادبي فنونو او… علومو له خوا څېړنه وشي، تېزسونه دې پرې ولیکل شي او په دې توګه دې زموږ د ادب تاریخ د میوند د ډګر د ملالۍ غوندې “” د شعر ملاله”” هم تاریخ ته ور وپېژني، چې ولس مو پرې وویاړي.
نن د هاجرې شونډې بیا وچې دي
دښت ته د زمزم کیسه لا پاته ده

خو نه، نه؟ د پښتنې سندر غاړې نازیه اقبال په زمزمو:
ته به خوست ته کله راځې، پخې سنځلې دي.
ناګار
پوهنتون مېنه

4 COMMENTS

  1. سورور عنوان او کمسورې خبري:

    د عنوان په مقابل کې د پوهاند کلیمې علاقمند کړم چې کلیک ورباندي و کړم…

    لیکن په لیکنه کې مې د محترمي شاعري یوازي یو دوه بیتي تر ستر ګو شوه…. ختم یې د نازیه اقبال په ټپه شوی و. چې خوست ته به کله راځي…

    یو وخت چا په تاند کې کمنټ کښلي و، را یاد مې شو:

    ((کلیوال سړی ښارته تللی و، هلته یې ګوړه څکلي وه…
    مازدیګر یې جومات والو ته بیان کاوه، چې یره نن بازار ته عجیبه خوږه ګوړه راغلې وه له شنو چایو سره یې سخت خوند کاوه، سهار وختي ورشئ چې تمامه نه شي.
    بل سړي ور باندي غږ کړي و : کنجوسه نو چې دومره خوږه وه لږ خو به دي راوړه هم.))

    بله خبره داچې نن سبا د تاند لوستونکي په ساده الفاظو کې خبري لوستل غواړي، ګونک او په ظاهره زینتي کلیمې د تیري سدۍ د قلموالو برخه وه. ننی پښتو نثر ګونګو الفاظو ته لیوال نه دی. که عنوان سورور کاږو، نو کمسوری متن ورسره بدرنګه ښکاري.

    درېیمه یې مې دا ویل غوښتل، هغه کار چې پخپله یې کولای شو، ولي یې پر بل چا وسپارو؟ په بله وینا چې د پوهاند صاحب ورته ډډه نه لګیږي، نو له چا څخه به یې تمه کوو؟

    تاسو چې محترمه شاعره لاهوتي نومولي، نو لاهوتي لیکنه ور باندي کښل خو یې هم حق درباندي در لود.

    ګیله مې ځکه و کړه.

    والسلام

  2. ستومان صاحب ! الله دی جنتی که. یادونه دی بیخی سمه ده، خو اول وګوره چی دا څه رقم پوهاند دی. زما وراره ادبیاتو کی دی. وایی چې دغه سړی ډیر لږ صنف ته راځي بیا ټولی خبری یی د محمدهمزه شنواری په حقله دی او هرو لس دقیقو کی یو نسوار اچوی بیا تر ژبی لاندی بنګیږی چی سترګی یوه یو خوا بله بل خوا ګوری. خبر یی معلومه نه وی. دطالبانووخت کی په هغه رتبه مقررسو چی وزارت نده ورکړی د علمی او کادری قانون خلاف لکه مارشال فهیم او مارشال رستم یی رتبه اخیستی ورشی پوشتنه وکړی چی قیصه څه ده که عسکری رتبی په جنګ ورکول کیږی نو رستم ډیر جنګونه کړی ډیر خلک یی وژلی مارشالی ځانته ی حق بولی خو پوهندی رتبه باید په علمی درجه وتلل شی بیا ورکړل شی خو دلته داسی نده. پخوا دپوهنتونو درجی ډیری سختی ایخستل کیدی افغانستان لس پوهندان لرل اوس له هری تیږی لاندی دوه دری دی دا ولی دا زکه چی مارشالی غوندی شوه

  3. پوهاند صیب باید د محترمی لاهوتی د شاعرانه نړۍ د لنډی پیژندګلوی تر څنګ د هغی پر بیوګرافی هم لنډه رُڼا اچولې وای څو ګران لوستونکی لږ او ډیر خبر سی چی دا محترمه کومه دنده او وظیفه لری او چیرته اوسی.
    آیا د حیات په غیږه کی ده او که د ممات په غیږه کی.
    په هر حال، د یوسف علیه السلام د قصې د سترو ښېګڼو څخه یو هم ددی قصې ادبی اړخ دی، له معدودو داستانونو څخه ګڼل کیږی ( البته مسلمان انسان ئې پر حقانیت باید معتقد وی ) چی یوی ښځینه موجود پکی د ” مین ” پتوګه لوی رول لوبولی دی.

  4. سلامونه اودرناوي،
    وایې ؛ ( یادمې ته که ، مړوي به مې خدای ج) ددروند استاد ناګارڅخه یوه نړۍ مننه چي زه یې ددي لا هوتي تورو وړګنلي یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب