دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد قاطع ملاتړ ماموریت د افغانستان د دفاع وزارت سره نوې مرسته...

د قاطع ملاتړ ماموریت د افغانستان د دفاع وزارت سره نوې مرسته وکړه

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱۵) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ۴۵۰ عرادې هاموی ټانکونه او یو شمېر نور تجهیزات افغان ځواکونو ته ورکړل.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د قاطع ملاتړ ماموریت د  CSTC-A ادارې په کابل او کندهار ولایتونو کې ۴۵۰ عرادې هاموی ټانکونه، ۸۰ میلیونه مرمۍ، یو شمېر د شپې دوربینونه او ځیني نور تجهیزات د افغانستان د دفاع وزارت ته وسپارل.

ښاغلي میاخېل لیکلي، «قاطع ملاتړ د CSTC-A  ادارې تقریبا ۴۵۰ نوي هاموی ګانې، ۸۰ میلیونه مرمې، د شپې دروبینونه او نور تجهیزات د ملي دفاع وزارت ته په کابل او کندهار کې وسپارل. د کندهار نه به ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۱۵ قول اردوګانو ته اکمالات تر سره کیږي.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال دا هم لیکلي چې د ملي دفاع وزارت اوس دا ظرفیت لري چې هاموی او ځیني نور وسایط پخپله ترمیم کړي.

ویل کیږي چې د پخوانيو جهادي تنظیمونو له خوا د ډاکتر نجیب الله د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته د افغانستان اردو منحل شوه؛ ټانکونه او الوتکې یې په کباړ کې وپلورل شول خو په ۱۳۸۰ کې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له یرغل څخه وروسته د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په شمول دفاعي او امنیتي اورګانونو بیارغونه پیل شوه چې اوس یې کافي اندازه پرمختګ کړی دی.‌

2 COMMENTS

  1. That is an indication that NATO is concerned about their reputation and will not let Taliban overthrow present government by force .

    If Taliban take control of Kabul in the absence of negotiation, there will be no credibility left for NATO elsewhere in the world.

  2. هموطن ګرامی طالیب او حامی یی په خوب و خیال کښی به هم دا وطن ونه شی نیولای۰
    د افغان غیرت /همت او مورال ډیر عالی دی دا خارجی یرغل ګر داسی وژنی لکه ټپوسان۰
    د جنګ میدان په همیش د افغان فاتخ په نصیب وی۰
    ژوندی او سرلوړی دی وی افغان غیور فوځ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب