چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد جګړې په توده لمن کې هم، پرمختيايي کارونه دوام لري

د جګړې په توده لمن کې هم، پرمختيايي کارونه دوام لري

تاند (پنج شنبه، د عقرب ۱۵) سره له دې چې په ټول هېواد کې د جګړې لمن توده او خوره ده خو؛ بيا هم په ډېری ولايتونو کې د دولت له لوري پرمختيايي چارې دوام لري.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولان وایي، چې دمګړۍ د هېواد په شپږو ولایتونو کې د  ۲۴۹  ميلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو چارې روانې دي.

د ياد وزارت ویاند رفيق جنبش تاند وېب پاڼې ته وویل چې، په دې کې شپږ سترې پرمختیايي پروژې شاملې دي.

د جنبش په خبره په دې پروژو کې په کابل کې ۲ کيلومتره سړک، په خوست کې ۱۱،۷ کیلومتره سړک، په  جوزجان کې دوه کیلومتره اوږد اوبو لګولو کانال چې، په کاپیسا کې ۲،۷۵ کیلومتره سړک، په لغمان کې ۱،۲ کیلومټره سړک او په سرپل کې د ۱۶۹ مترو په اندزه د استنادي دیوال جوړول شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې، له دې پروژو څخه به  لس زره کورنۍ ګټه اخلي او دغه راز به يې د کرنیزو ځمکو د کافي اوبو د نشتون او  د ترانسپورټ په برخه کې شته ستونزې هم تر یوه بریده حل شي.

دا پروژې داسې مهال روانې دي، چې دعامو خلکو په خبره په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د پرمختيايي کارونو مخه ډب کړې او هڅه کوي لوی سړکونه او پلونه په بمونو له منځه یوسي.

https://taand.net/%d8%af%d8%a7%d9%86%d8%b4-%d8%aa%d8%b1-%db%b1%db%b3-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d9%88%d9%86%d9%87-%da%89%db%90%d8%b1-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%88%da%96%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب