شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبناولپلار سرګی| لیف تولستوي، تلخیص/ ژباړه عیسی ستانکزی

پلار سرګی| لیف تولستوي، تلخیص/ ژباړه عیسی ستانکزی

پلار« سرګی »

جګړه او سوله د نړۍ په اوو شاهکارونو کې شامل کتاب دی چې ورسره د لیو نیکولایویچ تولستوي نوم تلپاتې شو.

لیو تولستوي یوازې یو لیکوال نه ؤ بلکې، فیلسوف، ستر ټولنیز مصلح، او ښوونکیهم ګڼل شوی دی . نوموړي په ۱۸۲۸ میلادي کال کې د روسیې په « تولا» ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې… لا ماشوم‌ ؤ چې مور او پلار یې یو په بل پسې مړه شول او یتیم شو… خپلوانو دغه ماشوم ورزه چې وروسته د علم او ادب د نابغه ګانو په کتار کې ودرید….

لیو تولستوي له لومړنیو زده کړو وروسته د « کازان» پوهنتون ته لاړ خو نا څاپه ېې درس ته شا کړه ، خپل پلرني ټاټوبي ته ستون شو او په یوازیتوب کې ېې لیکوالۍ ته مخه کړه… یوه موده د قفقاز په جنګونو کې بوخت شو خو کله چې د جنګ له میدانه راستون شو مسکو ته وکوچید او دا ځل ېې له لیکوالۍ سره داسې مینه پيل کړه چې د عمر ترپایه له خپلې دغې معشوقې سره پاتې شو… اروپا ته ېې سفر وکړ خو اروپاېې تمدن خوند ورنکړ…

تولستوي په اوږدو کیسو او ناولونو کې بر لاسه وو او بې شمیره کرکټرونه ېې وپنځول چې دهغه د خلاق ذهن ښودنه کوي…. کم ساری ناول «جګړه او سوله » د نړۍ په ټولو ژبو ژباړل شوی او په ځلونو ترې فلیمونه جوړ شوي دي دغه اثر ‌ډاکټر صاحب لطیف بهاند پښتو ته هم اړولی دی…

د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې ډیر وکړید او په روحي او رواني ستونزو سره ېې له دې نړۍ سترګې پټې کړې هغه په ۱۹۱۰ میلادي کال کې مړ شو.

له دغه نامتو لیکواله د « انا کرنینا»، «پیسې »، قزاقان»، « د پرون تاریخ» ، « درې مرګونه» او نور ډیر اثار پاتې دي…« پلار سرګی » ېې هم په مشهورو اثار کې راځي چې دلته ېې تلخیص وړاندې کیږي.

پلار سرګۍ د یوه مغرور او جاه طلب افسر کیسه ده چې د شهرت په مدارجو کې هرڅه ته شاه کړي او په اعتکاف بوخت او دنیا ته شاه کړي.تولستوي په دغه کتاب کې پر کاتولکې کلیسا نیوکه کوي او وايي چې د کلیسا احکام او دودونه انسان لوړ مقام او نیکمرغۍ ته نه شي رسولی بلکه دا ایمان دی چې د سرلوړۍ او نیکمرغۍ بنیاد ګڼل کیږي. هغه په ناول کې راښيي چې د خداي له رضا د بندګانو رضا اړینه ده دا هغه شی دی چې په خپله خداي ېې غواړي….

پلار «سرګی»

په ۱۸۴۰ کال کې په پترزبورګ کې یوه کیسه پیښه شوه چې ډیر کسان ېې ګوته په غاښ کړل، یو ښکلي شاهزاده چې د لومړي نیکلاي د ساتندویه ځواکونو مشر ؤ او ټولو اټکل کاوه چې ښه راتلونکې به ولري ، له واده یوه ماشت مخکې استعفا ورکړه، ټاکل شوې وه چې هغه له یوې ښکلې پیغلې سره چې با چار ورته خاص پام کاوه یوه میاشت وروسته واده وکړي، خو ځوان افسر له خپلې نامزادې سره اړیکې پرې کړې، خپل ملک او جایداد ېې خپلې خور ته وسپاره او د روحانیونو ټولي ته د تګ په نیت کلیسا ته روان شو. د خلکو لپاره دغه پیښه چې له اصلي انګیزې ېې لا خبر نه ؤ حیرانووکې او غیر عادي وه. خو دغه کار په خپله د شهزاده« ستیپان کازاتکسي» لپاره دومره طبیعي ؤ چې له دې پرته ېې د بل شي اټکل نه شو کولی.

کله چې د «ستیپان» پلار چې متقاعد ډګروال ؤ له دې نړۍ سترګې پټې کړې زوي ېې ایله دولس کلن ؤ… له دې سره سره چې مور د خپل زوي بیلتون نه شو زغملی ، په پوځ کې ېې د زوي د شاملولو په اړه د میړه وصیت عملي کړ… او له ناچارۍ ېې زوي پوځ کې شامل کړ… دغه غمځپلې مور له خپلې لور « باربارا» سره پټټرزبورګ ته لاړه چې له خپل زوي سره نژدې وي او په رخصتیو کې ېې له دیدنه خوند واخلي ….

ځوان « سټیپان» عحیبه استعداد او وقار درلود او له دې امله په خپلو همځولو کې په ریاضي او نورو درسونو او دغه راز په پوځي تخنیکونو په تیره په اس ځغلولو کې مخکښ شو… پر دې سربیره چې لوړ او هډور سړی ؤ، ښایسته او ځیرک هم ؤ… نوموړی ډیر تندخویه او ځیږ نه ؤ ځکه خو د پوځي ښوونځي د نورو محصلینو لپاره به تل مثال ګڼل کیده…

هیڅکله بیځایه نه ګرځید او عیاشي ېې نه کوله… ریښتونی او صادقه ؤ…یوازیني شي چې دهغه د بیلګه کیدا مخه ېې ډب کړې وه کاوړ او عصبانیت ؤ، چې کله به په قهار شو نو ځان ېې نه شو کنټرولولی او وحشي ځناور ته به ورته شو…یو ځل تر دې حده عصبي شو چې نیژدې ؤ خپل یو ټولګیوال چې د هغه د قیمتي ډبرو په کلیکسیون ېې ملنډې وهلې له کړکۍ دباندې واچوي… په اتلس کلنۍ کې د باچاهي ګارډ د لیوا مشر شو… امپراتور نیکولاي په حربي پوهنتون کې ېې د زده کړو له مهاله کازاتسکي پیژانده ځکه خو ېې ورسره ډیره مهرباني کوله تر دې حده چې ډیرو ورته د لوړ مقام او ښې راتلونکې اټکل کاوه…

«کازاتسکي» پر امپراتور نیکولاي مین ؤ، یوازې د دې لپاره نه چې نیکولاي با وقاره او د دبدبې خاوند ؤ بلکه د پوهنتون له وخته ېې و رسره دلچسي درلوده او علت ېې دا ؤ چې کله به نیکلاي له حربي پوهنتونه کتنه کوله په لوړ قد ،پپراخه ټټر ، هیبتناکه څیره ، اوږدو بریتو او جګه پوزه به پوهنتون ته ننوت او په لوړ غږ به ېې د محصلینو سلامي اخیسته ، په داسې حالت کې به کازاتسکي د یوه مین په شان د خپلې معشوقې له لیدو خوند اخیسته… کله چې کازاتسکي د لیوا د قوماندان په توګه لاړ، مور ېې لومړی مسکو او بیا خپل کلي ته کډه وکړه، کازاتسکي خپل نیمايي جایداد خپلې خور ته ورکړ او دومره شتمني او جایداد ېې ځانته پریښود چې د خپل کار په ځاي یا په خپلې پرتمینې لیوا کې د هغه ژوند تضمین کړاي شي

ظاهراً کازاتسکي د ګارډ عادي او ځوان افسر ښکارید چې د شهرت ، نوم او ویاړ په لټه کې دی … یوازینی شی چې ده ورته اړتیا درلوده د یوې غټې او بارسوخي کورنۍ له یوې پیغلې سره واده ؤ له دې کار سره به دی بشپړ شوی ؤ… البته په ځیرکتیا سره دغه هدف ته هم نیژدې شوی ؤ…

له درباري کورنۍ ېې یوه ښکلې میرمن غوره کړې وه ، د حکومت د لوړ پوړي مقام له کورنۍ او داسې کورنۍ چې ډیرو نورو مقاماتو هڅه کوله ځان ورنیژدې کړي ، ده غوښتل دغسې یوې ټولنې ته لاره پيدا کړي، او په دې کار کې بریالی شوی هم ؤ، دغه نجلۍ« ماريا کاراتکوا» نومیده….

کازاتسکي» یوازې د مقام او موقیعت د لوړولو لپاره د ماريا غوښتونکی نه ؤ، بلکه دغه نجلۍ دومره ښکلې او زړه راکښونکې وه چې ځوان صاحب منصب پرې ډیر ژر مین شو… په لومړیو کې نجلۍ ورسره نامهربانه او سړه وه خو ناببره هرڅه بدل شول او مور ېې په ډیر ټینګار کازاتسکي کورته وروباله. «کازاتسکي» له نجلۍ خواستګاري وکړه او خبره ېې ومنل شوه ، د مور او لور له عجیبه چلند او دا چې په اسانه دومره لویه نیکمرغي ورپه برخه شوې وه حیران پاتې ؤ…

د واده تر نیټې دوه اونۍ مخکې کازاتسکي د « تزاریسکي »په کلي کې له خپلې نامزدې سره په یوه سړبن کې ناست ؤ… هغوي په باغ کې له ګرځیدا وروسته په یوې اوږدې چوکۍ سره کیناستل او شاوخوا منظرو ته ېې کتل…

ماريا په جالي دار سپين کمیس کې ډیره ښکلې ښکاریده او د مینې او پاکۍ د سمبول په بڼه ایسیده… هغه ناسته وه … کله به ېې لاندې او کله به ېې ښکلي او هډورځوان ته کتل، ځوان له دې ویرې چې په خپلو خبرو د خپلې نامزادې پرښته وزمه سپیڅلتیا داغي او خبرابه نه کړي او هغې ته سپکاوی ونه کړي په خاص احتیاط اوظرافت ورسره خبرې کولې…

ځوان نا څاپه له خپل ځایه پورته شو… ماريا ته مخامخ ودرید ، دواړه لاسونه ېې په خپلې تورې تکیه کړل او په مینه ناکې موسکا ېې وویل:

همدا نن مې ټول هغه نیکمرغي چې انسان ورته رسیداي شي ترلاسه کړه او دا تاسو«ته »وې چې دغه نیکمرغي دې راوبخښله… کازاتسکي په داسې وخت کې ژوند کاوه چې لا د « ته » کلمه نه وه دود شوې او د هغه لپاره چې دغه پرښته ېې له اخلاقي پلوه تر ځان بره او غوره بلله د « ته» د کلمې بیخي استفاده ناسمه ښکاریده…

ځوان زیاته کړه…

ما ستا په برکت خپل ځان وپیژاند او پوه شوم تر هغه څه زیات یم چې فکر ېې کوم!

ماريا وویل:

له ډیر پخوا زه په دې خبره پوهه یم….له همدې امله مې زړه درپورې تړلی دی…

کازاتسکي د خپلې کوژدنې لاس ونیوه او ښکل ېې کړ…. سترګو کې ېې اوښکې ډنډ شوې… نامزاده ېې پوهه شوه چې د دې د مینې قدرونه کوي ، کازاتسکي له چوکۍ لږ لیرې لاړ او غلی شو… بیا بیرته دراز چوکۍ ته رانیژدې شو او له کیناستو سره سم ېې وویل :

تاسو پوهیږئ …ته پوهیږې، ښايی توپیر ونه کړې … خو ما د یوه هدف لپاره ځان تاسو ته نیژدې کړ او په دې ډول مې غوښتل ځان اشرافو او مقاماتو ته نیژدې کړم او بارسوخې پرګنې ته لار پيدا کړم، خو وروسته چې تا ته ورسیدم او ته مې ترلاسه کړې ، ستا په پیژندو سره پوه شوم چې دغه هدف تر تا ډیر کم ارزښته دی…. دا راته ووایه چې له دې امله خو پر ما غوصه نه ېې؟

ماريا ځواب ورنه کړ… یوازې دهغه لستوڼی ېې نیوه…

کازاتسکي ددغه کارپه مفهوم پوه شو… کوژدنې ېې غوښتل هغه پوه کړي چې «… نه … نه غوصه کیږم».

کازتسکي اندیښمن شو…له دې سره سره چې دغه پوښتنه ورته سپين سترګي ښکاره شو خو بیا ېې هم وپوښتله:

ښه تاسو وویل چې پر ما مینه شوې وې… بښنه غواړم زه ستاسو په خبره باور کوم خو له دې پرته کوم بل شی هم شته چې تا اندیښمنه او وارخطا کوي؟داسې نه ده؟

نامزدې ېې فکر وکړ« همدا اوس … یا هیڅکله…. په هر حال یو وخت به پوه شي… خو که اوس ورته ووایم ما به خوشې نه کړي؟… اه که ما پریږدي… دا خو ډیره سخته ده»

بیا ېې هغه ته سر تر پایه په مینه وکتل… کتل ېې چې اوس دی تر نیکولاي ډیر پرې ګران دی… خو که د باچاهۍ او امپراتورۍ د مقام له امله نه واي هیڅکله به ېې دی له هغه سره نه وای پرتله کړی!

له دې اوږدې چوپتیا وروسته ماريا په بیړه وویل :

غوږه ونیسئ … زه دروغ نه شم ویلی… باید په ټولو شیانو اعتراف وکړم…. تاسو وپوښتل چې ولې اندیښمنه او وارخطا یم؟… هغه څوک چې راباندې ګران ؤ!….

کازاتسکي غلی ؤ… ماريا بیا وویل :

غواړئ پوه شئ څوک راباندې ګران ؤ؟… هغه…. امپراتور….

کازاتسکي وویل:

ښه ده… هغه پر ټولو ګران دی… خو تاسو ورسره ډیر نیژدې او په ماڼۍ کې….

ماريا وویل:

نه، له هغه وروسته …. ساعت تیري او تفریح هم وه… خو ژر تیره شوه…. دا خبره باید وکړم!

ځوان وپوښتل:

څه شی باید ووایې؟

ماريا وویل :

نه … یوازې یوه ساده ساعت تیري او تفریح نه وه کنه…

بیا ېې دواړه لاسونه مخه ته ونیول….کازاتسکي راپورته شو…ریږدیدلی او په الوتي رنګ دهغې مخې ته ودرید او بیا ېې په لوړ غږ وویل:

او څومره سخته او کړوونکې ده…

راوګرځید او د کور په لور رهي شو… کور کې د ماريا له مور سره مخامخ شو… ښځې ورته وویل :

ګرانه شهزاده… تاسو یاست؟… ما …

خو چې د هغه غوصه ېې ولیدله غلې شوه…. کازاتسکي په کاوړ او غوصه خپل پنډ لاس اوچت کړ او سوک ېې دهغه په سر پورته کړ … نارې ېې کړې :

تاسو له دې بې شرمۍ خبر وئ خو له ما مو پټوله؟

را وګرځید او له کوره ووت…

که د کوژدنې مین ېې یو عادي کس واي حتماً به ې وژلی ؤ…

په بله ورځ ېې استعفا ولیکله او له هیچا سره ېې ونه کتل … په بله ورځ د کلي په لور روان شو… دوبی ېې په کلي کې تیر کړ… خپل کارونه ېې منظم کړل او چې منی را ورسید د پټرز بورګ په ځاي کلیسا ته لاړ او د کلیسا له هغو پادریانو سره یو ځاي شو چې د مریدۍ په نیت روان وو..

مور ېې ورته لیک ولیکه چې ښايي له دې کاره ېې راوګرځوي… خو د خپلې مور په ځواب کې ېې ولیکه چې خداي پیژندنه له هر مسلک او کسبه ښه او لوړ کار دی او زړه ېې پر خداي پر ایمان او عبادتونو روښانه شوی دی… یوازې خور ېې چې د ده په شان کبرجنه او با وقاره وه د کازاتسکي پر مقصد پوهه شوې وه او هغه ېې درک کړی ؤ:« دا په مینه کې د ناکامۍ نتیجه وه»

کازاتسکي د پاک اختر« په مارچ او یا اپریل کې یوه یکشنبه چې عیسایان باور لري په دې ورځ عیسی ع بیرته ژوندی شوی دی» په لومړۍ ورځ کلیسا ته ننوت… لوي پادري له اشرافي کورنۍ اویو پوه لیکوال ؤ… دی په هغو پادریانو کې شمیر کیده چې خلک ورنه بې جنجاله لاس نیوی کوي… کازاتسکي هم دغه پادري دخپل پير او مراد په توګه غوره او دهغه لاس نیوی ېې وکړ…

یوه ورځ ېې پير ورته وویل:

همغه ډول چې خواړه د جسم لپاره اړین دي، روحي خواړه یا د کلیسا دعاګانې هم د روحانی او معنوي ژوند د بقا لپاره ضروري وي…کازاتسکي چې لومړنۍ کلیسا ته ننوت اوو کاله ېې هلته په عبادت او له ناپاکیو د پاکیدا لپاره تیر کړل… خو کله ناکله به د خپلې کوژدنې خاطرو وځوراوه…

د دریم کال په پاي ته رسیدا سره د روحانیت مقام ته ورسید او په« پلار سرګئ» مشهوره شو… د رهبانیت یا روحانیت لوړ مقام ته رسیدا د سرګی لپاره مهمه پيښه وه…. په اووم کال کې سرګی په کلیسا او عباتځاي کې په تنګ شو ځکه چې ټول هغه شیان ېې زده کړي وو چې ورته پکار وو او د نورو زده کړو اړتیا ېې نه درلوده… له بلې خوا له روحي پلوه ورخ تربلې بدلیده په همدې وخت کې د مور له مرګ او د خور له واده خبر شو دواړه خبرونه ېې په اسانه وزغمل.ټول پام او ذکر ېې باطني او روحاني ژوند ته ؤ…

یوه ورځ لوي پادري او پير ېې پرې مهرباني وکړه،… پیرېې ورته وویل که ېې په لوړ مقام وټاکلې انکار مه کوه…

موده وروسته ېې د «تابینزکي» کلیسا ته واستاوه… د خپل پير خبرې وریادې شوې… خپله کوټه او وسایل ېې کلیسا ته وسپارل او نوې کلیسا ته روان شو… د« تابینزکي» د کلیسا مشر ېې په ارامي او ساده ډول هرکلی وکړ… او هغه ته ېې د «ایلاریون» په عبادتځاي کې ځاي ورکړ… په لومړیو ورځو کې یو بل پادري هم په دې عبادتځاي کې میشت ؤ خو موده وروسته د «پلار سرګی» په غوښتنه له دې ځایه لاړ او«پلار سرګی» یوازې پاتې شو… دغه عبادتځاي په غره کې یوه سمڅه وه او د «ایلاریون» قبر هم همدلته ؤ…د غار په وروستۍ پرخه کې ایلاریون ښخ شوی ؤ… مخکې ېې د خوب لپاره یو تخت ایښی ؤ او ورسره یو میز او د کتابونو المارۍ لګیدلې وه… په دې ډول سرګۍ اعتکاف ته کیناست…

د «غوښې خوړلو» د اختر په ورځ، کلیسا ته څیرمه د یوه ښار څو تنه شتمن او مست نارینه او ښځې له دې وروسته چې خواږه اوشربتونه ېې وخوړل ، پر واورو په ځغاستونکو ګاډیو کې په چکر ووتل،په دغو کسانو د عدلیې دوه وکیلان،یو ملک،یو پوځي افسر او څلور میرمنې وې، په ښځو کې یوه د افسر بله د ملک میرمن وه، دریمه د ملک خور او څلورمه یوه ښکلې شتمنه کونډه وه، دې میرمنې په خپلو کړو وړو او چلند سره ټول حیران کړي وو!

هوا ښه او لاره اوراره وه… له دې وروسته چې له ښاره کابو لس ورست « یو ورست کابو ۱،۶۷ متره کیږي» لیرې شوي ؤ ودریدل او مشوره ېې وکړه چې په کوم لوري لاړ شي… نه پوهیدل چې بیرته ستانه شي که خپل مزل ته دوام ورکړي؟

ښکلې کونډې «ماکوکتیا» وپوښتل:

دغه لاره چیرته غځیدلې ده؟

د عدليې یو وکیل چې د ماکوکتیا علاقمند ؤ ځواب ورکړ:

دا لاره « تابینو» ته غځیدلې ده او تر هغه ځایه کابو شل« ورست» لاره ده!

ښخې وپوښتل:

له هغه وروسته؟

سړي وویل :

بیا له یوې کلیسا تیریږي او ….

ښکلې میرمن ېې خبره ورغوڅه کړه او وېې ویل:

هغه کلیسا خو نه یادوې چې پلار سرګی پکې ژوند کوي؟

وکیل وویل :

هو…

میرمنې بیا پوښتنه وکړه:

کازاتسکي یادوې …. هغه ښایسته سړی چې ګوشه نشین او ذاهد شو؟

هو همغه دی…

او ښکلې کونډي بې له ځنده وویل :

ښاغلو … میرمنو … راځئ چې کازاتسکي ته ورشو… هلته به دمه وکړو او خواړه به وخورو ، ورسره به وعظ هم واوروو…

یو کس وویل:

شپه را روانه ده او بیرته ستنیداي نه شو…

خو ښځې وویل:

پروا نه کوي شپه به د کازاتسکي په سمڅه کې سبا کړو!

یو بل کس وویل :

د شپې ځاي پيدا کیږي… په خپله کلیسا ښه میلمستون لري…

کونډې وویل :

نه… زه به شپه د کازاتسکي په سمڅه کې تیره کړم!

وکیل وویل:

دا شونې نه ده…

ښځې په پوسخند وویل :

شونې نه ده ؟ شرط تړې!

وکیل وویل:

باالکل… که تاسو شپه په سمڅه کې تیره کړه هرڅه چې وغواړې درکوم ېې…

ښخې وویل:

سمه ده… روانیږو…

شیبه وروسته ځوان ګاډیوان په ملا کړوپ شو او خپله متروکه ېې په هوا کې راتاو کړه اود هی نارې ېې کړې….شرنګاني وشرنګیدل او ګاډۍ په واورو کې په چټکۍ سره روانې شوې…

د عدلې وکیل او پوځي افسر مخامخ سره ناست وو او ماکو کتیا ته ېې خوږې خوږې خبرې کولې …. خو ښځې ورته پام هم نه ؤ هغې پرځان پوستین کلک راتاو کړی ؤ او په چورتونو کې ډوبه وه:

«ټول یو شان دي،کرکجن او ستومانه کوونکي… ټول سره مخونه لري او د تنباکو تیز بویونه ترې لټیږي…یو شان خبرې او یو شان فکرونه …ټول په بدیو او پلیتیو پسې منډې وهي… خو زه نور دغه کار نه شم کولی….زه یوې پيښې ته اړتیا لرم چې د دغه ژوند نظم او ترتیب بدل اوهرڅه ګډوډ کړي… زه خو ښکلې یم خو ایا دغه ګوشه نشین سالک به څنګه سړی وي؟ ایا هغه به اوس هم ښکلا درک کړی شي؟ فکر نه کوم… یواینی شی چې نه ېې درک کولی شي ښکلا ده… د حربي پوهنتون دهغه محصل په شان چې په مني کې ….هو رښتیاڅومره کم عقله ؤ»

نا څاپه ېې وپوښتل:

څو کلن به وي؟

-څوک یادوې؟

ښځې وویل :

کازاتسکي یادوم!

سړي ځواب ورکړ:

فکر کوم تر څلویښتو نه اوړي…

ښځې نور څه ونه ویل … خو په سترګو کې ېې د ویلو ډیر څه وو…

هغوي هغه ځنګل ته ورسیدل چې دغه عبادتځاي پکې پروت ؤ…«ماکوکتیا» پلي شوه او نورو ته ېې وویل چې له دې ځایه لاړشي… هغوي غوښتل د دې مخه ونیسي خو ښځه غوصه شوه او ټینګار ېې وکړ چې خپله لار دې ووهي…. ګاډۍ روانې شوې او دا په خپل سپين پوستین سره په یوې نرۍ لاره رهي شوه… وکیل له ګاډۍ ټوپ کړ او د میرمنې په ننداره شوه…

د پلار سرګی د عزلت او ګوښه نشینۍ شپږم کال ;او په دې وخت کې نهه څلویښت کلن ؤ… سخت ژوند ېې غوره کړی ؤ… روژې ، عبادتونه او د ژوند نور کړاونه ېې تیرول… دغه راز له خپل باطن سره مبارزې چې هیڅ تمه ېې ترې نه وه کړاوه… دهغه د مبارزې سرچینه دوه شیان وو، شک او شهوت! اودده دغو دو دښمنانو تل پاڅون کاوه، ده فکر کاوه چې دا دوه جلا جلا دښمنان دي په داسې حال کې چې دواړه یو شان وو… ځکه کله چې به ېې شک له منځه لاړه د شهوت اور به هم پکې مړ شو… خو هغه ګمان کاوه چې دا دوه بیلابیل دښمنان دي ا وله دواړو سره جلا جلا مبارزه په کار ده….

له ځان سره ېې فکر کاوه« پاکه خدایه …. ای ربه ولې زما زړه د ایمان په نور نه روښانه کیږي، «سنټ انټونیو»او نورو له شهوت سره مبارزه کوله …. البته ایمان! هغوي ایمان درلود خو داسې شیبې ، ساعتونه او ورځې راځي چې زه بیخي بې ایمانه کیږم…. که په دنیا پورې زړه تړل او له دنیاوي ښکلاو استفاده ګناه وي او که هدف دا وي چې باید له دنیاوي ښکلاوو تیر شو، بیا نو ولې دغه شیان پنځول شوي دي؟ ای ربه ولې دې دغه وسوسې راپیدا کړې!وسوسوه؟ ایا پر ټولې نړۍ سترګې پټول او د داسې یوشي لپاره ریاضت او زیار چې ښايي شتون هم ونه لري، وسوسه نه ده؟»

په دې فکرونو سره ویرې پسې واخیست او له ځانه ېې کرکه وشوه، ځان ېې ملامت کړ«ای بد جنسه!… اوس غواړې د سپیڅلو په جامه کې ننوځې…. د دعا په لوستلو ېې پیل وکړ….کله چې د نمنځ په سمندر کې ډوب شو له ځان سره ورو وبوږنید او وېې ویل:

زه وقار او پرتم نه لرم بلکه خوار او د ملنډو یم… بیا ېې د خپل ارت کمیس لمن بیرته کړه او خپلو پښو اوکالیو ته ېې وکتل!…

بیرته ېې د کمیس لمن ښکته کړه او په دعاوو بوخت شو… د دعا په ترڅ کې ېې انجیل چې ټول ېې حفظ کړی ؤ رواخیست ، او هغه پاڼه ېې پرانستله چې تل ېې لوستله او یاده کړې ېې وه، په خاکسارۍ سره ېې ولوستل« ای ربه زړه مې د ایمان په نور روښانه کړه»، ټول هغه شکونه چې پر ده ېې برغل کړی ؤ لیرې شول او یو ځل بیا ېې خپل ایمان د یو نا انډوله جسم په شان په ځیرتیا سره په یوې لړزانه او کاواکه تکیې، تکیه کړ، او ورو ترې لیرې شو، ویریده چې په لږ ټکان او ضربې سره ممکن خپل انډول له لاسه ورکړي او بیرته نسکوره شي…

یوځل بیا ېې د شکونو او تردید پردې له سترګو لیرې کړې او ارامه شو… د ماشومتوب د وخت دعا ېې ولوستله« پاکه خدایا …. را سره مرسته وکړه»، نه یوازې ارامه شو بلکه په خوشالۍ سره ېې پرخپل لاس په ټټر د صلیب نښه وکښله او پر خپل څادر چې پر یوې اوږدې چوکۍ غوړیدلی ؤ وغځید او خپله پسرلنۍ چپنه ېې تر خپل سره لاندې کړه… او ویده شو… لا په ژور خوب نه   ویده شوی چې ګمان ېې وکړ څوک دروازه ټکوي… سم نه پوهیده چې دغه غږ ېې په خوب کې اوریدلی که په ریښتیا څوک ور ټکوي… خوچې د دروازې ټکا په زوره شوه له خپل بالښته ېې سر پورته کړ… پر خپلو غوږونو بې اعتماده ؤ… د ښځې غږ ېې واورید… هو چا ېې د عبادتځي دروازه ټکوله او د ښځې غږ هم اوریدل کیده ورو ېې وویل « ای خدایه ….ایا هغه افسانه سمه ده چې وايي شیطان تل د ښځو په څیره کې ځان څرګندوي؟» د زبور یوه برخه ېې ولوستله چې پيرېې   له شیطاني او نفساني وسوسو د خلاصون لپاره ورښودلې وه.. بیا له کړکۍ د خش خش اواز واوریدل شو او یو نازک او ظریف غږ ېې واورید چې وايي:

د خداي لپاره دروازه خلاصه کړه!

ته وا د بدن ټوله وینه ېې زړه ته ختلې او بیا په ټپه ولاړ دی … ساه ېې نه شواي اخیستلی… تر شونډو لاندې وزغونځید«مسیح ژوندی کیږي … او دښمنان تیت پرک کیږي؟»، خپل ضمیر مخاطب کړ:

خو زه شیطان نه یم!

له ورایه څرګنده وه څوک چې دغسې خبرې کوي پر شیطان هم ملنډې وهي

پادري مخ د کړکۍ په شیشو ولګاوه او په ښي لوري کې ېې یوه ښځه ولیده چې سپين پوستین ېې اوغوستی دی او هغه ته مخامخ په څو سانټي مترو کې ولاړه وه… یو بل ته ځیر شول… د ښځو له سترګو د شرارت لمبې وریدې … نور هیڅ شک نه ؤ ورپاتې چې هغه یو شیطان دی چې د یوې مهربانې او ساده ښځې په څیره کې څرګند شوی دی …

پادري وویل :

– څوک ېې او دلته څه کوې؟

ښځې په شهواني اواز وویل:

خداي ته وګوره دروازه را خلاصه کړه … یخ وهلې یم… او لاره مې ورکه کړې…

– خو زه یو پادري یم چې دلته اعتکاف کوم…

ښځه بیا وزګرویده:

نو ژر کووله دروازه راخلاصه کړئ… ایا دا غواړئ ترهغه چې تاسو په اعتکاف کې یاست ما یخني ووژني …

ښځه ویریدلې وه او دغه خبره ېې په ژړغوني غږ وکړه… پادرې له کړکۍ لیرې شو… دعیسی ع مجسمې ته چې ازغن تاج ېې پر سر ؤ ځیرشو… په داسې حال کې چې په ټټر ېې د صلیب نښه ایستله او رکوع ېې کوله وېې ویل «پاکه خدایه….مرسته راسره وکړه….خدایه پر ما ورحمیږه» بیا د دروازې په لور رهي شو… ښځه د دروازې خوا ته راغله او ناڅاپه ېې کړیکه شوه… پادرې پوه شو چې پښه ېې هغو اوبو کې ننوتې چې د دروازې په خوله کې ډنډه شوې وې… لاسونه ېې ریږدیدل او د دروازې د خلاصولو سیکه ېې نه وه…

ښځې د دروازې له شا غږ کړ:

څه کوې؟… ژر دروازه خلاصه کړه… په اوبو کې لمده خیشه شوم…

پادرې دروازه د ځان په لور راکاږله او زنځیر ېې خلاص کړ… دروزاه ېې په زور بهر داسې ټیله کړه چې له ضربې ېې ښځه ښاته ولویده… بیا ېې ناڅاپه په عادي لهجه چې تل به ېې له میرمنو سره په خبرو کې کاروله وویل:

اه… وبخښئ!

د وبخښئ د کلمې په اوریدا سره ښځه موسکۍ شوه او له ځان سره ېې وویل :

«ښه ده لا خو ډیر بې رحمه شوی نه دی»

په داسې حال کې چې د پادرې له څنګه تیریده وېې ویل :

پروا نه کوې … تاسو باید ما وبخښئ…ځکه چې مزاحمت مې وکړ… خو مجبوره وم او بله چاره مې نه وه…

پادري وویل:

مهرباني وکړئ…

ښځه له دهلیزه تیره شوه اوکوټې ته ننوته… پادري دروازه بنده کړه خو کولپ ېې نه کړه او په ښخې پسې کوټې ته ننوت… پرله پسې دعاګانې ېې کولې…« یا عیسی ابن مریم… پر خپل ګنکار بنده ورحمیږه…»

هغه نه یوازې په زړه کې دعاګانې کولې بلکه شونډې ېې هم بې واکه ښوریدې… بیا ېې وویل:

– کښینئ…

ښځه د کوټې په منځ کې ولاړه وه… د اوبو څاڅکې ترې څڅیدل… پادرې ته ېې سر تر پښو کتل او په سترګو کې ېې خندا له ورایه ښکاریده:

بخښنه غواړم چې ستاسو انزوا مې خرابه کړه…

بیا ېې دروغ رښتیا پيل کړل …. خو د پادري څیرې ته ېې چې کتل نوره هم وارخطا شوه … تر دې حده چې نور ېې خبرې نه شواي کولی … او غلې شوه…. تمه ېې نه وه چې پادرې به په دې ډول ورګوري… له دې سره سره چې د کازاستکی ښایست له هغه اټکله کم ورښکاره شو چې دې کړی ؤ خو لا ېې هم سترګو کې ځلا موجوده وه…

پادري پوه شو چې ښځه دروغ وايي…نو په نه زړه ېې وروکتل او بیا ېې سر ښکته واچاوه او وېې ویل :

ښه ده … زه ځم… او تاسو دلته استراحت وکړئ…

کوچنی څراغ ېې ورپورته کړ او وېې لګاوه او په ډیر پرتم ېې د درناوي په دود سر ټیټ کړ او تر نري دیوال شاته یوې وړې کوټې ته ننوت… ښځې اوریدل چې یو شی خوځوي… له ځان سره ېې فکر وکړ:

«حتماً د دروازې تر شا یو غټ شی ږدي چې ځان زما په شان له یوه شیطانه وژغوري»

په موسکا ېې خپل پوستین وایسته او پر کټ یعنې په یوې نرۍ اږدې چوکۍ چې یوه قالینچه او څادر پرې غوړیدلي وو کیناسته … د موزو په ایستلو بوخته شوه…یوه شیبه ېې فکر وکړ او بیا ېې نارې کړې:

– پلار سرګی …. پلار سرګی غږ مې اورې…

سوکه ېې ځواب ورکړ:

څه شی غواړئ؟

ښځې وویل :

هیله کوم ما وبخښئ چې مزاحمت مې درته وکړ خو واقیعت دا دی چې بله چاره مې نه درلوده…. فکر کوم ناروغه شوې یم… ټوله لمده خیشته یم… پښې مې د یخ د یوې کوندې په شان سړې دي!

– زما معذرت ومنئ… زما له لاسه څه نه دي پوره…

ښځې بیا وویل:

تاسو به په تکلیف نه کړم… یوازې دلته تر سهاره پاتې کیږم…

ځواب رانه غی… ښځې اوریدل چې هغه سوکه سوکه کوم شی لولي… حتماً ېې دعا کوله…

په موسکا ېې وویل :

رښتیا تاسو خو دې کوټې ته نه راځئ؟ زه باید خپلې جامې وباسم او وچې ېې کړم!

پادري ځواب ورنه کړ… خپ غږ د دیوال له بلې خوا اوریدل کیده او پادرې د دعا ویلو په حال کې ؤ…

ښځې چې په سخته ېې خپلې موزې له پښو ایستلې له ځان سره وویل :

– « په رښتیا چې دغسې سړی په ګرانښت ارزي… دغه بې تکلفه څیره او بې باکه سترګې… څومره ډیرې دعاګانې کوي… هیڅوک موږ ښځې نه شي تیر ایستلی… زه په هرڅه پوهیږم کله چې ېې خپل مخ کړکۍ ته نیژدې کړ او زه ېې ولیدم زما په مقصد او هدف پوه شو او…»

ښځه د خپلو اوږدو جورابو د ایستلو لپاره مجبوره وه چې د خپل کمیس لمن پورته کړي…یوه شیطنت او چل ته ېې پام شو او په لوړ غږ ېې وویل :

– هیله کوم دې کوټې ته رانه شي! ځکه چې زه خپلې لمدې جورابې باسم!

خو د دیوال له بلې خوا غږ پورته نه شو… په یوه ساه د دعا او عبادت غږ اوریدل کیده…. ښځې فکر وکړ« حتماً سجده کوي…پر خپل زړه واکمن نه دی او زما په فکر کې دی…همغه ډول چې زه د ده په سوچونو کې یم… ورته احساس لرو…»

پورته شوه خپلې جورابې ېې د بخارۍ په نلونو ویړې کړې… بیا کوچني ساعت ته چې په غاړه ېې ؤ ځیره شوه… د شپې له دوو اوښتې وې… له ځان سره ېې وویل :

«زما ملګري به په دریو بجو را ورسیږي… تر یو ساعته ډیر وخت نه لرم… ولې دلته یوازې ناسته یم….هسې چټې کار دی….باید ورنارې کړم:

پلار سرګۍ… پلار سرګۍ…. شهزاده کازاتسکي!

له بلې خوا ځواب نه راته

ښځې په دردوونکي غږ وویل:

– واوره څه وایم!… دا بې رحمي ده… که مجبوره نه واي پر تاسو مې غږ نه کاوه… ناروغه شوې یم… نه پوهیږم څه راباندې شوي دي…

بیا پر اوږدې چوکۍ وغځیده او زګیروي ېې پيل کړل:

اخ … اخ!

ښکلې میرمنې همغسې زګیروي کول.. خو په دې ټوله موده کې پادري د خپلې جونګړې په پس خانه کې عبادت کاوه… د شپې ټولې دعاګانې ېې ولوستلې او اوس غلی او بې حرکته ولاړ ؤ او د خپلې پوزې څوکې ته ېې کتل … په زړه کې ېې پرله پسې دغه دعا کوله «سپیڅلیه عیسی مسیح…پر ما ورحمیږه» ښځه بیا وزګرویده:

غوږ ونیسه… دا سړیتوب نه دی… ممکن زه مړه شم…

پادرې په زړه کې وویل« هو زه به درشم … خو دهغه روحاني په شان چې یو لاس ېې د ښځې پر بدن او بل ېې د اور په نغري کې ؤ خو دلته د اور نغری نه شته »

بیا ېې شاوخوا وکتل ، څراغ ته ېې پام شو ګوته ېې د څراغ لمبې ته ونیوله او تندی ېې تریو کړ… د زغم ازمیښت ته تیار شو یوه شیبه ېې احساس وکړ چې هیڅ سوی نه لري… خو نا څاپه درد او سوی دومره سخت شو چې وروځې ېې کش کړې او ګوته ېې لرې کړه… ځانته ېې ټکان ورکړ او په زړه کې ېې وویل:

«نه … زه د دغه کار وس نه لرم.»

ښځې زارۍ پيل کړې:

ته و خداي مرسته را سره وکړه… واخ…. راشئ دلته … زه مرم…

او پادري په زړه کې وویل«داسې ښکاري تباه کیږم؟نه … دا شونې نه ده»

په لوړ غږ ېې وویل:

« لږ صبر وکړه… اوس درځم»

بیا ېې د پس خانې دروازه خلاصه کړه او له دې پرته چې ښځې ته وګوري د دهلیز په لور روان شو، په تیاره کې ېې شاخوا لاس وترپاوه او تبرګی او د ونې هغه سټه ېې پيدا کړه چې لرګي ېې پرې ماتول او وېې ویل:

دا اوس درځم…

تبر ېې په ښي لاس ونیو او د کیڼ لاس د اشاره ګوته ېې پر سټې کیښوده بیا ېې تبر پورته کړ او په یوه سخت ګوزار ېې خپله ګوته غوڅه کړه …ګوته د ونې تریوې څانګې په اسانۍ سره پرې شو… ګوته لومړی د ونې پر سټې او بیا پرځمکې ولولیده… د درد له احساس مخکې ېې پر ځمکه د ګوتې د لګیدا غږ واورید… ډیر ژر ېې سوی درد او د ګرمې وینې بهیدل احساس کړل…

ژوبله ګوته ېې په لمن کې تاو کړه او تر تخرګ لاندې ېې ټینګه کړه، کوټې ته ستون شو او د ښځې په وړاندې ودرید، سترګې ېې ښکته ونیولې او وېې ویل :

څه شی غواړې؟

ښځه ېې تت رنګ، او د مخ د کیڼې خوا ریږدیدا ته متوجه شوه او وشرمیده.

له ځایه پاڅیده… خپل پوستین ېې واخیست او پرځان ېې تاو کړ:

درد لرم… سړو وهلې یم… زه … پلار سرګۍ … زه…

پادري خپلې سترګې چې ملایمه ځلا ترې وریده هغې ته واړولې او وېې ویل:

ګرانې خورې!ولې مو غوښتل چې خپل تلپاتې روخ له منځه یوسئ؟…

شیطاني وسوسې به په نړۍ کې وي خو افسوس دهغو کسانو په حال چې پرې اخته شي… دعا وکړئ چې خداي در سره مرسته وکړي…

ښځه ېې خبرو ته غوږ او څیرې ته ېې ځیره وه… نا څاپه ېې د یو شي د څڅیدا غږ واورید کوم شي په ځمکه څیڅیدل… ښکته ېې وکتل اوګوري چې له لاسه ېې وینه بهیږي…

ښځې کړیکه وکړه:

په لاس مو څه کړي؟

په دهلیز کې د شیبې مخکې غږ ورپه زړه شو، څراغ ېې ور واخیست او دهلیز ته ېې منډه کړه او پرځمکه پرتې ګوتې ته ېې وکتل… د پادري له څیرې په لا تتې او رنګ الوتې څیرې راستنه شوه غوښتل ېې څه ووایې … خو پادرې غلی ا وسوکه پس خانې ته ننوت او ور ېې پسې بند کړ.

ښځې وویل :

ما وبخښه … څنګه او په کومې وسیلې توبه وکړم؟

پلار وویل:

له دې خایه لاړه شه!

ښځې وویل :

پرې مې ږده چې ټپ ډې وتړم…

پلار سرګۍ بیا وویل :

له دې ځایه لاړه شه…

ښځې په خاموشۍ خو په بیړه جامې او پوستین واغوستل او په اوږدې چوکۍ په تمه کیناسته… د اسونو د غاړې د زنګونو غږ له بهره واوریدل شو… ښخې وویل:

پلار سرګی ما وبخښئ!

– ورځه بخښونکی خدای دی…

ښځه بیا وزګرویده:

پلار سرګۍ زه غواړم د خپل ژوند لوری بدل کړم، ما بې ځوابه مه پریږده!

– ورځه…

ښځې وویل :

– ما وبخښه او دخیر دعا راته وکړه…

د دیووال له بل اړخه د پادري غږ واوریدل شو چې وايي:

د روح القدس په نوم لاړ شه..

ښځه له اوښکو په ډکو سترګو له جونګړې ووته … وکیل ېې بدرګې ته راغلی ؤ او وېې ویل :

داسې ښکاري چې ما شرط بایللی وي…

ښځې هیڅ هم ونه ویل او ګاډی ته ستنه شوه! خو ټول بدن ېې ریږدیده او اندیښمنه وه.

یو کال وروسته ماکوکتیا هم له دنیا لاس واخیست او تارکه شوه، ویښته ېې وخریل او په ېوې کلیسا کې د ارسیتا په مشرۍ چې پخوا ېې کله ناکله ورته لیکونه استول په عبادت لګیا شوه…

پلار سرګۍ اوو کاله نور هم په انزوا کې تیر کړل… خو چې څومره وخت تیریده سخت او له کړاوه ډک ژوند ېې غوره کاوه، او ریاضت ېې داسې حد ته ورساوه چې په اونۍ کې به ېې یوازې یو ځل په توره ډوډۍ خپله روژه ماتوله او هغه څه به ېې چې ورته راوړل پر بې وزلو ېې ویشل…

له دې وروسته چې پلار سرګۍ پنځه کاله داسې تیر کړل د ده او ماکوکتیا پر کیسه ټول خلک خبرشول… ورځ تر بلې ېې شهرت زیاتیده او د هغه کلیسا او عبادت ځاي ته د زیارت کوونکو شمیر ورځ تر بلې زیاتیده…دغه راز ناروغان به ېې د درملنې په موخه وروستل…

په اتم کال دهغه له برکته لومړی ځل ؤ چې یو ناروغ شفا پيدا کړه دا یو څوارلس کلن هلک ؤ چې مور ېې پلار سرګئ ته راوستی ؤ…

پلار سرګئ له دې کاره انکار وکړ او ویل ېې یوازینی شفا وروکوونکی پاک خدای دی… خو ښځې نه پریښود… پلار سرګۍ فکر وکړ چې ښايي د مور ایمان ، د دې سبب شي چې ماشوم شفا ومومي او ښايي په دې برخه کې دی یوه کوچنۍ وسیله شي چې پاک خداي د ماشوم د درملنې لپاره غوره کړې وي…

نو بیرته ښځې ته ورغی او د هغې هیله ېې پوره کړه… لاس ېې د ماشوم په سر کیښود او دعا ېې ولوستله… مور او ماشوم لاړل او یوه میاشت وروسته ماشوم روغ شو… له دې وروسته پلار سرګئ په سیمه کې مشهور شو…

په دې ډول پلار سرګئ نهه کاله په کلیسا او دیارلس کاله په ګوشه نشینۍ کې تیر کړل او د روحاني مشرانوڅیره ېې غوره کړې وه… ماش او برنج اږده ږیره ېې وه، له دې سره سره چې د سر ویښتان ېې تويي شوي وو لا هم تور او ګاړګوټي ښکریدل…

کلونه تیر شول خو پلار سرګئ تل په دې فکر کاوه چې د طریقت دغه لاره چې ده غوره کړې سمه ده که نه ؟…. دغه ا ندیښنه د څوارلس کلن هلک له درغیدا وروسته بیا ورپيدا شوه… هره ورځ او هره اونۍ پلار سرګئ احساس کاوه چې باطن ېې تباه کیدونکی دی او ظاهري او   فزیکي ژوند ېې پرې برلاسه کیږي…. ته وا هغه ېې په بل مخ اړولی دی!

هرڅومره چې د ژوند دې رودې ته تسلیمیده ، داسې احساس ېې کاوه چې د ژوند چینه ېې په وچیدو ده… داسې احساس ېې کاوه چې د ده ټول کارونه د خداي لپاره نه بلکه د تظاهر لپاره دي، ځکه چې له ځان سره به ېې اقرار کاوه چې که څه هم د زیارت کوونکو کتنه ستومانه کوونکې ده خو د زړه له تله ورته خوشاله دی او د خپلو شاوخوا کسانو له ستاینو او قدرونې خوشاله کیږي!

ورو ورو داسې وخت هم راغی چې پریکړه ېې وکړه وتښتي او ځان په یوځاي کې پټ کړي… د ځان لپاره ېې یوه جوړه کالي،او خولۍ پيدا کړل او خپله ږیره او ویښتان ېې وخریل… حتي له یوه عسکره ېې پوښتنه وکړه چې د پلي تګ لپاره کومې لارې غوره ده او عسکر ورته توضیح ورکړې وه او ده پریکړه وکړه چې په همدې لارې به روانیږي…

لمر ختو ته نیم ساعت پاتې ؤ… بابا سرګئ جامې پر تن کړې او یوه کڅوړه ېې پر شا وه چې له کوره بهر شو… د غره په لمن کې په یوه نرۍ لاره د سین په لور رهي شو… په لاره ېې فکر کاوه چې ما د خداي د عبادت په پلمه د خلکو لپاره ژوند کاوه…هو د خداي په لا ره کې د یوه کوچني خدمت ارزښت د مثال په توګه له تمې پرته چاته د یوه ګیلاس اوبو ورکولوارزښت له ټولو هغو عبادتونو لوړ دی چې ما د خلکو د رضا لپاره کړي دي ….

هغه به په کلیواو بانډو ګرځیده، له زیارتوالو سره به یو ځاي شو او بیرته به ترې جلا شو او د عیسی ع په نوم به بې له خلکو ډوډۍ او د اوسیدا ځاي غوښت… که به ېې په کوم کور کې انجیل ولید په لوستلو به ېې بوخت شو… په هر ځاي کې به چې خلکو د ده غږ اوریده داسې ګمان ېې کاوه چې له ډیر پخوا ورسره بلد او اشنا دي خلکو به ورسره ډیره مهرباني کوله… کله ناکله به چې فرصت ورپه برخه شو چې خلکو ته خدمت وکړي، یا هغوي ته نصیحت وکړي، او یا لیک لوست ورزده کړي، او یا ېې په یوې مرافعې اصلاح کړي د خپل کار او عمل په وړاندې ېې هیڅ هم نه غوښتل… ډیر ځله به کله چې خلکو غوښتل دهغه کار جبران کړي هغه به ترې تللی ؤ..

یوه ورځ له دو سپين سرو او یوه عسکر سره روان ؤ…په یوه ګا‌ډۍ کې یوه ښځه اوسړی او دغه راز په یوه اس یوه سړی او یوه نجلۍ په مخه ورغلل او دوي ېې ودرول، د میرمنې میړه له خپلې لور سره په اس ناست ؤ او په ګاډۍ کې ښځه له یو سړي سره چې فرانسوي مسافر ښکاریده سپاره وو…

دوي زیارت وال ودرول چې خپلو میلمنو ته ېې وروښيي چې څه ډول زیارتوال د کار کولو په ځاي د خاصو عقیدو له مخې له یو ځایه بل ته ځي، دوي فکر کاوه چې زیارتوال ېې په خبرو نه پوهیږي ، په فرانسوي غږیدل…. فرانسوي سړي ویل:

له دوي پوښتنه وکړئ چې ایا په دې عقیده لري چې خداي به ېې زیارت قبولي؟

بوډۍ ځواب ورکړ:

وبه ګورو چې خداي څه غواړي…

له عسکره ېې پوښتنه وکړه هغه ځواب ورکړ چې یوازې هیڅ ځاي ته نه شي تللی له دې کبله له زیارتوالو سره یو ځاي شوی دی …

له پلار سرګئ ېې پوښتنه وکړه چې څوک دی … هغه ځواب ور کړ:

– د خداي بنده..

– څه وايي؟ ځواب نه ورکوي؟…

– وايي چې د خداي بنده دی…

فرانسوي سړي وویل:

– ښايي د کوم پادري زوي وي …نجیب زاده ښکاري…میده پیسې درسره شته ؟

بیا فرانسوي هر یو ته شل کوپیکه ورکړل او وېې ویل :

هغوي ته ووایه دا پیسې د شمو لپاره نه دي بلکه د چایو پیسې دي !

بیا ېې په موسکا په داسې حال کې چې کازاتسکي ېې په اوږو ډباووه وویل :

– چاي ، چاي …. ملګریه!

کازاتسکي له دې پرته چې خولۍ پر سر کیږدي وویل :

عیسی ع دې عوضونه درکړي…

کازاتسکي له دغسې کتنو ډیر خوشالیده ، ځکه څومره چې به سپک او خوار شو هومره به خوشاله شو او له همدې امله ېې ډیر سپک او ټیټ کارونه کول…په ډیرې خاکسارۍ ېې کوپیک واخیستل او خپل ړانده ملګري ته ېې ورکړل… څومره چې به ېې دځان په هکله د خلکو عقیدې کم اهمیته ګڼلې هومره به له خدای سره ځان نیژدې احساساوه…

په دې ډول اته میاشتې وګرځید په نهمه میاشت ېې د یوه ولایت په مرکز کې یوه پناهځاي ته بوته… شپه ېې له نورو زیارتوالو سره هلته تیره کړه له دې چې تذکره ېې نه درلوده نو ونیول شو… کله چې ترې پوښتنه وشوه څوک دی او تذکره ېې کومه ده ځواب ېې ورکړ:

د خداي بنده…

هغه د کوڅه ډب او بدماش په تور محکوم شو او سایبریا ته واستول شو…

په سایبریا کې ېې شاقه کارونه وکړل او اوس هم هلته بوخت دی…به کروندو کې کار او مزدوري کوي او ماشومانو ته درس ورکوي او کله ناکله په پټه ناروغاو ته شفا هم وربخشي.

پاي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب