جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

له طوفانه خوندي

د نوي فصل او نوي بهار تر ټولو ډېر خوندي او ډېره ګټه اخيستونکي خلک دوی ول. له يوې خوا د نړۍ د سياست په محراق کي نه وه واقع، له بلي خوا حالتو ځپلي او ډېر زهير سوي وه. نو سخت زحمت‌کښ او متحد ول. له بلي خوا د ايران پرله‌پسې مذهبي ملاتړ دوی سخت منظم کړي وه. ګرچي هغوی دوی استفاده کول، مګر بيا هم دوی ته ئې تر ګټي تاوان زيات وو.

دوی له جواليتوب، باغلي فروشۍ، ګاډۍوانۍ او خرکارۍ څخه يو دم راپورته سول. له لويه تر کوچني، له نره تر ښځي ټولو زده کړي وکړې. په ډېر هنر او چالاکۍ ئې په هر لوري کي خلک ځای پر ځای کړل او هر ځای ئې خپل د مظلوميت داستان ورسوی. نو ځکه ډېر تېز او ژر پرمختګ ئې کاوه د دوى بد توب نه بلکي ښه توب وو چي ځان يې را کنټرول او ښې خوا ته بوتلى. د هيواد هر کونج او هري ادارې ته ئې ځان ورسوی او په هر زده‌کړيز مرکز کي د دوی فيصدي حتماً وه.

دوی شايد د هيواد پنځه يا اووه فيصده وه، مګر د نږدې پنځويشت فيصده حق ئې اخيستی. مګر هغه د کابليانو خبره؛ هغوی چي د توري له څوکي ئې اخلي، نوشجان ئې. دوی په خپل اتفاق هر څه کول او ډېر ښه ئې کول. دوی ټول د درو مشرانو له خوا رهبري کېدل، چي هيڅ کله ئې يو او بل نه تخريبول، بلکي ډېر کلک سره ولاړ وه. خو په خپل منځ کي ئې سپک سپک مخالفتونه موجود وه.

دوی نن درې سره د جمهور رئيس د دوهم مرستيال په کور کي، چي تازه ئې د کابل په دريمه کارته کي په شل بيسوې مځکه کي په پنځه منزله کي جوړ کړی وو او ټوله د هلمند په سپينه رخام ډبره ښايسته وو. د دې نوي کور مبارکي او د حالاتو ارزيابۍ ته راټول سوي وه. درې سره يوځای د ناستي خوني ته ننوتل. د جمهور رئيس مرستيال، چي د حقوق استاد وو؛ دوی ناستي ته دعوت کړل. خپله پر هغه خاصه چوکۍ، چي تازه ورته جوړه سوې وه؛ په تکليف کښېنستی. په دې وخت کي د جمهور رئيس اوسني مشاور او د اجرائيه رياست پخواني مرستيال په ټوکه ورته وويل، چي په هغه نيوي ميليونه افغانۍ کي دا چوکۍ هم وه؟

درې سرو ښه په زوره زوره وخندل. بيا د جمهور رئيس مرستيال وويل: دا بواسير ډېر ملا ماتي شی دي. هم سړی خوږوي، هم شرموي.

د پخواني ولسمشر عينکي مرستيال او د سولي د عالي شورا پخواني رئيس په ټوکه وويل: هو، چي خوني وي؛ بيا بيخي.

ټولو يو ځل بيا په زوره زوره وخندل.

سپين ږيري او پخواني مرستيال له اوسني مرستياله وپوښتل: وضعيت څه دئ؟ ولي هر څه ګونګ دي؟

اوسني مرستيال ځان سم کړی، ول: دننه هم دغونه ورک حال دئ، لکه دباندي. رئيس جمهور يو ډول انحصار سوی، يا قصداً ده ځان محدود کړی. دا له بهره ئې فولبرايټران، انګليسي او الماني والا سرې جراپي او عجبه سټايلونه کښته او پورته کيږي. نه د وطن په فرهنګ پوهېږي او نه وطني دودونه پېژني. رئيس جمهور خپله ښه سړی دئ او د ښو کارو اراده لري، مګر له ځانه ئې مدير جوړ کړی دئ. هيڅ د حالاتو سره سم نه دئ روان. ټول فکر ئې دا دئ، چي لومړی مرستيال کنټرول کړي.

د پيسو منابع ئې تر نظر لاندي وي او ټولي مقررۍ خپله وکړي. ټول تمرکز ئې پر دې دئ، چي نوم جوړ کړي. نور ئې هر څه هلکانو ته سپارلي. ټول کارونه پروژه‌يي مخ ته روان دي. هغه دوه هلکان ئې ايله کړي؛ يو ئې د رئيس جمهور کېدو خوبونه ويني او هغه بل پيسې ټولوي. او د اداره امور څخه ئې وړکتون جوړ کړی دئ. يوه ډيسکو او د ارايش صالون نه سته، نور هر څه سته.

رئيس جمهور ته پرله‌پسې د خير و خيرت احوال ورکوي او هغه هم پر دوی له حده زيات باور کوي. پخوانی ولسمشر تماس نيسي، هيڅوک اړيکه نه ورسره نيسي. ملت ته ټولي دروازې تړل سوي دي. مشران راځي، مګر همدا ډله ئې رئيس جمهور ته نه ور پرېږدي، چي هغه ته د دوی خبري و نه کړي. نو ځکه ټول خلک د ارګ پر ځای پر پخواني ولسمشر ور مات دي. حتی د سفارتونو اړيکو ته جواب نه ويل کيږي. نو ځکه ټول بهرنيان اول له پخواني ولسمشر سره ګوري. ما ته خپله څو ځله مشکل جوړ سوی دئ؛ ده نه سوای حلولای، يا ئې سر نه پسي ګرځوی؛ هغه را حل کړی.

په دې وخت کي خاص مشاور وپوښتل: دا عقب نشيني او دفاعي حالت څه معنا لري؟ پر دې خو ډېر جنجال وسو.

لومړي مرستيال وويل، چي د جګړې قومنده خپله پر غاړه اخلي، خو رئيس جمهور پرې نه ښود. له بهرنيانو سره مذاکرات او نظامي چاري ټول همهغه د امنيت د شورا مشاور، چي بيخي ځان د موقت ادارې ولسمشر بولي؛ تر سره کوي. اخير به همده څاه ته ور اچولی وي.

نور نو شاوخوا ټول چاپلوس او شيطان خلک ځغلي، راځغلي. او په دغو خبرو بيا د هر چا باور کوي. پخوا ئې ښکنځل لږ کول، اوس ئې هره دوهمه خبره د مور او خور يادول وي. حالات له ده هم ورک دي، مګر بس اخته وي؛ شپه او ورځ په ليکلو او لوستلو اخته دئ. ښه سړی دئ، په بد وخت کي راغلی دئ او هيڅ وخت نه درکوي.

په دې وخت کي خاص مشاور پخواني مرستيال ته وکتل، ول: ستاسي خوا ته څه کيسې دي؟ انډيوال دي وينې؟

  • هو، د ټول مملکت خوابدي هلته راځي. استخباراتو ارګ هېر کړی، ځکه ټول پوه دي، چي هغوی چي مقاومت کوي، دلته راځي. حتی د امريکا ټول تمرکز پر ده دئ. د چين سفارت خو ئې څنګ ته دئ. هره دوهمه ورځ ئې يو کس ناست وي. ډېر خلک په دې هم ورته راځغلي، چي دلته ځان ته مصؤنيت واخلي.

دوهم مرستيال وپوښتل: پلان لري، چي بيرته رئيس جمهور سي؟

پخواني مرستيال ول: نه، ما چي څونه درک کړی دئ؛ غواړي بابا ملت سي او د خميني غوندي د شورا مشر سي او په سياست کي له ده سره مشوره وسي.

په دې خاص مشاور وويل، چي ټول وايي، دی حکومت چپه کوي؟

پخواني مرستيال وويل: حکومت خو اول اوسنی رئيس جمهور له خپله ضده چپه کوي. دوهم له انحصاره، دريم له بهرنيانو سره ئې نوره ورځ نه تېريږي. نو حکومت خو بايد پر يو چا لاس پاک کړي.

په دې وخت کي خاص مشاور له نوي مرستياله وپوښتل: څه فکر کوې، ولسمشر به واک وسپاري؟

هغه وخندل او وې ويل: مړ به سي، خو واک به پرې نه ږدي او نه به بل څوک پرېږدي. که څه هم پيشنهاد ورته سوی، چي د موقت ادارې له پاره کانديد راکړه، ده ځان پيشنهاد کړی.

په دې وخت کي پخواني مرستيال د خاص مشاوره وپوښتل، چي ستاسي په ټيم کي څه حال دئ؟ مارشال د امپراطور او د سولي عالي شورا رئيس په څه غورو کي دي؟

خاص مشاور وويل: موږ خو سره جوړ را نه غلو. ګلمرجان معامله وکړل، نو له قهره ټول وپاشل سول. ده ته ئې هم د موقتي ادارې مشرتوب منلی دئ، نو ځکه دی کوښښ کوي، چي د حکومت کيسه ژر خلاصه سي.

امپراطور ته ئې واک او اسلحې ورکړې او د شمال مسؤليت ئې ور وسپاره، خو مارشال ته ئې هم عيني امتيازات ورکړل. د دواړو زامن د مذاکراتو غړي سول. مارشالي سول، دوسيه ئې وتړل سول.

په دې وخت کي پخواني مرستيال وويل: چاره څه ده؟

خاص استازي وويل، چي د رهبرانو نظر به واخلو.

نوي مرستيال ورته وويل: رهبران موږ فقط جنګوي او قرباني مو کړي. د سوريې فاطميون په موږ ډک دي، خو په ايران کي بيا د ګرځېدو حق نه لرو. خاص مشاور ورته وويل: موږ مذهب ته ژمن يو. د دوی سياست ته نه. ما که فاطمينو ته لښکر لښکر ځلمي استول، مذهب مي ژوندی ساتی.

په دې وخت کي خاص استازي زنګ وواهه. له بلي خوا څخه ږغ وسو: حاجي آغا تليفون دي په غوږ کي اوس ګوشي ورکوم.

وروسته هغه تليفون پر مېز کښېښوی او لوډسپېکر ئې کړی. له هغې خوا له سلام او روغبړ وروسته صلوات وويل سو. دوی درې سرو صلی علی تر پايه ووايه. وروسته هغه بې له مقدمې وويل: لوبه بدلېږي، مذهب ټول په خطر کي دئ. حالت په سيمه کي بدلېږي او تور بيرغي به موږ هر ځای په نخښه کوي. ستاسي د حکومت وخت خلاص دئ، مګر ښه به دا وي، چي موږ د طالبانو سره لار يوسو. ځکه موږ او دوی دواړه مشترک دښمن لرو، چي هغه امريکا او تور بيرغي دي. مخکنۍ پاليسي ډېره ښه وه. درې نوي کسان جوړ کړئ. په نوي حکومت کي ئې ځای پر ځای کړئ. ډېر کوښښ مه کوئ، چي ځان خوږ کړی او مقاومت وکړی.

بيا نوري خبري هم وسوې، خو بالاخره خبره فيصله سوه، چي حالاتو ته تسليم سي او نوو ته تيار. په دې وخت کي دروازه وټکېدل. يو جګ ځوان راننوتی. نيکټايي ئې تړلې وه. خاص مشاور ورته وويل: نيکټايي دي ايسته کړه. ږېره دي هم نوره ايله کړه. پاڼه اوړي.

وروسته ئې وويل، چي ده له قم څخه په اقتصاد کي دکتورا کړې ده او تکړه سړی دئ.

د قربانۍ پسه حلال وو. هر چا برخه ځغلول. هيچا د طوفان انجام ته نه کتل. تياره زياتېدل، طوفان زور اخستى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب