تاند (جمعه، د تلېږ میزان ۴ مه) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د پاکستان صدراعظم شهباز شريف او د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر سپینې ماڼۍ ته وبلل او هغوی يې “عالي کسان” وبلل. دا له کلونو بې باورۍ وروسته د واشنګټن او اسلاماباد د اړیکو د بېرته عادي کېدو تر ټولو څرګنده نښه ده. او ضمناً د افغانستان په تړاو د یوې بلې لوبې د پیلېدو نښه هم ګڼل کېدای شي.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د حضور په مهال له امریکا سره د پاکستان دوه مخې پالیسي امریکا ته تر هر چا ډېره څرګنده وه او له همدې کبله یې له پاکستان سره اړیکې سړې شوې وې خو اوس امریکا یو وار بیا پاکستان ته اړتیا پیدا کړې.
له کله چې شهباز شریف د پاکستان د صدراعظم په توګه غوره شوی، دا لومړی ځل دی چې هغه سپینې ماڼۍ ته بلل کېږي. مرستیال ولسمشر جي. ډي. وانس هم په غونډه کې حاضر و، او د غونډې له خپرو شویو ویډیوګانو د دواړو خواوو خوښي له ورایه څزګندېږي.
شنونکي وايي چې د شريف لپاره په واشنګټن کې په دومره لوړه کچه پروتوکول د جنوبي اسيا د تګلارې نوې ارزونه ښيي، په ځانګړي ډول د افغانستان بګرام هوايي اډې ته د امریکا د بیا لاسرسي او په دې تړاو د پاکستان پر رول د امریکا د اتکا په برخه کې.
د جنوبي اسيا شنونکی مايکل کوګلمن وايي:
“پاکستان د نړۍ په جيوپوليټيک کې خپل ځای لري، که څه هم لنډمهاله وي. پاکستان د عربي خليج د هېوادونو د نژدې ملګري په توګه خپل ارزښتناک ستراتیژیک موقعيت کاروي او د اتومي وسلو لرل يې نور هم پياوړی کوي، په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ستر بدلون روان دی.”
هغه زياته کړه، پاکستان په بریالیتوب له دوو لویو بدلونونو څخه ګټه اخستې: د واشنګټن او نوي ډيلي د اړیکو له خرابېدو، او د واشنګټن او اسلاماباد د اړیکو له ښه کېدو.
د ټرمپ لپاره تر ټولو ستره جايزه د بګرام هوايي اډې بېرته ترلاسه کول دي. د طالبانو له لوري د دې اډې د نه سپارلو له اعلانه وروسته، پاکستان د امریکا لپاره يو مهم شریک بلل کېږي.
دا لیدنه همداراز د پاکستان لپاره په سخت اقتصادي حالت کې د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو يوه برخه ده. شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و، خو د ټرمپ له لوري سپینې ماڼۍ ته بلنه د شهباز شریف د سفر ځانګړې لاسته راوړنه وه.
د پوځ رول
جنرال منیر په څو مياشتو کې درې ځلې امریکا ته تللی او حتی د سپينې ماڼۍ شخصي مېلمستیا ته بلل شوی دی. امریکا ته د هغه پر له پسې سفرونه دا روښانه کوي چې د پاکستان پوځ لا هم د هېواد د بهرنۍ تګلارې اصلي لوبغاړی دی.
په عين وخت کې، پوځ په کور دننه د هند پر ضد تبليغاتي کمپاين ډېر کړی دی. د پوځ ویاند جنرال احمد شريف چودري په تازه مرکه کې ادعا وکړه چې په پاکستان کې د هرې ترهګرۍ تر شا د هند لاس دی او له نړيوالو يې وغوښتل چې مداخله وکړي.
اقتصادي اړخ
امریکا د نورو هیوادونو خلاف پر پاکستان سوداګري تعرفه کمه کړې. اوس پاکستان ته د امریکا د سوداګرۍ تعرفه ۱۹ سلنه ده چې پخوا ۲۵ سلنه وه. همداراز د پاکستان د تېلو په زېرمو کې د امریکا پانګونه دوام لري. په ورته وخت کې د هند پر وارداتو ۵۰ سلنه لوړه تعرفه لګېدلې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي جنجال ښکارندويي کوي.
شنونکي وايي اسلاماباد په مهارت د ټرمپ له “غیر متعارف” سیاست سره ځان عیار کړی او د مهمو برخو لکه معدني موادو، کریپټوکرنسۍ او انرژۍ په تړاو هوکړې کړې دي.
دوهموخیزه تګلاره
تحليلګر باور لري چې د پاکستان پوځ له يوې خوا د خپل هیواد د تاوتريخوالي د ټولو پېښو تورونه پر هند لګوي او له بلې خوا په واشنګټن کې د ځان لپاره ملاتړ پيدا کوي. دا دوهموخیزه تګلاره هم د پوځ د کورني واک پياوړتيا او هم د شهباز شريف لپاره د اقتصادي مرستو او ډيپلوماتيکې پروژې د لاسته راوړلو هڅه ده.
د تاند ویدیو چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ