تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۴ مه) هندي رسنۍ ادعا کوي چې د دغه هیواد له سِندور عملیاتو څو میاشتې وروسته پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې بیا هم له خپلو دریځونو نه دي اوښتي او د خپلو شبکو د بیا رغولو هڅه کوي.
هند هغو عملیاتو ته سندور وايي چې په کشمیر کې له ترهګر برید وروسته یې په پاکستان کې وکړل او د دوی په وینا د ترهګرو پټنځایونه یې له منځه یووړل او تر ۱۰۰ ډېر وسلهوال یې ووژل.
انډیاټوډې ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، نوې استخباراتي موندنې ښيي چې لشکر طیبه (LeT) په خیبر پښتونخوا کې، د افغانستان پولې ته نژدې، یو نوی روزنیز او استوګنیز مرکز جوړوي.
که څه هم دا نوې کمپونه د پولې او د کنټرول کرښې (LoC) څخه لرې دي، د هند د پوځ سرچینو ویلي چې هیڅکله دومره لرې نه دي چې د اړتیا پر مهال له غبرګون (ځوابي برید) څخه خوندي پاتې شي.
دغه تاسیسات چې مرکز جهاد الاقصی نومول شوي، د کوز دیر ولسوالۍ د کُنبن میدان په سیمه کې موقعیت لري چې له ډیورنډ کرښې یوازې ۴۷ کیلومتره واټن لري.
د سپتمبر ۲۲ د نېټې تصویرونه او ویډیوګانې ښيي چې د دې کمپ لومړی پوړ جوړ شوی او د چت کار روان دی.
د کمپ د جوړولو کار د جولای په میاشت کې پیل شو، یوازې دوه میاشتې وروسته له هغه چې د سِندور عملیاتو پر مهال د لشکر طیبه د ځانمرګو بریدګرو مرکز اهل حدیث د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر (PoK) کې ویجاړ شو.
دغه نوی کمپ پر ۴۶۴۳ مربع فوټه ځمکه جوړېږي او د لشکر طیبه د جامعه اهل سنت جومات څنګ ته پروت دی. ګومان کېږي چې دا ځای به د استخدام، فکري روزنې او د پرمختللو وسلو د روزنې یوه نوې څانګه شي.
مشري او روزنیز پروګرامونه
د راپور پر اساس، لشکر طیبه د دغه مرکز د چارو د پرمخ بیولو دنده خپلو جګړهمارو مشرانو ته سپارلې ده. د کمپ مشري نصر جاوېد کوي، هغه څوک چې د ۲۰۰۶ د حیدرآباد د چاودنو یو مهم طراح ګڼل کېږي.