تاند (جمعه، د تلېږ میزان ۴ مه) تمه ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیايمې غونډې په څنډه کې نن (۲۶ سپتمبر) د افغانستان په اړه يوه جانبي غونډه جوړه شي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو، د پرنسټن پوهنتون د افغانستان د پالیسۍ څانګې او د افغانستان دایمي استازولۍ په همکارۍ جوړیږي او د یونان، مکسیکو او هسپانیا له لوري یې ملاتړ کېږي.
په ملګروملتو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د پنجشنبې په ورځ په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې په دې ناسته کې به په دوو اساسي موضوعاتو بحث وشي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د موزاییک طرحې پیاوړتیا» او « د طالبانو له لوري له دین څخه د وسلې په توګه کار اخیستل او د هغې پایلې په افغانستان او تر هغې هاخوا».
د «موزاییک» طرحه د افغانستان د پراخ بنسټه راتلونکې لپاره سږکال د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) له لوري د طالبانو له چارواکو سره په مشوره چمتو شوې ده. په دې طرحه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو درناوی وکړي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. په بدل کې، طالبان د بندیزونو د لغو کېدو، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدو او له نړیوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو د دوام غوښتونکي دي.