جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بګرام په تړاو د ټرمپ څرګندونې: امریکا غواړي د بګرام هوايي...

د بګرام په تړاو د ټرمپ څرګندونې: امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۴ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پرته له دې چې کومه نېټه وټاکي، اعلان وکړ چې د بګرام په اړه به خبرې وکړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ اجرایي فرمانونو د لاسلیکولو په څنګ کې وویل: «د افغانستان او بګرام په اړه به هم خبرې وکړو.» هغه د خپلو خبرو پر مهال د خپل لومړي حکومت په موده کې د پوځ د بیا رغونې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځ ځینې تجهیزات پرېښي دي، که څه هم د ده په وینا دا یوازې یوه کوچنۍ برخه وه.

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د وتلو ورځ«د امریکا د تاریخ تر ټولو شرمناکه ورځ» وبلله.

هغه په تېرو اوونیو کې بیا بیا ټینګار کړی چې امریکا باید بګرام بېرته ترلاسه کړي. دغه موضوع هغه وخت توده شوه چې ولسمشر ټرمپ د سنبلې په ۲۷مه په لندن کې د بریتانیا له صدراعظم کې‌یر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «موږ هڅه کوو چې د بګرام هوايي اډه بېرته واخلو. هغوی [طالبان] زموږ څخه څه غواړي، موږ هم هغه اډه غواړو.»

وروسته ټرمپ څرګنده کړه چې امریکا له طالبانو سره د بګرام د بېرته نیولو په تړاو خبرې کوي. نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړ: «که دغه اډه واشنګټن ته ور نه‌کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

خو د طالبانو چارواکو د امریکا له بېرته راتګ سره کلک مخالفت څرګند کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: «بګرام د افغانستان یوه نه بېلېدونکې برخه ده، نه د امریکا او نه هم د چین.» هغه زیاته کړه: «زموږ ولس به هیڅکله په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون ونه مني.»

څرګنده نه ده چې ټرمپ د بګرام بیا بیا یادونه د کوم هدف لپاره کوي. ځینې کتونکي وايي، ښايي ټرمپ فکر کوي چې د بګرام بیا ترلاسه کېدا به د امریکا لپاره اسانه وي او د دې اډې د ترلاسه کولو په صورت کې به د کانګریس په منځمهالو انتخاباتو کې د رای ورکوونکو د خپلولو لپاره یو ګټونکی کارت ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب