په ناول کې لیکوال یوازې د پېښو راټولونکی او نندارچی نه شي پاتې کېدای. د هغه دنده دا نه ده چې ژوند لکه د یوې کیمرې په څېر ثبت کړي، بلکې هغه باید د ژوند تر شا پراته خیالونه، نه لیدل کېدونکې انځورونه، د انسان اندروني کشمکش او د وخت پټو پوښتنو ته هم ژبه ورکړي. د ناول بنسټ د تخیل، خلاقیت او تخلیق پر اوږو ولاړ وي. که ناول یوازې د واقعیتونو هندسې تکرار کړي، نو هغه به د ژوند له ژورتیا بې برخې شي. د رښتيني ادبیاتو او رښتيني ناول توپیر همدا دی چې یو یې یوازې راپور ورکوي، خو بل یې د انسان د وجود او هستۍ د هغه برخې استازیتوب کوي چې په ورځني ژوند کې خاموشه پاتې کېږي.
کله چې د کنډیرا د ناول The Unbearable Lightness of Being په اړه فکر کوو، نو داسې ښکاري چې دا اثر د همدې پوښتنې ځواب دی: آیا د ژوند وزن/heaviness یوازې د پېښو په تکرار کې دی او که د خیالونو په هغه سپکۍ/lightness کې چې انسان ئي د یوې شېبې په خیال کې تجربه کوي؟ دلته کنډیرا یوازې د کرکټرونو کیسې نه کوي. هغه د خپلو کردارونو تامس، ترزا، سابینا او نورو په ژوند کې د فلسفي معنا په داسي انداز راښئي چي د باختین د polyphony تیوري له ورایه پکښې ښکاري، ځکه چې د هغه هر کرکټر یوازې داستاني ږغ نه دی، بلکې یو خپلواکه فکري کاینات دی چې د لیکوال د ذهن له حکم پرته هم ژوند کوي. دا خپلواکي د ناول د ژوندي پاتې کېدو راز دی، ځکه لوستونکی یوازې کیسه نه لولي بلکې د څو ژونده،څو نظرونو او څو وجودونو په تقاطع کې ځان ویني.
کنډیرا په دې ناول کې د Intertextuality هنر داسې کارولی لکه یو موسیقار چې د څو سازوندو ترمنځ د نغمو اړیکه برابروي. هغه د فلسفې، تاریخ، سیاست او هنر له بېلابېلو ټوټو څخه یو داسې یووالی جوړ کړی چې ناول ته د ژوند د جامع انځور شکل ورکوي. د نیچه د eternal recurrence نظریه، د کافکا د وجودي اضطراب انعکاس، د ډوستوفسکي د اخلاقو پوښتنې، او د اروپایي تاریخ د شوروي یرغل ټول دلته د یوې واحدې صحنې په څېر سره یوځای شوي دي. خو دا یوځایوالی تصادفي نه دی، بلکې د تخیل او تخلیق د هغه ځواک محصول دی چې لیکوال یې د خپل متن په زړه کې ځای پر ځای کوي.
دلته یو مهم ټکی دا دی چې کنډیرا یوازې د یوې تاریخي پېښې ـ د ۱۹۶۸ د پراګ د پسرلي او د هغې د ځپلو ـ شاهد نه دی. که هغه یوازې د دې تاریخ د راوی په توګه پاتې شوی وای، نو ناول به د یوه سیاسي راپور ارزښت درلود، مګر د هنر او فلسفې ارزښت به یې ضابع شوی وو.دا هغه څه دې چې د دې اثر د عظمت معیار ئي ساتلی، دا د انسان د وجود د معنا په اړه د هغه تخیلي پوښتنې دي. هغه تخلیقي هنر په مرسته دې ځای ته اشاره کړې، چې د ژوند سپکوالی او درونوالی یوازې د سیاست له لوري نه ټاکل کېږي، بلکې د مینې، خیانت، هنر او حافظې د هغو ظریفو لحضو برخه ده چې انسان ئي له ځان سره لري. د همدې لپاره د ناول لوستلو پر مهال موږ د ځان د شخصي تجربو انعکاس هم پکې وینو.
کله چې ترزا د یوې تصویر اخیستونکې په توګه د نړۍ د کېپچر کولو هڅه کوي، نو په دې دوران کې موږ یوازې د هغې ژوند نه ګورو، بلکې د انسان د حافظې او د ثبت د وسواس یوه فلسفي څېره هم پېژنو. کله چې تامس د جنسي اړیکو له لارې د ازادۍ د تجربې په لټه کې وي، موږ یوازې د یوه ډاکټر ورځني عادتونه نه لولو، بلکې د اخلاقو، بدن او مینې د فلسفې له یوې تل پاتې پوښتنې سره مخامخ کېږو. دا ټولې څېرې ښيي چې ناول یوازې د پېښو بیان نه دی، بلکې د پېښو تر شا د انسان د وجود د تل پاتې کیفیاتو انځور دی.
په ناول کې لیکوال هڅه کړې چې د “باختن” نظریه dialogism هم پوره په ښکاره بڼه راڅرګنده کړي. هر کرکټر د بل پر وړاندې یو ږغ دی، یو سوال دی، او یو ډول ځواب دی. تامس د سپکۍ استازی دی، ترزا د وزن استازې ده، سابینا د خیانت او د سپکې د آزادۍ نخښه ده، او هر یو د بل د ژوند پوښتنه راولاړوي. دا څو ږغونه د ناول د ژوروالي اصلي ټکي دي. ځکه خو لوستونکی یوازې د یوه ږغ په ځای د څو ږغونو په منځ کې ژوند کوي او د حقیقت د یوې ثابتې جملې پر ځای د څو اړخیزو پوښتنو سره مخامخېږي.
دا هر څه موږ دې پایلې ته رسوي چې لیکوال په ناول کې یوازې د پېښو د انځورګر شاهد په توګه نه پاتې کېږي، بلکې د هغه خیال او تخیل معمار هم وي چې د انسان د وجود پر رازونو رڼا اچوي. که د تخیل ځای خالي شي، نو ناول د خپل ژور ارزښته بېبرخې کېږي او یوازې یو ساده داستان پاتې کېږي. خو کله چې تخیل د متن برخه شي، نو د ژوند هغه اړخونه هم راښکاره شي کوم چې لوستونکي په خپل ورځني ژوند کې نه ویني.
کنډیرا په خپل ناول کې دا خبره موږ ته ښيي چې د ژوند په اړه د لیکوال دنده یوازې د پېښو ترتیب نه دی، بلکې د هغو پېښو تر شا د معنا د لټون هڅه ده. دا وجه ده چې د هغه اثر یوازې د یوه ملت د تاریخي کیسې په توګه نه لوستل کېږي، بلکې د انسان د هستۍ د تل پاتې پوښتنې په توګه هم لوستل کیږي. دا د ناول هغه ځواک دی چې د وخت له بند څخه یې ازادوي او د هر نسل لوستونکو ته نوې معنا ورکوي. په همدې ځای کې د reader-response theory را څرګنده شي او هر لوستونکی د ناول له تخیلي فضا سره خپل شخصي تاثر جوړوي. د ترزا د سپورټ تصویرونه د خوند یا د تامس د آزادۍ د جستجو د ژوروالي معنا د هر چا لپاره بېله بڼه لري. دا څو اړخیزه لوستل د ناول د ځواک یوه بله نخښه ده. لیکوال یوازې د خپلو فکرونو استازی نه دی، بلکې د لوستونکي د خیالونو د تحریک وسیله هم دی. هم دا وجه ده چې دلته د لیکوال رول د یوې کیمرې له راوی څخه د یوې نړۍ د معمار پر لور بدلېږي. هغه د خیال، تخیل او تخلیق په مرسته داسې فضا رامنځته کوي چې لوستونکی پکې یوازې نندارچي نه وي، بلکې خپله د پوښتنو، ځوابونو او احساساتو برخه ګرځي. دا د ادبیاتو هغه ستره لاسته راوړنه ده چې انسان ته یوازې د کیسې د اورېدونکي پر ځای د وجود د پوښتنو د ګډونوال حیثیت ورکوي.
کله چې د کنډیرا ناول ته ورننوځو، داسې ښکاري لکه یوه کړکۍ چې د انسان د هستۍ د پوښتنو پر لور پرانیستل شوې وي. دلته د ژوند عادي پېښې ـ مینه، خیانت، کورنۍ اړیکې، کار او سیاست ـ یوازې د کیسې د سطحې مواد نه دي، بلکې د هغو تر شا یو بل حقیقت پروت دی چې یوازې د تخیل په مرسته ښکاره کېدای شي. د ناول هره برخه د دې فرصت برابروي چې ژوند له یوې نوې زاویې ووینو. خو دا زاویه د تاریخ او واقعیت له سادګۍ نه، بلکې د تخیل او تخلیق له ژور کوره راوتلې ده. دلته موږ ته د بارټ د Death of the Author تیوري په یاد راځي. ځکه کنډیرا داسې فضا جوړوي چې لیکوال یوازې لارښود پاتې کېږي، خو د معنا جوړونه د لوستونکي په ذهن کې بشپړېږي. د مثال په توګه، کله چې سابینا د خیانت کوونکې په څېر ښکاري، دا یوازې د یوه کرکټر اخلاق نه دي، بلکې د لوستونکي د ارزښتونو پر بنسټ مانا پیدا کوي. یو لوستونکی د هغې عمل د آزادۍ یو ډول اعلان ګڼي، بل یې د وفادارۍ د ماتې په توګه اخلي. دلته تخیل یوازې د لیکوال نه، بلکې د لوستونکي برخه هم ده، او ناول د همدې څو اړخیزو لوستنو له امله تلپاتې کېږي.
د دې ناول په زړه کې یوه لویه فلسفي پوښتنه پرته ده: ایا ژوند سپک دی او که دروند؟ ایا هغه څه چې موږ یې د تقدیر په توګه لولو یوازې تصادف دی او که د نه تکرارېدونکي فرصت وزن؟ دلته د نیچه د eternal recurrence نظریه د یوه فکري سیوري په څېر په هره برخه کې خؤره ده. خو کنډیرا دا نظریه د فلسفي ویناوو په توګه نه وړاندې کوي، بلکې د انسان د ورځني ژوند په اړیکو کې یې ځای پر ځای کوي. کله چې ترزا د یوې ساده پیالې شیدو څښلو ته وزن ورکوي، او کله چې تامس د جنسي ازادۍ په لټه کې سپکتوب تجربه کوي، موږ د فلسفې هغه ستر بحثونه د ژوند د کوچنیو صحنو په چوکاټ کې وینو. دا د تخیل ځواک دی چې سترې تیورۍ د ورځني ژوند په صحنو بدلوي.
زموږ اصل موضوع هم دا ده. ودې ځای ته باید لږ تم شو او ډیر فکر وکړو چې کنډیرا څنګه د ناول د جوړښت له لارې د انسان دنني حالتونه انځوروي؟ د هغه نثر د یوې رواني هندسې په څېر دی، چې هر کرکټر د خپل ذهن یوه ځانګړې دایره لري. ترزا د عکسونو د وسواس له لارې د حافظې یوه فضا جوړوي، تامس د مینې او ازادۍ ترمنځ د تلپاتې جګړې یوه ذاویعه لري، او سابینا د خیانت د نندارې یوه کوټه لري. دا هر څه یوازې د پېښو له امله نه، بلکې د لیکوال د تخلیقي جوړښت له امله ژوندي کېږي. همدا تخلیق دی چې د ناول د فکري ژورتیا سرچینه ګرځي. هم دلته موږ د intertextuality بحث ته بېرته راګرځو. ځکه کنډیرا خپل ناول داسې لیکلی چې تل د نورو متونو انعکاس پکې ښکاري. کله چې هغه د تاریخ د صحنو یادونه کوي، د ټوماس مان د The Magic Mountain سیوري ورسره ښکاري. کله چې د اخلاقو بحث راځي، د ډوستوفسکي د The Brothers Karamazov ږغونه ورسره اورېدل کېږي. او کله چې د هستۍ پوښتنې راپورته کېږي، د کافکا د The Trial د اضطرابي فضا یوه برخه ګرځي. خو دا ټول انعکاسونه د تقلید لپاره نه دي، بلکې د نوي معنا د زېږولو لپاره دي. دا هغه څه دي چې د ژولیا کریستوا د intertextuality په بحث کې یې یادونه کړې وه: هر متن د نورو متونو په رڼا کې ژوند کوي، او د همدې اړیکو له لارې نوې مانا زېږي.
لوستونکی د ناول د لوستلو پر مهال یوازې د یوې کیسې نندارچی نه دی، بلکې د دې متونو په دې جګړه کې شریک ګرځي. ځکه کله چې موږ د کنډیرا د کرکټرونو اندروني خبرې لولو، د ځان خبرې هم اورو. کله چې ترزا د خپل بدن او خپل ځان ترمنځ د واټن احساس کوي، موږ د خپل بدن په اړه هم پوښتنې کوو. کله چې تامس د ازادۍ په لټه کې د بېثباتۍ خوند ویني، موږ د خپل ژوند د انتخابونو په اړه فکر کوو. په همدې ځای کې د ریډر-رسپانس تیوري قوت پیدا کوي، ځکه لوستونکی د ناول د معنا برخه ګرځي او د متن دوامداره ژوند تضمینوي.
خو که موږ په صادقانه ډول ووایو، د ناول ستره لاسته راوړنه د دې فلسفي بحثونو په تکرار کې نه، بلکې د هغو په هنري وړاندې کولو کې ده. ځکه فلسفه یوازې د عقل خبرې دي، خو هنر د عقل تر څنګ د زړه، د بدن، د حافظې او د ناخوداګاه خبرې هم ورسره یوځای کوي. د همدې لپاره د کنډیرا ناول د یوه فلسفي رسالې پر ځای د یوه ادبي اثر حیثیت لري. هغه څه چې په یوه فلسفي متن کې وچ او سخت ښکاري، دلته د ژوند د صحنې، د مینې د تودوخۍ، یا د خیانت د ټکان په بڼه وړاندې کېږي. دا د هنر د خلاقیت ځانګړتیا ده چې فلسفي ژورتیا په هنري انځور بدلوي.
په هم دا دلیل دی چې د کنډیرا ناول یوازې د یوه ملت د سیاسي تاریخ انعکاس نه دی، بلکې د انسان د تلپاتې پوښتنو انځور دی. ځکه خو د هر نسل لوستونکی په دې ناول کې خپله کیسه ویني. په شوروي یرغل کې را ګیره شوې ځوانه ترزا یوازې د هغه وخت د پراګ یوه څېره نه ده، بلکې د هر هغه انسان استازې ده چې د تاریخ د درنو پېښو تر سیوري لاندې د خپلې مینې او خپل ژوند د مانا په لټه کې وي. د همدې لپاره دا اثر هر ځل چې لوستل کېږي، نوې مانا ورکوي.
کله چې موږ د کنډیرا د ناول متن لولو، نو ورو ورو پوهېږو چې هغه یوازې د کرکټرونو کیسې نه راوړي، بلکې د ژوند د فلسفي هندسې نقشه راښيي. د هغه نثر داسې ښکاري لکه د یوه لائبریري له کړکۍ چې د انسان د هستۍ پر تجربو رڼا اچوي. هره جمله داسې ده لکه د یوې تجربې نوټ، خو په عین حال کې د شعر د یوې کرښې په څېر د تخیل له بڼې ډکه ده. همدا ترکیب دی چې د هغه ناول ځانګړی کوي: نه یوازې فلسفه، نه یوازې کیسه، بلکې د دواړو ګډ انځور.
په دې ځای کې د باختین د heteroglossia مفکوره ډېره اړونده ښکاري. ځکه د کنډیرا په ناول کې یوازې یو غږ نه دی چې واکمني لري. هر کرکټر د خپلې نړۍ ژبه لري، خپل اصطلاحات، خپل استدلال، او خپل درد. د ترزا ژبه د عکسونو او حافظې ژبه ده، د تامس ژبه د بدن او آزادۍ ژبه ده، د سابینا ژبه د خیانت او د ښکلا د نندارې ژبه ده. دا ژبې کله په اختلاف کې راشي، کله یو له بله اغېزمنېږي، او کله د یوې ګډې نغمي په څېر سره یوځای شي. د همدې څو ژبني ځانګړتیاو له امله د ناول نړۍ داسې ښکاري لکه یو ښار، چې هره کوڅه یې د ژوند بله بڼه ښيي.
د کنډیرا ځانګړتیا دا ده چې هغه د فلسفې سخت بحثونه د کرکټرونو د ورځني ژوند په خبرو بدلوي. کله چې ترزا په ناول کې د یوه سپي د مرګ په اړه فکر کوي، هغه یوازې د یوه حیوان د مړینې غم نه دی، بلکې د هستۍ د پای د فلسفې یوه نښه ده. کله چې تامس د مینې او جنسي اړیکو ترمنځ توازن نه شي پیدا کولای، دا یوازې د یوه سړي د عادت ستونزه نه ده، بلکې د اخلاقو او بدن د اړیکو په اړه د تلپاتې پوښتنې انعکاس دی. دلته فلسفه د ژوند له عیني صحنو سره تړل شوې ده، او همدا تړاو د ناول د تخیل ژوروالی زیاتوي.
خو د دې ټولو تر څنګ، یو بل اړخ هم ډېر مهم دی: د خاموشۍ او چوپتیا رول. کنډیرا ځینې وختونه د خپلو کرکټرونو د خبرو پر ځای د هغوی چوپتیا ښيي. دا چوپتیا د نشتوالي نښه نه ده، بلکې د یوې بلې معنا استازیتوب کوي. لکه څنګه چې دریدا ویلي وو، متن تل له غیاب سره تړاو لري؛ هغه څه چې نه ویل کېږي، د هغه څه برخه ده چې ویل کېږي. په همدې ډول، د کنډیرا د کرکټرونو چوپتیا د متن د ژورې معنا برخه ګرځي. کله چې ترزا د خپل غم په اړه خبرې نه شي کولای، موږ پوهېږو چې د هغې چوپتیا د هغې د روح د ژورتیا استازې ده.
په همدې ځای کې د psychoanalytic criticism اهمیت راڅرګندېږي. د کرکټرونو هغه بیان چې نابیانه پاته شي، په حقیقت کې د هغو د ناخوداګاه ږغونه دي. د تامس د ازادۍ وسواس یوازې د هغه شعوري انتخاب نه دی، بلکې د هغه د دنني اضطراب انعکاس دی. د ترزا حساسیت یوازې د هغې د شخصیت ځانګړنه نه ده، بلکې د هغې د ناڅرګندو وېرونو نتیجه ده. د دې ټولو تحلیل کول ښيي چې ناول یوازې د ښکاره خبرو مجموعه نه ده، بلکې د پټو احساساتو او وېرې د یوې ژورې نقشې انځور دی.
د دې ترڅنګ باید د ناول د جوړښت هنري بڼه هم له یاده ونه باسو. کنډیرا د وخت په جریان کې د کرکټرونو کیسې داسې جوړوي چې د non-linear narrative ځانګړتیا پیدا کړي. پېښې په خطي ډول نه راځي، بلکې لکه د حافظې ټوټې، مخکې او وروسته کېږي، یوځای کېږي او بیا جلا کېږي. دا جوړښت د لوستونکي ذهن ته د حافظې طبیعت ورپه یادوي: حافظه هېڅکله په مستقیمه کرښه نه روانېږي، بلکې د خیالونو او تخیل په څېر ټوټه ټوټه کېږي. د همدې لپاره د ناول جوړښت د حافظې د جوړښت په څېر ښکاري.
که د ناول د لوستلو پر مهال ځان وپوښتو چې ولې دا اثر دومره اغېزناک دی، نو ځواب به دا وي چې هغه یوازې د پېښو له امله نه، بلکې د تخیل د ځواک له امله دی. هره صحنه داسې جوړه شوې چې د انسان د دروني ژوند یو اړخ راښکاره کړي. د یوې مینې ساده کلمه د فلسفي پوښتنې دروندوالی لري، د یوه خیانت ساده صحنه د ټول وجود د ګډوډۍ انځور ګرځي. دا ټول د لیکوال د خلاقیت ثمر دی.
په دې ځای کې موږ یو بل حقیقت ته رسېږو: د کنډیرا ناول یوازې د اروپا د یوې تاریخي دورې انځور نه دی، بلکې د انسان د هستۍ د تلپاتې پوښتنو استازیتوب کوي. ځکه خو د نړۍ هر لوستونکی، که هغه په ختیځ کې اوسي او که په لویدیځ کې، د دې ناول په کرکټرونو کې د خپل ژوند انعکاس پیدا کوي. دا هغه نړیوال اړخ دی چې یوازې د پېښو د نقل کولو له لارې نه زېږي، بلکې د تخیل او تخلیق د ځواک له لارې رامنځته کېږي.
کنډیرا په خپلو ناولونو کې د ژوند او وجود هغه اړخونه رااخلي، چې ډېری وخت د فلسفې او هنر د تاریخ په څپو کې ورک ښکاري. د هغه د سبک ځانګړنه دا ده، چې ناول یوازې د کیسې روایت نه دی، بلکې د انسان د فکر او وجدان د ازمېښت ډګر ګرځي. دلته د لوستونکي ذهن د یوې مداخلې په څېر ګډون کوي؛ داسې نه ده چې یوازې د کرکټرونو د برخلیک شاهد پاتې شي، بلکې د هغوی د پوښتنو شریک هم کېږي.
د کنډیرا د نثر ځانګړنه په همدې کې ده، چې د پېښو ساده تسلسل د معنا ژوروالی نه څرګندوي، بلکې هغه وخت معنا رامنځته کېږي، چې لوستونکی د پېښو تر شا د پوښتنو پر ځای کولو سره ځان د ناول یوه برخه وبولي. که د هغه په نثر کې د فلسفي مکالمې شتون ته پام وشي، نو ښکاري چې ناول د یوې مفکورې د تکرار ځای نه دی، بلکې د تضادونو، تناقضونو او پوښتنو د زېږېدو ځای دی. د همدې لپاره هغه د “کیسې کولو” پر ځای د “پرسښت کولو” هنر ته زیات ارزښت ورکوي.
په دې اساس، د کنډیرا ناول د دې لپاره مهم دی، چې موږ ته د ادبیاتو یو نوی امکان ښيي: ناول نه یوازې د ژوند عکس دی، نه یوازې د تخیل ډګر دی، بلکې د وجود په اړه د انسان د نه ختمېدونکو شکونو او حیرانتیاوو یو پلیټفارم دی. هغه لوستونکي ته دا ښيي، چې د ژوند په اړه هېڅ نهایي حقیقت نشته، بلکې حقیقت د تکراري پوښتنو په منځ کې زېږي.
په پای کې ویلای شو، چې د کنډیرا ناولونه د معاصر ادب لپاره داسې یوه لار پرانیزي، چېرې چې لیکوال نه یوازې د نړۍ نقاش دی، نه یوازې د خیال جوړوونکی دی، بلکې د انسان د فکر همسفر ګرځي. د هغه هنر موږ ته دا یادونه کوي، چې د ناول لیکل یوازې د پېښو بیان نه دی، بلکې د وجود، وخت او یاد د فلسفې بیا کشف دی. او همدا د هغه د سبک تر ټولو لویه ځانګړنه ده: د ادب او فلسفې د ګډو لارو یو داسې تسلسل چې د لوستونکي په ذهن کې تر ډېره ژور پاتې کېږي.