جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سیمې امنیت...

ایران وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سیمې امنیت له خطر سره مخامخوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۵ مه) د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د افغانستان اوسني بحرانونه د امريکا د شل کلن پوځي حضور پايله وبلله او خبرداری يې ورکړ چې افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو هر ډول بيا راتګ به د سيمې سولې او امنيت ته جدي ګواښ وي.

هغه د افغانستان په اړه د چين، پاکستان او روسيې له بهرنيو چارو وزيرانو سره په څلور اړخيزه ناسته کې وويل، د واشنګټن مداخله او شل کلنه جګړه «بې له ناورين او ناامنۍ نور څه نه وو». عراقچي زياته کړه چې جګړې بې شمېره قربانيان پرېښي او ترهګري، د نشه يي توکو کر، فساد، فقر او بې کوري يې لا پياوړي کړي دي.

هغه د ۲۰۲۱ کال ګډوډ وتل هم ياد کړل او ويې ويل چې امريکا افغانستان او د هغه ګاونډيان پرېښودل چې د جګړې درانه لګښتونه پر اوږو يوسي. عراقچي زياته کړه: «امريکا او ناټو د ډېرو ستونزو، چې نن افغانستان او سيمه ورسره مخامخ ده، مسوول دي.»

ایراني وزير د هر ډول سياسي او پوځي لاسوهنې مخالفت وکړ او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان له ستونزو څخه د جغرافيايي سياسي اهدافو لپاره استفاده د منلو نه ده.

هغه خبرداری ورکړ: «په افغانستان يا شاوخوا سيمو کې د بهرنيو پوځي اډو بيا جوړېدل به د دې هېواد حاکميت نقض کړي، د سيمې سوله او امنيت به له ګواښ سره مخامخ کړي او افراطيت او بې‌ثباتي به زياته کړي.»

عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د بګرام هوايي اډه واشنګټن ته ور نه سپاري، «بدې پېښې» به رامنځته شي.

د بشري وضعیت اندېښنې

عراقچي د افغانستان پر خراب بشري حالت اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې مرسته بايد په «بې‌طرفۍ، غيرسياسي او له خنډ پرته» ورسول شي. هغه همداراز د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د بې‌قيد او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه، څو د دې هېواد اقتصاد ورسره بېرته راژوندی شي.

څلور اړخيزه ګډه اعلاميه

په نيويارک کې د چين، ایران، پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو څلور اړخيزه ناسته، چې د روسيې په ابتکار د ملګرو ملتونو د اتيايمې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې جوړه شوه، د څلورو وزيرانو څلورمه مشوره وه.

د دوی په ګډه اعلاميه کې د افغانستان پر خپلواکۍ، يووالي او ثبات ټينګار شوی، د ترهګرۍ، جګړې او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه شوې او د ناټو له غړو غوښتل شوي چې د خپل پوځي حضور د پایلو مسووليت پر غاړه واخلي.

په اعلاميې کې د بهرنيو يو اړخيزو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه هم شوې او د افغانستان دننه يا شاوخوا د بهرنيو پوځي اډو له بيا جوړېدو سره مخالفت شوی دی.

وزيرانو د يوه ټولګډونه افغان حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ چې د دوی په وینا د ټول ملت استازيتوب وکړي. هغوی د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د دوامداره شتون له امله اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد «اغېزمن او د باور وړ ګامونه» واخلي.

د تاند ویدیو چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب