یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د پښتو ادبیاتو د معاصر تاریخ د درې پړاوونو په اړه لنډ...

د پښتو ادبیاتو د معاصر تاریخ د درې پړاوونو په اړه لنډ بحث

څېړونکی: سیدجبیر تګین (هاشمي)

لنډیز
د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ په دریو پړاوونو باندې وېشل کېږي، چې هر یو يې ځانته ځانګړی ځانګړتیاوې لري؛ لکه کله چې د مشروطیت غوښتونکو لومړی نهضت رامنځته شو د پښتو ژبې شاعران او لیکوالان د مشروطیت افکارو د وده او پراختیا کې خپل شعرونه او لیکونه لیکل چې په دې توګه په پښتو ادب کې نوی پړاو (روښانتیا) پړاو پیلېږي او کله چې دغه نهضت د حببیب الله خان له خوا وځپل شو پای مومي.

په همدې توګه کله چې د شاه محمود خان له خوا خلکو ته یو څه نسبي ازادي ورکړل شوه او خلکو په دې وتوانېد چې ګوندونه جوړه کړي نو د پښتو ژبې لیکوالان او شاعران د ويښ ځلمیاونو ګوند تاسیس کړه او په پښتو ادب کې نوی پړاو (ویښتیا) پړاو پیل شوه چې نسبت تر روښانتیا پړاو ادبي اثار هنري اړخ هم لري، خو دغه پړاو هم بېرته د شاه محمود خان له خوا پای ته ورسېد.

کله چې په (۱۳۵۷ل) کال د افغانستان خلک او دېموکراتیک نظام د تره‌کی تر مشرۍ لاندې واک ته ورسېد او خلق او پرچم جريدو رسمي بڼه پیدا کړه او ټول ادبیات د انقلاب د ګټو، ساتنې او اړوند موضوعاتو پورې منحصره شوه په پښتو ادب کې هم نوی پړاو (اوښتون) پیلېږي.

په دې لیکنه کې هڅه شوې ده ترڅو د څېړنې په کتابتونې ډول او تشریحي مېتود سره د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ په اجمالي توګه تر څېړنې لاندې ونیول شي.

کلیدي وییونه: مشروطیت نهضت، د ويښ ځلمیانو ګوند، د خلق او پرچم جریدو
سریزه

هره ژبه ځانته ځانګړي ادبیات لري او ادبیات لکه څنګه چې له ټولنې سره مستقیمه اړیکه لري او د ټولنې په ارتباط کې څېړل کېږي د هر ادبي پړاو منځته راتګ او له منځه تګ هم په ټولنې پورې اړه لري.

په پښتو ادب معاصر تاریخ کې هم موږ درې پړاوونه لرو چې هر پړاو له بلې څخه د شکل او محتوا له مخې توپیر لري او دا ټول د ټولنیز او سیاسي حالاتو په بدلون سره رامنځته شوي او له منځه تللي دي. په دې مقاله کې زما هځه دا ده چې د پښتو ژبې د معاصر تاریخ درې پړاوونو په هکله په لنډه توګه بحث وشي او د دې پړاوونو د پیل او پای عوامل را په ګوته او د هر یو پړاو ځانګړتیاوې څرګند شي.

موخې

د پښتو ادب د معاصر تاریخ د پړاوونو د پیل او پای عوامل څرګندول.
د پښتو ادب د معاصر تاریخ د پړاوونو ځانګړتیاوې ښودل.

پوښتنې

مشروطیت نهضت پر پښتو ادب کې څه اغېز پرېښود؟
ويښتیا پړاو څّه وخت پای ته ورسېد؟
د (۱۳۵۷) کال کودتا پر پښتو ادب څه اغېز وکړ؟

مېتودولوژي

دغه څېړنه په کتابتوني ډول او تشریحي مېتود سره ترسره شوې ده.
مشروطیت نهضت پیل او اغېز یې پر پښتو ادب
د مشروطیت نهضت پیل داستان د سراج‌الاخبار د ټولنې په جوړېدو سره پیل او د افغاني روښانفکرانو د یوې ډلې په وژلو او بندي کولو سره پای ته ورسېد.

د امیر عبدلارحمن خان له مړینې څخه وروسته په (۱۹۰۱ل) کال کې د ده زوی امیر حبیب الله خان واک ته ورسېد. حبیب الله خان نسبت خپل پلار ته نرم خوی سړی و او د هېواد په پرمختګ او عصري کېدو هم لېوالتیا لرله، د همدې لپاره لومړی هغو کسانو چې د عبدالرحمن خان له خوا تبعید شوي وو هغوی ته د راتګ بلنه ورکړه؛ دا و چې له ځینو هېوادو څخه فرار شوي افغانان چې د هغوی له جملې څخه محمود طرزي او محی‌الدین افغاني په خاصه توګه د یادونې وړ دي خپل هېواد ته راستون شو او له ځان سره يې عصري زده‌کړه او نویو مفکورو راوړل. (باجوړی، ۱۴۰۰ه.ش: ۷۷مخ)
د حبیب الله خان په وخت کې د حبیبې لېسې جوړېدل، د سرکونو جوړېدل، د موټر راتګ، د ښوونځیو او دارالعلومونو جوړېدل، د ویالو او نهرونو جوړېدل، ټول د عصري کېدو پر لوړ ګامونه و.

دغه راز د حبیب الله خان په وخت کې د لیبرالي اصطلاحاتو د پراختیا لپاره مطبوعات مهمه وسیله ګڼل کېده، له همدې امله د هېواد روښانفکران د یوې جریدې د تاسیس مفکوره د عمل په ډګر کې پلي کړه.

پوهاند حبیبي صاحب په دې اړه وايي چې؛ د هېواد یو شمېر پوهان چې په شاهي مدرسه کې د دیني علومو او حبیبیه لېسه پورې تړلي وو د امیر دربار ته وړاندیز وکړ ترڅو د افغاني پوهانو لپاره يوه ټولنه جوړه شي ترڅو د سراج‌الاخبار په نامه یوه پینځه‌لس ورځنۍ جریده په کابل کې خپره کړي.( حبیبي، ۱۳۸۲ل: ۶۴مخ)

دا و چې دغه انجمن جوړه شوه او د دغې ټولنې واصف کندهاري د مشر په توګه وټاکل شو. البته د ټولنې منظورۍ په (۱۳۲۳ق) کال کې لاس‌لیک شوی خو اته میاشتې وروسته د سراج‌الاخبار لومړی ګڼه په ډبرین چاپ خپره شوه. (باجوړی، ۱۴۰۰ل: ۷۸مخ)

د امیر حبیب الله خان په وخت کې د عالمانو یو ټولنه وه چې د جمیعت‌العلما په نامه یادېده په دې ټولنه کې دیني عالمان راغوښتل شوي وو، چې بېلابېلې درجې لرلې او د شرعي احکامو پر راوستلو، ژباړو او لیکنو باندې به یې کار کاوه؛ چې په دغه ټولنه کې ځوانان عالمان لکه: مولوي سرورخان واصف او میرقاسم خان د محرر په توګه دنده لرله او دوی په دې فکر کې وو چې په افغانستان کې یو اساسي تحول او بهبود راشي خو دغه افکار هغه وخت پراختیا وموند چې، ځینې بهرني جراید د میرقاسم خان لاس ته ورسېدې لکه د حبل‌المتین جریده چې په کلکته کې د سیدجمال‌الدین او د نورو فراري ایرانیانو له‌خوا خپرېده او صور اسرافیل چې دوې نسخې افغانستان ته راتلې چې یوه يې حبیب الله خان ته او بله يې سردار عبدالقدوس خان ته چې د میرقاسم خان پلار و او د ده د زده‌کوونکي له‌خوا په پټه میرقاسم ته رسېده.

دا چې میرقاسم او واصف خان سره نېږدې ملګري وو نو دغه جرېدې په دې توګه سرور واصف هم مطالعه کولې او دواړو به بحثونه پرې کول؛ نو دغه دواړه دې پایلې ته ورسېدل چې د دې ظلمونو او استبداد د ورکېدو چاره یوازې په مشروطه نظام کې دي. پر دې اساس د مشروطه مفکوره د دغو دواړو ترمنځ رامنځته شوه. وروسته له دې کله کله له خپلو ملګرو سره په خصوصي مجلسونو کې شریکوله تر څو چې یوه شپه د میر قاسم خان په کور کې دغې تاریخي پېښې تصویب شوه. (باجوړی،۱۴۰۰ل: ۸۵مخ)

د مشروطه نهضت مشر مولوي سرور واصف په (۱۳۲۷ق) کال کې د حبیبې ښونځي یوه جلسه جوړه کړه چې زیاتو مشروطه غوښتونکو پکې ګډون وکړ. په دې جلسه کې وړاندیز وشو چې د امیر حضور ته یو عریضه وړاندې شي چې پکې د مشروطه نظام غوښتنه شوي و. دا عریضه د غلام محمد میمنه‌ګي له‌خوا امیر ته وړاندې شو په اول کې پاچا د مشروطه غوښتونکو مرام ته په بد نظر ونه کتل خو ځینو درباریان دا موضوع پاچا ته په مبالغه امیز ډول څرګنده کړه په دي توګه امیر هم موضوع په ښه توګه درک ونه کړه او د څلور تنو ځوانانو د اعدام امر يې ورکړ، وروسته د مشروطیت نهضت یو شمېر کسان په توپ والوزول شول او نور يې زنداونو ته واچول شول، په دې توګه د دغه نهضت مرۍ خپه شوه خو څو موده وروسته دویم مشروطیت غږ پورته شو. ( پنجشیري، ۱۳۹۹ل: ۷۸مخ0.0)

دا په دې مانا کله چې د لومړي مشروطیت غږ غلی شو خو وروسته امیر د زمانې غوښتنو ته غاړه کېښوده او په (۱۳۲۹ق) کال کې د هماغې جریدې د خپرولو اجازه محمود طرزي ته ورکړه چې دا کار پخپله د مشروطه نظام غوښتنې سیاسي ويښتیا سبب شوه.

کله چې دغه نهضت رامنځته شو ادبیات د مضمون له پلوه بدلون وموند په دې مانا چې د ادبیاتو محتوا او مضمون په بشپړ ډول نوی شو.

مشروطه غوښتونکو په خپل اثارو کې له هېواد سره مینه، د هېواد ازادي او پرمختګ يې عمده مطالب غوره کړه، چې په دې توګه په پښتو ادب کې نوی پړاو (روښانتیا) پړاو پیل شو.

د روښانتیا پړاو شاعران تر ډېره اتکا په مضمون کوله او د شعر بدیعي اړخ کمزورۍ و یوازې د شاعران او لیکوالان موخه پیغام رسول وو. د دغه پړاو ټول شعرونه وطني روحیه لري خو په هنري لحاظ کومه تومنه پکې نه‌شته.

د ویښ ځلمیانو ګوند تاسیس او اغېز يې پر پښتو ادب

په هېواد کې د مشروطیت نظام غوښتونکو لومړي ډله د حبیب الله خان له‌خوا وځپل شو خو دویمه ډله تر یوه حده پورې خپل مرام ته ورسېد په دې مانا چې د حبیب الله خان زوی شاه امان الله خان د واک پر ګډۍ کېناست چې دی هم یو روښانفکر سړی و او هغه مشروطه غوښتونکو چې بندیان و راخوشې کړ او پّه لوړو څوکیو وګمارل خو د امان الله خان وروستیو اصلاحي پروګرامونو پر وړاندې ملایان او روحانیون ودرېدل؛ چې دا کار امان الله خان د هېواد پرېښودلو ته اړ کړ او د یوې لنډې مودې لپاره حبیب الله کلکاني مشهور په بچه سقاو واک ته ورسېد او د امیر امان الله خان په وخت کي ټولې رامنځته شوي پرمختګونه له خاورې سره برابر شول. له دغو اړو دړو نه وروسته نادرخان چې د امان اله خان په وخت کې د جنوب خوا سپه سالار و د ځینو مښورو کسانو په ملاتړ د ملک واګ په لاس کې واخیستل (پنجشري،۱۳۹۹ل: ۸۹مخ).

محد نادر شاه د امان الله خان پر خلاف د اصلاحاتو په راوستلو کې محتاط و او له تدبیر څخه کار واخیست داسې چې اصلاحات يې ډېر په تدریج سره سرته رسول. ده هڅه کاوه چې روحانیون ، دیني عالمان، اعتدال غوښتونکي، سواداګر او نور ټول روښانفکرانو ملاتړ ترلاسه کړي.

همدا و چې نادر شاه د خپل موخې لپاره ذکر شوي قشرونه په بېلابېلو ګروپونو کې بوخت کړل یعنې: سوادګر يې په کارخانو او فابریکو جوړولو وهڅول، په دولتي شرکتونو کې سهیم کړل، د دیني عالمانو لپاره مدارس جوړ کړل او عالمانو ته په شرعي محکمو کې ازادي او اختیار ورکړ، ښوونې او روزنې ته پام وکړه او د لوړو زده‌کړو په برخه کې يې د طب پوهنځي په جوړولو سره د کابل پوهنتون بنسټ کېښود او په خپل بهرني سیاست کې د بې طرفۍ لاره غوره کړه، (باجوړی، ۱۴۰۰ل: ۷مخ)

همدا شان د تېر پړاو فرهنګیان او ادبیان په ادبي او فرهنګي موسسو کې مقرر کړل په کابل، هرات او کندهار کې ادبي انجمنونه جوړ کړل؛ د کندهار ادبي انجمن پښتو مجله راویستله او طلوع افغان اخبار هم پښتو ته واړول شو.

د نادر خان تر وژل کېدو وروسته د ده زوی ظاهر شاه چې نوی ځلمی و د افغانستان د واک پر ګډۍ کېناست ځکه چې دی نوی ځوان و نو د هېواد د دولتي چارو اداره د ده اکا سردار هاشم خان مخته وړه. هاشم خان ډېر مستبد سړی و او ډېر خلک د نادر شاه د وژولو په تور بندي کړ، چې په پایله کې د ده په وخت کې د ډار او خاموشۍ فضا راخورې وې خو کله چې په ټوله نړۍ کې یو لړ بدلونونه راغلل لکه : د دویمې نړۍ‌والې جګړې پای، د هند ازادي، د پاکستان منځته راتلل، د المان هېواد نیشنلیزم ایدیا… دا ټول د دې سبب شول چې ظاهر شاه هم په خپل حکومت کې بدولون راوړي یعنې د هاشم خان پرځای سردار شاه محمود خان صدر اعظم شو.( پنجشیري،۱۳۹۹ل: ۱۰۷مخ)

شاه محمود خان په حکومتدارۍ کې له نرمۍ نه کار واخیست لومړی سیاسي زندانیانو ته د عفوې اعلان وکړ هغوی چې په زندان پاتې شو دوی ته یو څه اسانتیاوې برابر کړل. سردار شاه محمود خان خلکو ته نسبي ازادي ورکړ یعنې د پټو ګوندونو د جوړولو پرځای ناراضو روښافکرانو ته اجازه ورکړ ترڅو نهضت جوړه کړي خو نهضت تر خپل کنټرول لاندې ونیسي، همدا شان د شورا د اوومې دورې ازاد انتخابات او د ښاروالي انتخابات، د جرایدو رامنځته کول د دې دورې د ازادي بېلګې بلل کېږي.(باجوړی،۱۳۹۹ل:۷مخ)

کله چې سردار شاه محمود خلکو ته د ډلې او نهضت جوړلو اجازت ورکړ نو پښتو لیکوالو او شاعرانو هم له دغې موقع نه استفاده وکړه او په (۱۳۲۶ل) کال يې د ويښ ځلمیانو ګوند بنسټ کېښود. البته دا باید ووایو چې د ويښ ځلمیانو ګوند مبتکر یوازې یو کس نه و بلکې دا یوه ډله‌ييز تحریک و چې د یوې منطقي کړنلارې د ملي ارمانونو د تحقق او مشروط نظام د استقرار لپاره يې رامنځته شو. (همکار،۱۴۰۰ل: ۵۴۶مخ)

د ويښ ځلمیانو ګوند تر (۱۳۳۰ل) کال پورې خپل فعالیت ته دوام ورکړ خو په (۱۳۳۰ل) کال کې شاه محمود خان صدر اعظم د خپل تقرر په وخت کې چې کومې وعدې کړي و بېرته واخیستله او د خپل ورور سردار هاشم خان په څېر يې استبداد او اختناق فضا پر هېواد حاکمه کړه. دا و چې د ويښ ځلمیانو ګوند ځینې غړي زندان ته واچول او ځينې يې چې د دولت سره همکاري غوره کړي وو هغو ته لويې رتبې ورکړه. په دې توګه د ويښ ځلمیانو ګوند هم له منځه ولاړ، خو کومه ادبي مفکوره او ادبي لار چې دوی ایجاد کړې و کلونه کلونه دوام وموند. (باجوړی:۱۳۹۹ل:۲۷مخ)

د پښتو ژبې ټول نامتو لیکوالان او شاعران د ویښ ځلمیانو ګوند موسسین یا غړي دي. نو له همدې امله د دوی شعرونه او لیکنې ټولنیز او سیاسي رنګ لري چې پر اساس يې په پښتو ادب کې نوی پړاو (ويښتیا پړاو) رامنځته کېږي.

د دې پړاو د ادب مېتود تر ډېره انتقادي ریالېزم و چې د اداري فساد، اختناق، ارتجاع، ظلم او اوتوکراسي پر ضد پکې مبارزه منعکس شوې ده. په دې پړاو کې کله کله د سوسیالستي ریالېزم بېلګې هم تر سترګو کېږي. په دې پړاو په ادب کې د فورم له پلوه ډېر نوی والی راغلي دي؛ بدیعي ځانګړتیاوو ته هم پاملرنه شوې ده خو لکه څنګه چې د ويښ ځلمیانو ګوند یوه سیاسي ګوند و نو په دې نهضت کې شاعران او لیکوالان تر ډېره پیغام او محتوا ته اهمیت ورکوي حتی تر دې چې پیغام نېغ په نېغه بیانېږي او له ادب څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.( باجوړی:۱۳۹۹ل:۲۷مخ)

البته هېر نه‌کړو چې په دغه پړاو کې ادب د خپل ځان د څرګندولو لپاره هنري ژبه پیدا کوي خو هنر د هنر لپاره مفکوره غندل کېږي.

د خلق او پرچم جریدو او اغېز يې پر پښتو ادب

کله چې دویمه نړۍ‌واله جګړه پیل شوه تر دغه وخت پورې سردار هاشم خان د افغانستان ټول واک و، لکه څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه هاشم خان پر خلکو له ډېر شدت نه کار اخیسته او په یوه وړه خبره خلکو کلونو کلونو زندانونو ته اچول. هاشم خان له خلکو څخه ازادي اخېستې وه چې د سردار هاشم خان دا لس کلنه دوره پر خلکو ډېره ستونزمنه دوره وه؛ خو د دويمې نړۍوالې جګړې په پای سره په افغانستان کې هم یو لړ بدلونونه راغلل لکه: د سردار هاشم خان پر ځای شاه محمود خان صدراعظم شو دی نسبتا نرم خوی سړی و، زندانیان راخوشې کړه، خلکو د ډلې جوړولو اجازه ورکړه، مطبوعاتو ته ازادي ورکړه دا و چې د پښتو ژبې لیکوالان او شاعران د ويښ ځلمیانو ګوند تاسیس او انګار جریدې را وویستله. په دې ګوند کې په ځینو نثري ټوټو کې د مترقي ادب نمونې لیدل کېږي چې د انقلاب غوښتونکي دي، د انقلاب افکارو په وده کې دننه دولتي واکمنانو د اوسني حالت د ساتنې لپاره کار کاوه حتی د ملي شورا په انتخاباتو کې د دولت لاسوهنې دا وښوده چې حکومت د دېموکراتانو فعالیت نه‌شي زغملی همدا شان د مظاهرو ټکولو او د سیاسي سازمانونو مشران بندي کول په پایله کې یو شمېر روښانفکران په دې ګروهمن کړل چې د ټولنې اساسي ستونزې پرته له انقلاب څخه نه‌شي حل کېدای. (باجوړی، ۱۴۰۱ل: ۸مخ)

له بلې خوا په همدې وخت کې د افغانستان شمالي ګاونډي د خپل نظام د تفوق لپاره په پراخه تبلیغات لاس پورې کړی و او د افغان شوروي تړون هم د افغانستان په اقتصادي او فرهنګي ژوند کې د تحول راوستلو لپاره زمینه برابره کړه.

کله چې د محمد داوود خان د صدارت دوره پای ته ورسېده په (۱۳۴۳ل) کال د افغانستان اساسي قانون بدله شوه او پکې د سیاسي ګوندونو د جوړولو ته اجازه ورکړل شوه. دا و چې په (۱۳۴۴ل) کال کې د افغانستان د خلک او دېموکراتیک ګوند لومړنۍ موسسه کنګره په کابل کې دایره شوه او د افغانستان د خلک او دېموکراتیک ګوند نشراتي اورګانونه د خلق او پرچم جریدو خپور کړ چې د انتقادي ریالېزم تر څنګ سوسیالستي ریالېزم ته هم تیغونه وهل. (باجوړی،۱۴۰۱ل:۱۲مخ)

په (۱۳۵۲ل) کال محمد داوود خان کودتا وکړه او جمهوریت يې اعلان کړ، د دېموکراسۍ لسیزې جراید يې بند کړل، د بیان ازادي خپه شوه او د داوود خان له خوا یوازې د ده ګوند (ملي غورځنګ) د فعالیت اجازه درلوده خو د خلک او دېموکراتیک ګوند په اردو کې خپلې ريښې زغلولې وې او په (۱۳۵۷ل) کال کې کودتا وکړه او د نور محمد تره‌کی تر مشرۍ لاندې دېموکراتیک نظام رامنځته شوه. (پنجشیري، ۱۳۹۹ل: ۱۳۶مخ)

د دېموکراتیک نظام په بریالیتوب سره خلق او پرچم جراید رسمي بڼه خپله کړه یعنې دولتي اخبارونه، مجلې او راډیو ګانې دغو ادبیاتو ته وقف شول. کله چې دغه جریدې رسمي بڼه خپله کړه وروسته له دې په نظم او نثر کې هغه څه خپرېدل چې د انقلاب د ګټو، ساتنې، د انقلاب لپاره قربانۍ د انقلاب مرامونه او اړوند موضوعات به يې چاپ کېده.

په (۱۳۵۹ل) کال کې د لیکوالو اتحادیه هم جوړه شوه چې دې کار ادبیاتو ته تاوان ورساوه، په دې مانا چې ادبیات شعاري شول، هر څه کلیشه يي او تکراري بڼه خپله کړه او د هنر نوښت په ټپه درېده.

دغه راز ادبیات له یوې ورځې بلې ته د هنر او کیفیت له مخې نه خلاصېدل دا و چې په ادبیاتو کې نوی پړاو (اوښتون پړاو) پیل شو. (باجوړی،۱۴۰۱ل:۲۲مخ)

د اوښتون پړاو ادبیات په پیل کې کاملا شعاري وو، ټول شاعران یوازې د کور، کالي او ډوډۍ شعار پر بنسټ شعرونه ویل هر ډول لیکنې د انقلاب په اړه و. د حاکمې طبقې غندل او د بزګرو او کارګرو د ګټو پیغام لاره. په دې وخت کې تر ډېره پیغام ته پام کېده او هنري خواته پاملرنه دومره مهمه نه وه.

په ټوله کې د اوښتون پړاو ادبیات شعاري، کلیشه‌يي یونواخته و او حتی د ابتذال سطحې ته راټيټ شو او د هنر اړخ يې بې خونده شو.(باجوړی،۱۴۰۱ل: ۲۳مخ)

پایله

د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ درې پړاوونه (روښانتیا، ويښتیا او اوښتون) لري البته هر یو يې په سیاسي غوښتنو او حالاتو کې پیل شوي او پای ته رسېدلي دي. له دې لیکنې څخه موخه دا و چې د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ تر یوه حده پورې روښان شي او د ادب او سیاست اړیکه یا په بله وینا د سیاست اغېز پر ادب باندې څرګند شي.

لکه څنګه چې وینو د پښتو ادب هره ادبي دوره له سیاسي حالاتو په بدلون سره پیل کېږي او همدا شان پای ته رسېږي نو دا راجوته کوي چې ادب د سیاست سره نېغه اړیکه لري او دسیاسي حالاتو په بدلون سره په ادب کې د شکل او محتوا له مخې خامخا بدلون راځي.

اخځلیکونه

باجوړی، بریالی، (۱۴۰۰ل) ؛ د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ(روښانتیا پړاو). کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
باجوړی، بریالی، (۱۳۹۹ل)؛ د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (ويښتیا پړاو)، ( دویم چاپ). کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
باجوړی، بریالی، (۱۴۰۱ل)؛ د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (اوښتون پړاو). کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
پنجشیري، حبیب الله، (۱۳۹۹ل)؛ تاریخ معاصر افغانستان. کابل: انتشارا سید حسیب الله
همکار، توکل، (۱۴۰۰ل)؛ سیاسي ټولنیز فرهنګ، کابل: سمون خپرندویه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...