یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

     دوهمه برخه

     ۵ – د تاوتریخوالو ممنوعیت:

    په ډیرو ملي او نړیوالو حقوقي اصولو او نورمونو‌ کې د تاوتریخوالو پر ممنوعیت ټینگار شوی دی.

     د دغه اصل په پام کې لرلو سره د نړۍ د هیوادونو په جزایي قوانینو او مقرراتو کې تاتریخوالی جرم گڼل شوی او جزاگانې ورته په پام کې نیول شوي دي.

  د ملي قوانینو او‌مقرراتو  تر څنگ دغه موضوع په گڼ  شمیر حقوقي نړیوالو اسنادو کې لکه د ۱۹۴۸ کال د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه،  د ۱۹۶۶ کال د مدني او سیاسي حقوقو کنوانسیون، د ۱۹۸۴ کال د شکنجې او نورو بې رحمو او غیر انساني یا له سپکاوي سره مجازاتو د منع کنوانسیون، د ۱۹۷۹ کال د ښځو پر ضد د تبعیض د رفع کنوانسیون، د ۱۹۸۹ کال د کوچنیانو د حقوقو کنوانسیون، د ۲۰۰۰ کال د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ گڼه پریکړه لیک په جگړه ییزو‌‌ منازعاتو‌ کې د جنسي تاوتریخوالې په هکله، د ۱۹۶۹ کال د امریکا د بشري حقونو کنوانسیون، د ۱۹۸۱ کال بشر او خلکو د حقوقو افریقایي کنوانسیون او‌ د ۲۰۱۱ کال د استانبول په اروپا کې د ښځو او فامیل په وړاندي د تاویریخوالو د مخنیوي کنوانسیون.

    دا بین المللي اسناد د هر ډول تاوتریخوالي د مخنیوي او منع په هکله صریح نصوص لري، دلته به د ساري په توگه د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې پنځمه ماده واخلو؛ چې وایي:«هیڅ څوک باید شکنجه نه شي او نه هم د ظالمانه او غیر انساني یا سپکوونکو‌ مجازاتو لاندي راوستل شي.»

  دغه مفهوم په یوه پښتو متل کې په لنډه ټکو کې داسي افاده شوی دی:«په وهلو څوک نه سمیږي.»

   ۵ – د عدالت مانا:

  په یوه پښتو متل کې راغلي چي: «تله د هیچا لحاظ نه کوي.»

    د حقوقو د علم له نظره له دغه متله دا دوه مفاهیم استنباط کیدای شي؛ لومړی د عدالت لغوی مانا او دوهم اصطلاحي مانا.

    د عربو په ژبه کې د نورو ماناوو تر څنگ عدالت د میزان (تله) په لغوي مانا راغلې ده، داسي چې:« المساوة، الانصاف  و المیزان» چي د میزان کلمه د قرآن کریم د الرحمن د سورت په ۷ آیت کې راغلي دي چې فرمایي؛ ژباړه:«او آسمان یې اوچت کړ او تله (عدالت او انصاف) یې کیښود.»

    او په اصطلاحي لحاظ عدالت حق حقدار ته رسول دي، په دې مانا چې د عدالت یوه مانا د نورو ماناگانو تر څنگ عدالت د هرچا د حق رسولو په مفهوم دی .

  همدارنگه عدالت په اصطلاحي مفهوم د ظلم ضد مانا لري، دغه مفهوم په پښتو‌ متلونو کې داسي منعکس شوی دی: «د ظلم کاسه چپه ده» یا په بل متل کې:«د ظلم کور وران دی.» او یا دا چې «د ظالم عمر د خردجال پاچاهي ده.»

   ۶ – د ملتونو د برخلیک ټاکلو حق:

   د نړیوالو عمومیي حقوقو په اوو گونو اصلي اصلو کې یو هم دا دی چې ملتونه حق لري خپل برخلیک په خپله وټاکي. دغه اصل د ملگرو ملتونو د منشور د ۱ مادې په دوهمه فقره کې داسي راغلي دي: «د ملتونو تر منځ دوستانه اړیکې رامنځ ته کړي چې د ملتونو د برابرۍ او د هغوی د خپلواک برخلیک ټاکلو پر اصل ولاړ وي.»

 دغه دوستانه اړیکې هغه وخت رامنځ ته کیږي چې هر ملت د نورو ملتونو ارزښتونو ته درناوی وکړي او دوهم دا ومني چې هر ملت حق لري خپل سرنوشت او برخلیک خپله وټاکي.

   له نیکه مرغه پښتون ولس دا اصل له ډیرې پخوا زمانې څخه منلی دی، چې مصداق یې دا پښتو متل دی «بیل قام بیل یې دستور یا بیل وطن بیل یې دستور.»

   نور بیا

 پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...