پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودژبه قرارداد دی او که څنګه؟| ماخان میږی شینواری

ژبه قرارداد دی او که څنګه؟| ماخان میږی شینواری

ځنې په پښتوکې ناسم ورځني شوي ویونه چې له چا سره خبرو ته راواچوو اوناسمون ته یې ګوته ونیسو، چې دا نومونه موخه ور نه ده، نو سملاسي اورو، چې ژبه خو قرارداد دۍ، دا په دې مانا، چې که موږ یو څه ناسم ووایو اودا خلک همداسې ناسم واخلي او ورځني شي، نو هغه د قرارداد له مخې بیا منلي ګڼل کیږي، چې بیانو باید سم وي.

موږ خو لا تراوسه د ژبسمون له پاره کومه ژمنه ټولنه نه لرو، چې دا کار سرته ورسوي اوکه وي هم، زموږد ژبې د ځوانۍ له مخې کیدی شي ځنې ناسم ویونه موژبې ته راننوتي وي.

تر هغه ځايه چې زما تجربه ده، موږتراوسه ژبې ته کوم داسې وی نه دې راننباسلی، چې هغه دې د هغه وي  غوښتونی خوي ورکړي.

زما تجربه – په ډېره خواشینی باید ووایم – داسې ده، چې موږ په ژبه کې یوکره پیژند لرونکي یا پیژندل شوي وی د یوه بل کره پیژندلرونکي وي ـ چې پیژند یې هم کره روښانه وي –  په ځای ناسم ځای په ځای کوو. دا نو قرار داد نه شي کیدی.

موږ دې موضوع ته داسې خپل پام رااړوو:

لومړی:

هغه ویونه چې له پیداېښته نوروژبو کې شته نږدې ټول یې موږهم په خپله ژبه کې لرو، چې موږ یې باید په خپله ژبه کې راپیدا کړی شو او دا کار د مسلک اوپه ژبه پوهیدنې له امله شونی دۍ.

بیا: دا کار مسلکي کسان، چې د مسلک برسیره په یوه بله دباندنۍ ژبه هم ښه پوه وي.

که څوک داسې نومونوباندې د پښتو په انډول – د مسلک او ژبې له مخې – نه پوهیږي اودا بیا غواړي په پښتو انډول ونوموي، نو ناسمون ورسره لهپیله مل دۍ.

موږیې دلته یوه بیلګه راوړو:

د مایع اوبلن بلل. ایا دا به نو هم بیا قرارداد وي او که څنګه؟

یادونه له دې د مخه چې په دې بیلګه روښنایي اچوم، د فزیک له مخې د تنونو نومونه لڼد اخلم، چې په درې ټولګیو وېشل شوي، بې له زیاتې شننې:

۱ – د کلک تنونوټولګی، چې زرې یې یود بل څخه پخپله نه بیلیږي.

۲ –  د تښتیدونکو تنونو یا غازونو ټولګی، چې څنګه ازاد شي یوې اوبلې لورته ځغلي.

۳ – د بهیدونکو تنونو ټولګی، چې بهیږي.

زموږژبپوهان، چې د مایع په پښتو انډول –  د مسلک له مخې هم – نه پوهیدل، دا یې اوبلن وبلل، چې پوره ناسم اود مسلک څخه لرې دۍ.

اوبلن څه پیژند لري؟

ګوروچې اوبلن ځان ته کره پیژند لري. دا د د دوه هایدروژن اویوه اکسیجن خوي دۍ، چې لا اوبه هم نه دي او په کلکو بدنونوکې ګڼل کیږي.

اوبه واوره کیږي، چې کلک بدن یا تن دي، دا واوره بیا اوبلنه کیږي، چې نرمیږي،خولا تراوسه کلکه ده اواوبه شوې نه ده.

که د دې تودوخي نوره هم جګه شي، نو دا اوبلنه واوره بیا اوبه کيږي.

دې ته دې د ګرانو لوستونکو پوره پام وي، چې دا یواځې او یواځې د اوبو خوي دۍ او د تنونو د کوم ټولګي خوي نه دۍ، دا په دې مانا، چې شړومبې یا شیدې نه اوبلنیږي او نه کوم غاز یا تښتیدونکی اوبلنیږي. دا په دې مانا، چې اوبلن غازنه شته.

نو لنډ: ټول هغه تنونه چې بهیږي بهیدونکي تنونه دي او نه اوبلن. دا بهیدنه یې ګډ خوي دۍ.

دا نوقرارداد نه دۍ، چې نوم د بل نوم ځایناستی کیږي او ان د یوه ټولګي تر نوم پورې.

د پیداېښتي نومونویا ویونویوه بله بیلګه:  سلم ته سلن ویل هم ناسم دۍ، دا د ځنو کسانو د یوه ناسمې مینې په بنسټ همداسې بې له پرې پوهیدنې  او کوم دلیله منځ ته راوړل شوي.

دا هم کوم قرارداد نه دۍ او نه قرارداد کیدی شي.

دویم:

ځنې داسې نومونې لرو، چې د هغې له پاره له پیداېښته سم نوم، د نورو ژبوپه مرسته لرودی شو، خو دا چې زموږ د ژبې سمه وده له څه باندې شپیته کاله را په دې خوا ده، چې له دې امله ځنې ناسمونونه په کې راغلي، چې اوس ښه بريښي، خو د ناسمو نومه ونو په ډله کې باید راشي.

بیلګه ۱ :

روغتون ته په ټولو ژبوکې د پښتو انډول ناروغتون یا رغنتون یا رغنځی ویل کيږي، چې له خوي او ژبې له مخې یې همدا سمه نومه ونه هم ده.

دا هم قرارداد نه دۍ، خو دا چې موږ ډېر یا له سره داسې بللی، اوس یې بله نومه ونه راته پردۍ برېښي.

بیلګه ۲ :

د کورنیوچارو وزارت، چې باید د دنننیو چارو وزارت بلل شوی وي، خوموږداسې بللی. د کورنیوچارو وزارت هم باید ولرو، چې د  کورنیو چارو سره سر اوکار لري.

یادونه: په دې ناسمونو کې دلیل نه شي ویل کیدی، چې دا روحیاتو له امله ښه یا بد برېښي، په ژبه کې هر څه شته، چې ځنې به په ځنو کسانوښه او په ځنو بد اغیز لري.

دا هم د قرارداد سره سر اوکار نه لري.   

دویم:

هغه نومونه چې د انساني ټولنې د ودې سره د پرتلې له امله منځه ته راغلي:

زه یې دلته یادونه کوم. زما په بله د مخه تیرې لیکنه کې شته اویواځې نومونه یې اخلم، کره پیژند لري او پر ځای یې د یوه بل کره پیژند  وی تاسم کارول کيږي.

بیلکه:

ستاندارد، سطحې، سویې، … ته کچه ویل پوره ناسم دي.

زموږ په ژبه کې خودا ټول ناسم بلل شوي ویونه د یوه کس د شپې د چرت څخه راوتلي او سهار بیا دا نورو کسانورااخستلي او ټولیز شوي.

د ژبو د اسانتیاو له پاره د نورو ژبو پوهان هم د لیک بڼه بدلون اونورونوښتونو له باره کار کوي.

دا څو کاله دمخه د المان دولت له خوا پنځه میلیارده یورو وټاکل شو، ځنې بدلونونه په ژبه کې راغلل، چې د نوې بڼې لیکنو له پاره پنځه کاله وخت ورکړشوی وو، چې په ښوونځیو او نورو دفترونو کې دا نوې بڼه ورځنۍ شي. په دې کې ورسره سوېس اتریش او لیښتنشتاین هم ګډ وو.

ز ه یې یوه بیلګه راوړم:

پخوا دوي فیل  Elephant لیکه او اوس یې  Elefant لیکي.

که ګران لوستونکي مرسته کوي او د قرارداد په توګه سم نومونه غوره شوي وي، هیله ده، چې ويې لیکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب