جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېاسلاممذهبي زغم | زبیر افغان

مذهبي زغم | زبیر افغان

زموږ هیواد ته د اسلام په اوایلو کې د جنګیالیو په مټ د اسلام راتګ، په تاریخ کې د قدرت پر سر خپل منځي جنګونه چې ځینو يې د نورو خلاف د جهاد سرنا هم ږغوله او په دې وروستیو کې د طالب او داعش په نوم د وسله والو ډلو را پيدا کېدل او له اسلامه هغه تعبیر کول چې د دوی له موخو سره مناسب وو او دی، هم په مسلمانانو کې مذهبي زغم کم کړ او هم نامسلمانو دا تورنه لګول پيل کړل چې اسلام کې مذهبي زغم نه شته.

نامسلمان به حتما زیاتره د اسلام متن ته تر کتو د مسلمانانو پر اعمالو پریکړه کوي، مګر دا هم یو روښانه حقیقت دی چې د خلکو کړنې حتما د متن استازولي نه شي کولای، په متن کې الهي لارښوونې خوندي دي او پيغمبر په خپلو سنتو تشریح وکړه، مګر له دې سره د مسلمانانو په تاریخ کې له واکمنو واخله، دين ته تر منسوبو عالمانو، اسلام ته منسوبو ډلو، فکري مکتبونو، د اجتماعي سمون په پار مذهبي بنسټونو او د اسلامي نظام د برقراره کولو لپاره د مسلمانانو وسله والو ګروپونو او سیاسي ګوندونو د اسلام له ابتدا تر اوسه داسې کړنې کړې دي چې د اسلام استازولي خو پر لویه لاره ایله کړه بلکې اړخ ته يې هم نه تېرېږي.

د یوه مسلمان هره کړنه را خیستل او د اسلام د بدنامي لپاره کار ترې اخیستل، نه انصاف دی او نه سالم عقل دا اجازه ور کولای شي، خو له بده مرغه چې دا لړۍ اوس ښه په زور روانه ده. د مذهبي زغم بنسټ د عربو په جامده او سرټمبه ټولنه کې اصلا اسلام ايښی دی. د قران کریم ځینو ایاتونو ته مو پام غواړم:

لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (البقره: ۲۵۶)

ژباړه: په دین کې هيڅ زور زیاتی نه شته، یقینا هدایت له بې لارۍ بیل کړل شوی دی؛ نو که چا له طاغوته انکار وکړ او پر الله يې باور وکړ، بېشکه په داسې رسۍ يې منګولې ولګولې چې هيڅ نه شکېږي او الله اورېدونکی پوه دی.

د دې ايت په اړه لیږ تفصیلي بحث ته ځکه اړتیا ده چې ځینو کسانو د منسوخ حکم پر کړی دی، د جهادي ایاتونو په راتلو يې د قران کریم تقریبا ۵۰۰ ایاتونه منسوخ بللي دي چې یو دا هم پکې شامل دی. اما د نسخې د اصولو له مخې دا خبره ناسمه ده. ځکه نسخه یوازي په انشائي جملو  کې راتلای شي، نه په خبریه جملو کې. که د قران کریم په اخبار کې نسخ راشې بیا په قران کرې د دروغ احتمال هم پيدا کېږي، قران یوځل مثلا د پيغمبر تاييد کوي، انسانانو ته خبر ور کوي چې هو محمد ص د خدای رسول دی، مګر که نسخ په اخبار کې ومنو نو ممکن یو مهال دا خبره نسخه کړي، نو دا خو یو ډول دروغ شول. العیاذ بالله!

همدې ټکي ته د اضواء البیان تفسیر لیکوال شیخ محمد امین شنقیطي د نسخې او تخصص په توپيرونو کې ګوته نیولې ده، دی وايي: الخامس ان النسخ لا یدخل الاخبار و انما هو في الانشاء فقط بخلاف التخصیص فانه یکون في الانشاء و في الخبر.(۱)

ژباړه: پنځم فرق د نسخې او تخصیص دادی چې په اخبار کې نسخه نه راځي نسخه یوازي په انشاء کې راځي، مګر تخصیص د دې خلاف دی په انشاء او خبر دواړو کې راتلای شي.

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ (الکهف: ۲۹)

او ووایه چې حق ستاسو د رب له لوري دی، که د چا خوښه وي باور دې وکړي او که يې خوښه وي انکار دې وکړي.

اصلا قران کریم رسول الله او مسلمانان په دې مکلف کړي دي چې څوک مذهبي زغم او ازادي نه شي زغملای د هغوی پر ضد جنګ اعلان کړي څو د مذهب له امله د خلکو له زورولو لاس واخلي، د قران کریم لاندي هدایت وګورئ:

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ (البقره: ۱۹۳)

ژباړه: او له دوی سره تر هغو وجنګېږئ چې فتنه پاته نه شي او دین یوازي الله ته شي، که دوی منعه شول نو یوازي پر تېريګرو به تېری کېږي.

بل ځای هم وايي:

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (39) وَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ

(الانفال: ۳۹، ۴۰)

او له دوی سره تر هغو وجنګېږئ چې فتنه پاته نه شي او دین ټول د الله لپاره وي، که دوی(له فتنې) منعه شول، بېشکه الله يې د اعمالو لیدونکی دی او که يې بیا هم خپله فتنه جاري وساتله نو تاسو پوه شئ چې الله ستاسو مددګار دی، ښه مددګار او غوره کومک کوونکی.

دا دوه ایاتونه که له شا او مخ دواړو سره یوځای وکتل شي دا موضوع ښه ترې روښانه کېږي چې دلته فتنه پر دین زورونې ته ویل کېږي، قران کریم امر کړی دی چې تر قتل هم فتنه بد کار دی، ځکه فتنه خپله د جنګ سبب کېږي، که یوڅوک بل ته اجازه نه ور کوي چې له نورو بیله عقیده وساتي، نو دا خپله د خلکو ترمنځ د جنګ سبب کېږي او له دې امله قران کریم ویلي دي چې تر جنګ فتنه بده ده له دې امله خو جنګ را منځته شوی دی، نو د مکې مشرکان خپله نور کسان مذهبي ازادي ته نه ایله کوي او پر بل تور لګوي چې حرامو میاشتو کې يې جنګ ولې وکړ؟

اسلام له یوه کس څخه پيل شوی دی او میلیونه پيروان يې پيدا کړل، د یوه کس به په لکونو عربو څه زور رسېدلی وای چې په خپل دین يې کړي وای؟ طبیعي خبره ده چې هغه یوازي مذهبي ازادي او زغم غوښتی او نه يې پر چا زور راوستی چې د ده دین ومني او نه يې بل چا ته اجازه ور کوله چې د ده پيروان له اسلام څخه په زور واړوي. مګر له بده مرغه چې د مسلمانانو د بدو کړنو له امله نن مسلمانانو کې هم مذهبي زغم ختم شوی دی او نامسلمان هم دا فکر کوي چې اسلام کې اصلا له لویه سره د مذهبي زغم په اړه هدایات نه شته او متن يې هم هغه څه فرمايي چې پيروان يې کوي.

۱/ شیخ محمد امین شنقیطي، مذکرة في اصول الفقه، مکتبة العلوم والحکم، المدینه المنوره، پنځم چاپ، ۲۰۰۱م، التحبیر شرح التحریر: ۶/ ۲۹۹۶، د علاء الدین ابو الحسن علي بن سلیمان الدمشقي، مکتبة الرشد ریاض، لومړی چاپ ۲۰۰۰م.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب