سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د «سورت يوسف تفسير او پندونه» کتاب معرفي

د «سورت يوسف تفسير او پندونه» کتاب معرفي

 نبي الرحمن ارمان
د سورة يوسف حکمت او تفسير په اړه مې بار بار معلومات اوريدلي وو. د روان تفسير، ژورې مانا او تر شا لوی حکمت پوهيدو ته يې ډېر ليواله وم. له ښه مرغه د ښاغلي جبار فراز په زيار د يوه داسې روان تفسير او ژباړې څخه پښتو ژبه برخمنه شوه چې لوستونکی هېڅ نه پوهیږي، چې دا دې پښتو ژبې ته له بلې ژبې څخه را ترجمه شوی وي.
سورت يوسف چې د احسن القصص يا تر ټولو ښکلې کیسه په نوم هم يادېږي، لوستل يې انسان ته ور زده کوي چې د الهي ازمیښتونو پر مهال له صبر او زغم کار واخلي.
د کتاب په سر کې لومړی د سورت يوسف پېژندنې او د نزول په اړه خبرې شوي دي. د يوسف دا کیسه له هر اړخه پوره او مکمله ده. له سره تر پايه لوستونکي ته ډاډ، زړورتيا، زغم او حوصله ورکوي. په کتاب کې لولو چې د همدې صورت د نزول يوه وجه په سخت او ستونزمن حالت کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ارامول وو. تر څو هغه ته وښيي چې که هر څومره وځوريدې، او ورټل شوې، خو په اخير کې به لکه د يوسف په شان په ټولو کې اوچت او غالب شې. ځکه د تقوادارو خلکو همدا بدله ده.
د دې کیسې لوستل له ماشومتوبه تر وزارته او آن د يوسف او د هغه د پلار د وفات پورې يو په زړه‌پورې حقیقي داستان دی. د کیسې په جريان کې له بچيانو سره د يوه پلار چلند او همدارنګه له یوسف سره د ناسکه وروڼو چلند په اړه پوهېږو. چې همدې ناسکه وروڼو يوسف څاه ته د غورځولو څخه تر غلام جوړولو، له غلامۍ نه د بدلمنۍ تور پورې کيدو باندې زندان ته د تګ، له زندانه د خلاصون او بيا تر وزارته رسيدو او له خپلې کورنۍ او ناسکه وروڼو سره د يوځای کيدو، د کیسې ملګري کېږو.
 بې له شکه هره قرآني کیسه تر شا لويه کیسه او حکمت لري. د يوسف سورت موضوع، د ماشوم يوسف د خوب په ليدو سره پيل کېږې. د زندانيانو د خوبونو په ليدو سره سور کې کېږې. بلاخره د پاچا د خوب په ليدو او ريښتيا کيدو سره پای ته رسېږې.
لوستل يې د هر چا لپاره ضرور دي. ځکه کیسه پر خوند اخیستو سربېره ډېر عالي پندونه  لري. که يو څوک يې په ښه ډول مطالعه او پکې راغلي ټول مسایل په ځان کې عملي او مطرح کړي، نو بې له شکه چې يو بېل او جلا انسان به وا ايسي. د دې کیسې له لوستلو وروسته متوجې کېږو چې په ورځني ژوند کې له عدل او انصافه کار اخيستل. په ځوانۍ کې د خپل نفس، عقیدې او عزت ساتنه. له حسد ځان ساتنه.د واک پر مهال خلکو ته بخښنه. په هر چا باور نه کول. د الله په لورينو، نعمتونو شکر ایستل او قناعت کول او تر ټولو مهمه ده چې تقوا داره اوسيدل… انسان ته په دنيا او آخرت کې څومره عظمت او وقار ورکوي.
نو بسم الله کړئ کتاب حتما پيدا او ولولئ!!
#ارمان مهربان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب