دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد درنې واورې د اورېدو له کبله په سالنګ کې ګڼ مسافر...

د درنې واورې د اورېدو له کبله په سالنګ کې ګڼ مسافر بند پاته شوي

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) د پروان ولایت چارواکو د شنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې د هغو مسافرو د لېږدولو هڅه کوي چې د درنې واورې د اورېدو او د سالنګ لارې د بندېدو له کبله بند پاتي شوي دي.
 
د تونل په دواړو خواوو کې بند پاته مسافر له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي.
همداراز یو شمېر کسان په تونل کې دننه ګیر پاته دي او له حاله یې څوک خبر نه دي.
 
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویندوی فضل الرحمن مسکینیار پرون (شنبې) ناوخته رسنیو ته وویل، د سالنګ تونل په دواړو خواوو کې د بند پاته شویو مسافرو د ژغورنې هڅې روانې دي.
 
دا لار په وروستیو شپږ اوونیو کې، چې په افغانستان کې واورې او ورښتونه پیل شوي دي، په ځلونو بنده شوې او د لارې د ساتونکو په هڅو بېرته پرانیستل شوې ده.
د وروستیو دوو ورځو د واورو او ورښتونو له کبله د غور په شمول د څو نورو سیمو لارې هم بندې شوي دي.
پرون د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله لږ تر لږه یو تن په لالپوره ولسوالي کې مړ شو.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې تېره پنج شنبه تر جمعې پورې په ۳۳ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلونو اټکل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب