پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهټولې صرافۍ او د پیسو تبادله کوونکي د جواز ترلاسه کولو ته...

ټولې صرافۍ او د پیسو تبادله کوونکي د جواز ترلاسه کولو ته کلف شول

تاند(شنبه، د حمل ۱۱ مه) د طالبانو حکومت د صرافیانو او د پیسو تبادله کوونکو د کار په اړه یو نوی فرمان صادر کړ.

له دې حکم سره سم، باید ټولې صرافۍ جواز ترلاسه کړي او هغه کسان چې په لارو کې پیسې تبادله کوي، د کار د اجازې لپاره باید کارت ولري.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې پرېکړې هدف په هیواد کې د صرافیو او د پیسو د تبادلې د برخې په کار کې د ښه والي راوستل وباله.

ده همداراز وویل چې د دې فرمان تطبیق به دوی د دې جوګه کړي چې په هیواد کې پر صرافیو ښه کنترول ولري او د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې له کبله یې د هیواد اقتصاد ته تاوان اوړي.

د صرافیو اتحادیه د دې کار هرکلی کوي او وايي چې دا به په هیواد کې د پیسو د خدماتو او تبادلې د برخې فعالیتونه منظم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...