سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د سقراط د زهرو جام، ښکلا، مرګ او که هنر

د سقراط د زهرو جام، ښکلا، مرګ او که هنر

فلسفه او استیتکس

Philosophy and esthetics

۴م څپرکی

شهسوار سنګروال

د فلسفې د تاریخ له مخې، له سقرات نه دمخه د اتن د ښار هیڅ د اسې فیلسوف دفلسفې په اړه دده په پیما نه د فلسفي تفکراو اندونو پخلی (۴۵ مخ) نه دی کړی.

د هخامنشیانو (۴۸۰ م ز کال) د واک په مهال د پارس او یونان پر وروستي جنګونو یونان ډېرزیان ولید چې په دغه مهال آتن د نورو ښارونو په پرتله نامتو وو او په ځانګړي ډول د پېریکلیز (پیریکلس) په زمانه کې (۴۶۰-۴۳۰ م ز) د علم، ادب او هنر په اړه څرګندونې د فلسفې د تاریخ له مخی د پام وړ بللی شو.

د مخزېږدي پنځمې پېړۍ په درېمه لسیزه کې آتن له یو شمېر، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ستونزو سره لاس و ګريوان شو.

د آتن ښار د علومو او هنرونو د معجزې ښار وه، که به څومره طبعي او ټولنیز افتونه، بریدونه او توپانونه پرې راغلل، نو بیا هم هغه بله شوې ډیوه به تته شوه، خو وژلو ته چا پرې نښوده.

د یونان د ښکلي او رنګین طبېعت او جغرافېوي څرنګوالي په لمنه کې، د ټولنیزو، اقتصادی او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې، د عیني او ذهنې ودې پر بنسټ، داسې علمي پرمختګونه په یاده ټاپو کې وټوکېدل، چې نه یوازې یونانیانو او اتنیانو ته یو تلپاتي تاریخی زېری وه، بلکې د ټولې نړۍ او بشریت لپاره د علمي بنسټونو سرچینه وه.

آتن نه یوا زې د یوه کلتوري مرکز په توګه موهم و، بلکې د سوداګریزو توکو د لېږ د او رالېږ د له مخې هم دیوه موهم ښار اومر کزپه توګه دشهر ت خاوند و .

د اسپارت ښار او د دې سیمې پراخې ورشو ګانی هم د کرهڼې او کرکیلي دودې او پرمختګ لپاره ډېرې د پام وړ وګرځېدې .

له یونان نه دمخه هغسې هم د «دجله او فرات» تر مینځ سیمې د کلدانیانو، اشوریانو، بابلیانو، مصریانو او په ټوله کې بین النهرین د لرغوني تمدن د واک او ځواک سیمه وه.

نو ځکه خو د «ملتوس» د پوهانو له ډلې څخه «تالس» او د هغوئ اخلاف، پخوا تر دې چې خپلې پوهنیزې، علمي، ښکلاییزې، هنري، ادبي او په ټوله کې فلسفې څېړنې پیل کړي لرغوني مصر ته تللي وو.

کله چې سقرات، اپلاتون او ارستو د یونان د کلاسیکې پوهې او فلسفې بنسټ کېښود، سقرات د همدې موخې لپاره مصر ته تللی وه او هلته یې لومړنۍ پوهې او زده کړې تر لاسه کړې وې.

د سقرات (۴۷۰-۳۹۹ م ز) په اړه انګېرنې داسې دي، چې ده د نورو فلاسفه په خلاف د طبیعت له اسرارو سره کار نه درلود، ده یوازې خپلې زده کړې نورو ته رسولې خو کتاب یې نه لیکه، ولې څېړونکي ټینګار کوي، چې سقرات له اسمانه فلسفه ځمکی ته راوړې ده، دی تر ډېره بریده د اخلاقو د پوهې نوښتګر بلل شویدی…خودزمانې دناخوالوله بابته ، د کفر په تور متهم وګڼل شو او دېته اړ شو، چې د «شوکران» د اوبو ډک جام په سر واړوي .

 د یونان د فلسفی پلار سقرات د خپل تفکر پر بنسټ د «۲۵» پېړېیو په شاوخوا کې، د نړۍ د پوهانو فکرونه او اندونه مصروف کړل،چې بیا وروسته اپلاتون او ارستو، د هغه د لارې پخلی وکړ… د خداې او د خدای عالم تر مینځ یې د تلپاتتی اړیکو کرښې وټاکلې ، نو ځکه خو ویلې شو چې سقرات د انسانی تفکر یو ستر آتل ګڼلی کېږي.

سوکرات د شکران زهرو په څښلو محکوم وګڼل شو، ولې دغه ستر فیلسوف د خپل علمي او ملي غرور له مخې په ډېر ویاړ ځان مرګ ته وسپاره.

آیا دده د خپل مرګ پریکړه ده ته له مرګه وروسته کومه ښکلا وه او که هنر ؟ اویا هم د ابدي ژوند کوم زېری؟ !

د یو شمېر پوهانو په اند اوفکر د «داستایفسکی» اتلانو به پخپله جنایت کاوه، خوند یې ترې اخست او بیا یې په ځان شاهدي وهله … سوکرات د خپل غرور جنازه پخپله واخسته او دی په دې پوهېده چې د شوکران اوبه دی وژنې، ولې د جام پورته کېدل ورته د ده د غروردب دبه او ښکلا وه، چې هیڅ دده احساس او دده لاس پری ونه رېږدېد او یا خو دی د ابدیت ښکلا ته دومره ژمن وه لکه څرنګه چې منصور د خپلې مینې د ښکلا دب دبې ته غاړه ورکړه او په دار وځړید… یا دا چې، ګالیله، کله د اعدام تختې ته پورته شو، نو ورته ووېل شول که وروستئ وینا لرې؟ نوبیا

ګالیله له تختي ښکته شولومړی یې سجده وکړه، ورپسې یې په ډاډه زړه د مرګ پړی غاړې ته راونغاړه.

دده شاګردانو د سجدې تعبیر داسې وکړ ، چې ګنې«ګالیله د ځمکی په غوږ کې دا خبره وڅڅوله، چې ګرانې ځاورې اوسپېڅلې ځمکې … !

 ، ته خو په دې پوهېږې او زه هم په دې پوهېږم چې ځمکه یانی «ته ! ګرځې !! » او دا دی په همدې تور مرګ ته غاړه ورکووم. هو، دا مرګ ډېر ښکلی دی!!

ظهیر الدین بابر پخپل کتاب «بابر نامه» کې څو ځایه د «کله منار» یادونه کړې، چې د سلګونو پښتنو له سرونو یې «څلي» درولي ول . نو اوس د سوکرات د «زهرو جام» او د بابر د «کله منار» د څلو انځور ګري هنر دی او که ښکلا ، که دمر ګونو تر خه تر اژ‌یدي؟

دا چې د «کله منار» انځور ګري، چې د بابرخونړۍ تند ه پر ې ماتېد ه او یادده د پوځ کسانو لومړی د خپلو دښمنانو ککرۍ رېبلې اویا یېڅه ډول پرې کولې او بیا یې څه ډول لکه د خښتو په څېر او بدلې د پام وړ کاروواو که نوروته له کرکې ډک عمل ؟ دلته ده چې دښکلا پوهنې یوشمېر پوهان انګېري ،چې ځنو ته ځنې شیان ښکلي وي ، خوځنو ته بدرنګه او له کرکې ډک !؟

د دې خبرې مانا دا ده، که چېرې ده خپل دښمنان وژل او اصلي موخه یې همدا وه، خو کولای شول چې په یوه کنده کې غورځولي وی ، نوڅلي یې ولې له پرې شوو ککرېیو درول!؟

خو دا چې ده په خپل لښکر کې داسې کسان روزلی وه چې له پرې شوو سرونو نو یې ، لکه د مصر د فرعونیانو د لرغونو څلیو په څېر، چې هم یې بابر ته هنري ارزښت درلود او هم د هغه لپاره د خپلو دښمنانو پرې شوي سرونه له ښکلا ډک برېښدل ، چې ده د خپل ځواک او واک ننداره پکې لیدله او هم یې دده خونړی ذوق خړوبه کاوه .

دی پخپل کتاب بابر نامه کې کاږي:

«ما د هنګو لاره ونیوله، د کوهاټ او نهلویا ترمینځ یوه دره ده … درې ته ننووتو … پښتانه مو کلابند کړل … سرونه مو ترې غوڅ کړل او یو څلی مو ورڅخه جوړ کړ.

په هنګو کې، پښتنو په یو غر کې سنګر نیولی وو، یرغل مو وکړ، سرونه مو ترې غوڅ کړل او له هغو څخه مو هم بل څلی جوړ کړ … »[1]

 بابر له افغانستان څخه نیولې تر هنده پورې د پښتنو له سرونو نه ګڼ څلي (کله منارونه) درولي وو. په یو شمېر لرغونو مذهبونو کې هم یو شمېر عبادت ځایونه او د لمانځنې توکي ګورو، چې نه یوازې د هغو په لمانځنې سره خپلو پلویانو او پيروانو ته ذهني او اروایي تسکین بخښي، بلکې کومې استوپې، مجسمې، انځورونه، سمبولونه ،استورې او په ټوله کې د لمانځنې کوم توکي چې جوړ شویدي پیروانو ته یې هنري ارزښت هم لري او ښکلاییزه وړتیا هم .

مذهبي سپېڅلتیا کله کله خپل لوری اړوي او کله کله د وړې ښکلا په پنځونه کې یوې لوې ښکلا ته ځاې ورکوي .

د بغلان د سرخ کوتل په معبد ځای کې د کنشکا یا هوویشکا هغه مشهوره کتیبه، چې د ده نوم پکې د یوه هنري ارزښت له مخې داسې کښل شوی وه، چې ښکلاییز ارزښت یې له ښکلو نه ښکلی وه .

«د بغولانګو، سورخ کوتل، د اور لمانځنې هغه پلاز وه، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو خلک راتلل او د دغې شګلنی غونډۍ ننداره یې کوله … د کنشکا جوړ شوې مجسمې به د اور په لمبو کې پټې وې، یادې مجسمې هم ښکلی برېښېدې او هم یې هنرې ښکلا خلکو ته د پام وړ ګرځېده.»[2]

د لرغوني مصر په تاریخ کې د «نیل رود» د مصر د تحفی پنوم نامتو وه او خلکو «نیل» ته دومره درناوی درلود، چې کله به په یوه ټاکلی موسم کې په مستۍ راغی، نو د وخت لرغونو فرعونیانو به د یوه نوملړ له مخې یوه ښکلی نا ز که له ګناه پاکه پېغله د ناوې په څېر د هغه وخت د هنري انداز له مخې سنګاره کړله، په سره رنګینه ډولۍ کې به یې کینوله او د نیل هغه ځاې ته به یې یووړه چې هلته به د رود خړې څپې په غړمبا وې .

پداسې حال کې چې د وخت فرعون به په یوه لوړ ځانګړي ځاې کې په تخت ناست وه، نو بیا به یې د ناوې سره ډولۍ خونړېیو څپو ته ور وغورځووله .

دا په حقیقت کې یوه ستره غمیزه وه، ولې د وخت نندارچیانو ته، دا یوه هنرې زړه راښکونکې ننداره او کله به چې ۱۸ کلنه پېغله د نیل خړوڅپو اړخ په اړخ اړوله….دا لیدونکو ته په سرکې فرعون ته له ښکلا ډکه شېبه وه .

نو له یادو څرګندونو نه دې پوښتنې ته بیا دیو چا پام رااوړي، چې آیا ښکلا یوازې د ښکلي په مانا او که ښکلا یوازې د ذوقونو تنده ماتوي؟ آیا دا هنر دی اوکه دښکلا ننداره ، چې یوه سینګار شوې پېغله به یې په سره ډولۍ کې کېنوله او بیا به یې په لوې لاس د مرګ څپو ته وسپارله ؟

آیا د سوکرات په څېر یوه فیلسوف ته چې د شوکرا ن داوبو جام یې په سر واړوو، په دې کې کوم هنر او کومه ښکلا پټه وه او که سقرات ته مرګ او ژوند نور یو شی وه او یا یې ورته کوم مفهوم نه درلود ؟ د دی پوښتنو ځواب په راتلونکو څپرکو کې …



) بابر، ظهیر الدین، بابری نظام ۸۰ مخ[1]

) بغلان (بګ لنګ) ۱۷۴ مخ[2]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب