سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهله پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د رسولو پروژې سروې...

له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د رسولو پروژې سروې پیل شوې

تاند (شنبه، د جمل ۱۱ مه) د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارزت وايي چې له پنجشېر څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږدلو د پروژې سروې یې پیل کړې ده.

د پنشجیر له سین څخه کابل ښاریانو ته د څښاک د اوبو د برابرولو طرحه تېر جمهوري حکومت په ۲۰۱۲ کې طراحي کړه او د ۲۰۲۰ کال له بودجې څخه یې شاوخوا ۴ میلیون ډالره ورته ځانګړي کړل. د جمهوري حکومت د پلان پر اساس به د کال ۱۰۰ میلیون مترمکعب اوبه کابل ته انتقالیدې.

له دې سره هممهاله کابل ته نژدې د شاتوت بند پروژې قرارداد د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د هند او افغانستان ترمنځ لاسلیک شو.

هند د دې پروژې لپاره ۲۸۶ میلیون ډالره وړیا مرسته اعلان کړه.

د تېر لمریز کال (۱۴۰۲) د اسد په ۲۶ مه د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د پلانونې ريیس انجینیر رفیع الله ستانکزي ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې ویلي و چې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو د پروژې د ډیزاین کار بشپړ شوی او ژر به دا پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شی.

د پنجشنېر والي حافظ محمد اغا حکیم نن باختر خبري اژانس ته ویلي چې د سروې له بشپړېدو وروسته به کابل ته د پنجشېر سین د اوبو د لېږدولو کار پیل شي.

ده ویلي چې د دې پروژې د سروې لپاره یې د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسیساتو د سروې او ډیزاین له پلاوي او د ترکیې د ایس کې ایم شرکت له ريیس سره خبرې کړي دي.

په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين رييس محمد عارف مومند وويل چې دغه پروژه به ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی ولري، چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پيل او د کابل په تره خېلو سيمه کې پای ته رسېږي.

مومند زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دې پروژې د جوړولو تړون له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک شي.

په کابل ښار کې کال په کال تر مځکې لاندې اوبو اندازه کمیږي او په یو شمېر سیمو کې خلک مجبوره شوي چې له أطري ځایونو څخه اوبه راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب