جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د خیرات ټولولو مخنیوي ته جوړ شوی قانون تایید...

ملا هبت الله د خیرات ټولولو مخنیوي ته جوړ شوی قانون تایید کړ

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون خبر ورکړی، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده، د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي لپاره د خپل رژیم جوړ کړی قانون تایید کړی.

سرچینه زیاتوي: دغه قانون درې څپرکي او ۲۷ مادې لري، چې دکورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معنیت په مشرۍ یو شمېر وزارتونو ته د سوالګرو راټولولو، درملنې او حرفوي زده‌کړو ورکولو دندې ورکړل شوې دي.

د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، اقتصاد، مالیې، پوهنې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف او نهی عن‌المنکر، حج او اوقافو، او د شهیدانو او معلولینو وزارتونه او کابل ښاروالي، د زندانونو د سمون اداره، افغاني سره میاشت، د افغانستان سوادګري او پانګونې خونه او د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده ورکړل شوې، چې د سوالګرو راټولولو، د بې‌وزلو او حرفوي سوالګرو تشخیص، له هغوی سره مرسته او د حرفوي او ښوونیزو زده‌کړو زمینه ورته برابره او درملنه یې وکړي.

بل لور ته: له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر رییس مل پاسوال حسیب‌الله احمدي وايي، چې د دوی رژیم تر دې دمه ۴۹ زره او ۶۴۱ سوالګر راټول شوي، چې له جملې یې ۱۴ زره ۹۳۲ مېرمنې، ۲۲ زره او ۷۲۵ نارینه، ۴ زره او ۶۵ یې نجونې دي، چې ۱۳ زره یې اړمن او پاتې نور یې حرفوي دي.

ملا هبت الله اخوند زاده مخکې د یوه فرمان په وسیله، د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته د یوې کمېټې په مشرۍ دنده سپارلې وه، چې په هېواد کې سوالګر له بازارونو ټول او مستحقو کسانو سره یې د مرستو زمینه برابره کړي.

طالب مشر دا قانون داسې مهال جوړ کړی او د عملي کېدو اعلان یې کړی، چې د ده له واک ته رسېدو سره افغانستان تر اوسه کوم اساسي قانون نه لري او د طالبانو منتقدان افغانستان د نړۍ یوازېنی بې قانونه هېواد ګڼي.

د طالبانو منتقدان، د دوی لخوا د قانون جوړونې بڼه هم نقدوي او وایي چې یوه ډله واک ته رسېدلي ملایان نه حق او نه مسلکي صلاحیت لري، چې د هرې برخې لپاره د قانون په نوم ځینې پرېکړې ترسره او پر خلکو وتپي.

طالب چارواکي بیا ادعا کوي، چې رژیم یې بې قانونه نه؛ بلکې د دوی په باور د « اسلامي شریعت» په رڼا کې خپلې چارې سمبالوي او د قوانینو پر جوړولو یې هم کار روان دی.

1 COMMENT

  1. نیم ملت دې رسما د کار او د تعلیم حق نلري ګدايي هم منع شوه خو بس یو ملایان حق لري چې عشر او ذکات او خیرات او چنده او صدقه او سرسايه او فديه ټوله کړي.. ههههه…. اسلامي نظام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب