جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد بې نظیر بوټو لور آصفه بوټو د پاکستان د پارلمان غړې...

د بې نظیر بوټو لور آصفه بوټو د پاکستان د پارلمان غړې وټاکل شوه

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او وژل شوې صدراعظمې بې نظیر بوټو لور، اصفه بوټو زرداري د دغه هېواد د مرکزي پارلمان غړې وټاکل شوه.

اصفه، چې پلار یې له ولسمشر کېدو سره هغه د هېواد لومړۍ مېرمنه هم نومولې او له هغې وروسته یې د سیاسي راتلونکي په تړاو بحثونه زیات شوي، هغې تشې څوکۍ پارلماني څوکۍ ته د یوازېنۍ نوماندې په توګه له خپل پلرني ټاټوبي سند ایالت څخه بریالۍ شوه، چې د پلار له ولسمشر کېدو سره یې تشه شوې وه.

د اصفې پلار، اصف زرداري چې مخکې یې هم یوه دوره د پاکستان د ولسمشرۍ سمبولیکه دنده ترسره کړې وه، د فبرورۍ په اتمه بیا له مسلم لیګ نواز ګوند سره د ایتلاف په پایله کې د پاکستان د پارلمان په رایو د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.

اصفه زرداري سره د دغې څوکۍ لپاره په لومړي سر کې د دوی له اړوند ګوند( پیپلز) څخه هم یو شمېر کسان سیالۍ ته ولاړ وو، چې هغوی له سیالۍ لاس په سر شول او په مخالفت یې د پاکستان د تحریک انصاف د ملاتړي نوماند سردار شېرمحمد رند په ګډون ۷ نور نوماندان د ټاکنو کمیسیون له لوري د نوماندۍ د شرایطو وړ ونه ګڼل شول.

اصفه بوټو د اکسفورډ بروکس پوهنتون څخه په سیاست او ټولنیزو علومو کې لسانس اخیستی او د ماسټرۍ ډګري يې د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې ديونيورسټي کالج لندن څخه اخیستې ده.

اصفه بوټو په پاکستان کې د پوليو رنځ د ختمولو ترټولو کم عمره سفیره هم ټاکل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب